د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په پکتیا کې د سولې سیالۍ دویم پړاو ته ورسیدې

کرکټ څانګه 15.08.2010 16:13

د پکتیا په ولایت کې د ۱۳۸۹ لمریز کال د زمري له ۶نېټې څخه  راپدیخوا د سولې د کرکټ سیالیو  جام  د ۳۲ لوبډلو تر منځ پېل شوي چې تر دې مهاله لوبې د ټورنمټ دویم پړوا ته رسیدلي دي.

په دویم پړوا کې ۱۶ لوبډلې لوبه کوي چې په لاندې ډول دي:

پوهنتون، جهاد مېنه، لیسه، سهادت ګردیزی، خېبر، شاهین، رود احمدزی، تاند سهر، نیاز الله، علامه عبدالشکور رشاد، تېره، پښتونخوا، قلي اردو، احمد اباد، سید کرم او نیاز الله ب لوبډله.

په دویم پړوا لوبو کې تاند سهر او رود احمدزي لوبه وکړي چې بری د تاند سهر لوبډلې ګټلی.

د دویم پړاو دویمه لوبه د نیازالله ب او سید کرم لوبډلې تر منځ تر سره شوي، په دې لوبه کې پچه وګټله په ۱۲ د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو ۹۴ منډې هدف وټاکه، له دمې وروسته سید کرم لوبډلې توپ وهنه پېل کړ او ټاکل شوی هدف یې په ۷ اورونو کې د لوبغاړو په سوځیدلو مخالفې لوبډلې ته پوره کړ. د دې لوبې غوره لوبغاړی نور محمد شو چې د نیازالله لوبډلې ۴ لوبغاړي یې سوځولي و.

د دویم پړوا دریمه لوبه پرون د پښتونخوا او تېرې لوبډلو تر منځ تر سره شوه. تېرې پچه ګټلې و، په ۱۲ اورنو کې پښتونخوا ته د ۸ لوبغاړو په سوځیدلو ۱۲۶ منډې هدف ټاکلی و، د تېرې لوبډلې په ۱۲ اورونو کې دغه هدف پوره نکړای شو او بری د پښتونخوا په نصیب ورسیده.

نن ماسپښین دوه بجې به سعادت ګردیزی او د لیسې لوبډله لوبه کوي.