په چين کې د آسيايي لوبو لپاره لسو هېوادونو لوبډلې معرفي کړې
15.08.2010 11:22د افغانستان په شمول لسو هېوادونو د په چين کې د آسيايي لوبو لپاره لوبډلې معرفي کړي دي. په دې لسو هېوادونو کې له افغانستان پرته پاکستان، سريلانکا، بنګلادېش، چين، هانګ کانګ، ماليزيا، مالديو، نېپال او سينګاپور هم شامل دي.
د کرکټ آسيايي شورا وايي چې د لوبو مهال ويش به وروسته روښانه کېږي.
آسيايي لوبې به د چين په ګوانزو ښار کې له ۱۲ څخه تر ۲۷ د نومبر پورې ترسره کېږي.
د يادونې وړ ده چې که چېرته افغانستان د انټرکانټننټل سيالۍ پايلوبې ته بريالی شي نو د هغې او د چين د لوبو د وخت په منځ کې د ټکر د راتللو امکان شته دی ځکه چې د انټرکانټننټل سيالۍ پايلوبه به په اماراتو کې د نومبر په ۲۵ ترسره کېږي.
د دې احتمالي ټکر په اړه بايد افغان کرکټ بورډ له اوسه د کرکټ نړيوالې شورا او په چين کې د آسيايي لوبو د منظمونکې کميسيون سره اړيکې ونيسي او د یو تفاهم د رامنځته کولو کوښښ وکړي ځکه چې د چين د لوبو مهال ويش لا تر اوسه نه دی ټاکل شوی.
په دې لوبو کې د افغانستان لوبډله په لاندې ډول ده: