د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سکاټلينډ له افغانستان څخه ډېر زر غچ واخيست او په ۶ ويکټو یې دويمه يو ورځنۍ لوبه وګټله

کرکټ څانګه 17.08.2010 13:38

د افغانستان او سکاټلينډ ترمنځ نن دويمه يوه ورځنۍ لوبه ترسره شوه چې سکاټلينډ په شپږو ويکټو وګټله.

د افغانستان او سکاټلينډ دويمه يوه ورځنۍ لوبه چې نن د کابل په وخت ۲:۳۰ بجې پيل کېده باران وځنډوله او پوره يو ساعت وروسته پيل شوه.

پچه افغانستان وګټله او د له يوې سختې باراني شپې وروسته يې لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه. د افغانستان ويکټې یو په بل پسې زر زر وغورزېدې. يواځې جاويد احمدي ۲۵ او سميع الله شينواري ۴۶ منډې جوړې کړې. د افغانستان ټول لوبغاړي په ۱۲۰ منډو وسوځېدل.

سره د دې چې سکاټلينډ لومړۍ دوه ويکټې زر له لاسه ورکړې خو نورې ويکټې یې په ځغاستځي ودرېدې او د ۱۲۱ منډو هدف يې په ۳۴ اورونو کې پوره کړ.

د افغانستان توپ اچونکو نن ډېر کوښښ وکړ چې د کمزورې توپ وهنې سره سره لوبه وګټي. ځينې ډېر ښه اورونه نن وشول خو هدف دومره ټيټ و چې سکاټلينډ وکړای شول خپل غچ ډېر زر واخلي.

د کرک انفو د ويبپاڼې د خبر له مخې نن د افغانستان توپ راغونډونه یا فيلډنګ دومره کمزوری و چې ډېرو کمزورو لوبډلو هم ترې ګټلی شوه.

د کرکټ يورپ شنونکي بيا وايي چې افغانستان نن نه يواځې په توپ وهنه کې ښه لوبه ونه کړه بلکه توپ راغونډونه او توپ اچونه یې بې خونده وه.

افغانستان په دې سفر که له سکاټلينډ څخه يوه څلور ورځنۍ او يوه يو ورځنۍ لوبې وګټلې او يوه یو ورځنۍ لوبه یې ورته بايلوده.

له دې ورسته د افغانستان راتلونکی سفر د اکتوبر په مياشت کې افريقايي هېواد کينيا ته دی چې د کوربه هېواد سره به يوه څلور ورځنۍ او دوه يو ورځنۍ لوبې ترسره کوي. تر هغې افغان لوبډله ډېر وخت لري چې په خاميانو کار وکړي او د روزونکو له شتون څخه ګټه پورته کړي.

د ننۍ لوبې  شمېرپاڼه د کرکټ د نړيوالې شورا په ويبپاڼه