د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

((که د نوماندانو موخه دولس هوساينه وي؛ نو...))

محب الله الله يار 17.08.2010 14:43

تېرو پنځه کالو کې؛ خو هېر شوي خوار ولس د خپلې ناعلاجه ناروغۍ ډېرې نسخې په وطن مينو او دردمنو مشرانو باندې وګرځولې، همدې تېر پارلمان ته يې اوښکې توې کړې، وچې شونډې يې د کورونو دروازو ته ودرېدل، مګر يوازې دانه، چې له کوره ورته راونه وتل، ورسره يې د نهيلۍ په سپېره څپېړه ورټل او تش لاسونه يې ځواب کړل.

خو نن بيا دې بدمرغه ولس يو څو ابن الوقت خواخوږي موندلي او د غوښنو ژمنو په عسل لرونکي ډاډ يې ورته خپلې خولې پرانېستي، غرونو يې ورته غوښې، سيندونه ښوروا کړي او فضا يې ورته د خيال د برجورو ماڼيو په ودانيو پوښلې.
بې سرپرسته ولس هم لار ورکى دى، هڅه کوي، چې د کوډګرو نوماندانو تر اودې(دم) لاندې رانشي؛ خو سرونه پرې وار تر هر ځل ((دم)) وروسته درنېږي او خپل ځانونه د دوى په لمنو کې پراته ويني.

دا چې د هېواد هر ولايت په راتلونکي پارلمان کې د خپل نفوس په انډول ونډه لري له ننګرهار نه د ١٤ چوکيو ګټلو په مخه څه باندې ١٦٠ تنه نوماند دي.

دوى د خپلو ځانونو لپاره کمپانيزې چارې تر بلې هرې سيمې زياتې ګړندۍ کړي. ياد ډګر يې د افغانيو، ډالرو او پاکستانۍ کلدارو په خورا بې بريده لګښتونو تود ساتلى، هېڅ ((يو)) خپل ځان د بل پر وړاندې کم نه ښيي، که په نغدو او يا پور وي، ځانونو ته يې پلويان موندلي او د لوبې ډګر ورته ګټونکى ښکاري.

موږ نه پوهېږو، چې دا لوبه چا دومره ګرمه کړې!؟ که سړى حقيقت ته وګوري، د پارلمان د ټولې پنځه کلنې دورې معاش؛ خو ددوى د يوې مياشت لګښته هم نه شي پوره کولى؛ نو بيا دا دومره بې درېغه او د جنونو پر اوږو سپور لګښت- چې څوک خپلې ساتلې پانګې له بانکونو راباسي، څوک له چارواکو سره يو شوي او ځيني خوران په کې داسې هم شته چې خپلې پلارنۍ ځمکې ورته وپلوري او ځان تر نورو په انډول کې ټيټ نه ګڼي- له کومه کوي او چا ورته ددې ليدلي خوب تعبير د پارلمان په خونه کې د چوکيو له ناستې سره تشبيح کړى؟

که چېرته ددوى موخه د ولس خدمت، هوساينه او په سيمه کې امنيت راوستل وي؛ نو بيا خو تردې نورې ډېرې غوره لارې شته، چې دغه چاره دې ترې تردې په ښه توګه ترسره شي.

ځکه خو يو شمېر نوماندان ګورو، چې د يوې اونې لګښت يې تر ٦٠ لکو کلدارو اوړي او دا ددوى ترمنځ يو معمول ګرځېدلى او دا يې کم تر کمه اټکل دى.

ځيني په کې داسې هم شته، چې يوازې د پوسټرو( عکسونو) د چاپ او اعلاناتو لګښت يې تر ٧٥ لکو کلدارو اوښتى. اوس تاسې فکر وکړئ! چې په څه باندې دوه مياشتو کې به د يو نوماند د کمپاين لګښت څو ميليونو ته ورسېږي!؟

که رښتيا هم دوى د ولس خوښ وي؛ نو بيا دې بېځايه منډو ترړو او لګښتونو ته څه اړتيا ده، چې خپلې ټولې روپۍ خاورې کوي!؟ پرېې دېږدي، چې ولس يې د وکالت تر چوکۍ رسوي او کنه!؟

خو دا معلومه ده، چې بېکچې لګښت کوونکي نوماندان غالې( دروغ) کوي، د ولس په سترګو کې خاورې شيندي او خپل ځانونه موقف ته رسوي. بيا به د همدې ولس په سر سودا کوي او خپل کړي لګښتونه به پوره کوي.

تر دې غوره لاره:

هغه نوماندان، چې د اونۍ لګښتونه يې تر ٦٠ لکو پاکستانيو روپو اوړي، دوى که پخپلو کليو کې داسې کورنۍ، چې سبا او بېګا ته حيران دي، راټول کړي؛ نو شمېره به يې تر پنځوسو کورونو زياته نه وي. زما په باور که چېرته هر يوې کورنۍ ته پنځه لکه پاکستانۍ کلدارې ورکړ شي او هغوى نه دا ډاډ واخستل شي، چې خپلو ځانو ته به په ورکړ شويو روپيو څه روزګار جوړوي، څه فکر کوئ، چې يو وکيل به د پارلمان په پنځه کلنه دوره کې ولس ته دومره خير ورسوي څومره چې اوس مستقيماً له دغې لارې ور رسولى شي!؟

ددې چارې ګټې:

يو خو داده، چې روانې ناامنۍ، اکثره د بې روزګارۍ له امله پېښېږي، که چېرته په يوکلي کې بې روزګاره خلک په روزګار بوخت شي، نه به پخپله ورانکاري وکړي او نه به بل چاته اجازه ورکړي، چې ناامني جوړه کړي.

بل دا چې ولس به د مسوونيت احساس وکړي، ژوند به يې د هوساينې له نعمت نه برخمن شي او له خپلو مشرانو به هم منندوى وي.

نتيجه:

دغه لګښتونه، چې دوى يې په هوټلونو، غونډو، د موټرو په کرايو، د خلکو د جيبونو په خرڅ ورکولو او پوسټرو کوي، پر ځاى دې په خپلو کليو کې د خلکو حياتي اړتياوې په نظر کې ونيسي شايد د کمپاين لپاره يې هم موثر تمام شي او ولس به هم ترې راضي وي.

مګر که چېرته ددوى دا لګښتونه همداسې بې پايانه روان وي، بلاخره به يې جېبونه تش او خالي لاس ناست وي، که پارلمان ته لار پيدا کړي بيا هم باک نه کوي؛ خو که د پارلمان وکيل نه شو ولس ته به خجالت خپل وجدان ته خجالت او ورسره به له خپلې هستۍ هم سپو( خلاص) شوى وي او پاى کې به لاسونه مروړي؛ خو اوبه به له ورخه تېر وي.

پاتې شوه ددوى د کړيو پشنګي( دروغو) ژمنو خبره، چې ولس ته يې د باور د ترلاسه کولو په ډاډ کړي. زه فکر کوم، چې دا ځل به ولس نسبت تېر ځل ته د وکيلانو په ټاکلو کې يوڅه احتياط وکړي، خپله به خلکو هم له تېرو ټاکل شويو وکيلانو ډېر څه زده کړي وي او د وړ او ناوړه کس د پېژندلو توپير باندې به يې سترګې خلاصې شوې وي؛ ځکه چې د مشرانو وينا ده، چې (( هره تېروتنه د راتلونکي لپاره زده کړه ده)).