عبدالظاهر اميري وفات شو
16.08.2010 09:11انا لله وانا اليه راجعون
عبدالظاهر (( اميري)) وفات شو
په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان ادبي انجمن فعال غړې، شاعراو اديب محترم عبدالظاهر ((اميري )) په يوه ترافيکي پيښه کې په حق رسيدلې دى او جنازه يې په کابل کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته سپارل شوې ده ، د افغانستان ادبي انجمن او د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز د شهيد عبدالظاهر اميري کورنۍ ، خپلوانو او پاتې کسانو ته د زړه له کومې تسليت وړاندې کوي او په دې غم کې ځان له هغوى سره شريک ګڼي او د الله تعالى له دربار څخه مرحوم ته د فردوس جنت او غم ځپلې کورنۍ ته يې د جميل صبر او عظيم اجر غوښتنه کوي .
د افغانستان ادبي انجمن به د چهارشنبي په ورځ د زمري د مياشتي په ٢٧ نيټه چې د د اګست د مياشتې د ١٨ سره برابره ده د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز په انګړ کې مرحوم ته د دعاء او فاتحې مراسم ترسره کوي له ټولو شاعرانو اديبانو او د مرحوم مينه والو او خپلوانو څخه هيله کوو چې په دغه تعزيتي غونډه کي چې د ماسپښين په ٣ بجو پيل ترسره کيږي کډون وکړي.

