د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان د انټرکانټینټل په سيالۍ کې سکاټلينډ ته ماته ورکړه او دا مهال یې نمرې تر ټولو ډېرې دي

کرکټ څانګه 15.08.2010 06:00

د انټرکانټینټل په جام کې افغانستان د سکاټلینډ څخه څلور ورځینۍ لوبه په ۲۲۹ منډو وګټله او د دې جام د اوو هیوادونو په کتار کې لومړی مقام یې خپل کړ.

پرون افغانستان د سکاټلینډ ټول لوبغاړي یې په ۳۱۶ منډو وسوځول، افغانستان سکاټلینډ ته په دې لوبه کې ۵۴۵ منډې هدف ټاکلی و، د سکاټلینډ د هیواد پخې ښویدلې وې او پوهیدل چې افغان لوبډلې ته ټاکل شوی هدف نشي پوره کولای کوښښ یې کولو چې وخت ضایع کړي او لوبه د افغانستان سره مساوي کړي خو ژوبل حمید حسن په دویمه پاڼۍ کۍ د لومړۍ پاڼۍ په شان توره وکړه او د سکاټلینډ هیواد ۵ لوبغاړي یې وسوځل او لوبه افغانستان وګټله.

حميد حسن وايي چې په داسې حال کې یې ۲۷ اورونه وکړل چې د پښې سترګې يې درد کولو او د لا ډېر تکليف وېره ورسره وه. ((ډاکتر راته ويلي و چې توپ مه اچوه خو ما اصرار کاوه چې توپ اچوم. ډاکتر راته د پښې له سترګې د زنګانه تر سترګې ټوله پښه بانداج کړې وه)). کېدای شي همدا لامل وي چې د حميد حسن پښه په دې لوبه کې څو ځل د کريز په کرښه ولګېده او نوبالونه شول. حميد حسن وايي چې ټولو سره همدا هوډ وو چې لوبه وګټي. حميد وايي چې پايلوبې ته په رسېدو باوري دی.

افغانستان د انټر کانټینټل په جام کې اوس لومړی مقام کې ۷۷ نومرې لري، دویم د سکاټلینډ هیواد دی چې نومرې یې ۶۹ ته رسیدلي او دریم د زمبوابی هیواد دی چې نومرې یې ۶۳ دي.

د انټرکانټینټل په سيالۍ کې د لوبډلو نمرې:

لوبډلې

بشپړې لوبې

ګټلې

بايللې

مساوي

ډرا یا نامکملې

بندې

نمرې

د منډو اوسط

افغانستان

۵

۴

۰

۰

۱

۰

۷۷

۱،۲۷۳

سکاټلينډ

۵

۳

۱

۰

۱

۰

۶۹

۰،۷۵۹

زيمبابوی XI

۴

۳

۰

۰

۱

۰

۶۳

۱،۴۷۰

کينيا

۵

۲

۲

۰

۱

۰

۴۳

۰،۹۹۳

ايرلینډ

۴

۱

۱

۰

۲

۰

۳۲

۱،۱۸۱

هالينډ

۶

۰

۵

۰

۱

۰

۱۵

۰،۷۳۷

کاناډا

۵

۰

۴

۰

۱

۰

۹

۰،۷۳۰

  افغان لوبډله په دې څلور ورځنۍ فرسټ کلاس لوبه کې د توپ وهنې او توپ اچونې په ډګر کې ښه وځلیده، په توپ وهنه کې سمیع الله شینوارې او شهزاد محمدې سلیزه ووهله او په توپ اچونه کې حمید حسن په دوو پاڼیو کې ۱۱ لوبغاړي وسوځل، حمید حسن لومړی افغان توپ اچونکی شو چې د څلور ورځینیو لوبو په دووو پاڼیو کې له۱۰ ډېر لوبغاړو سوځوي، له دې مخکې د افغانستان پخواني تېز توپ اچونکي دولت احمدزي په یوه لوبه کې د ایرلینډ ۵ لوبغاړي سوځولي و.

په دویمه پاڼۍ کې د افغانستان د منډو شمېر پاڼه:

توپ اچونکی

منډې

بې منډو اورونه

اورونه

ویکټې

شاپور ځدران

۶۳

۳

۱۵

 

میرویس اشرف

۴۸

۳

۱۷

۱

محمد نبي عیس خېل

۴۱

۱۴

۲۶

۱

حمیدحسن

۱۱۴

۵

۳۳،۵

۵

سمع الله شینواری

۶

۵

۱۰

۱

عبدالله مزاري

۶

۵

۱۰

۲

 په دې څلور ورځنۍ لوبه کې افغانستان د ۲۰ څخه ۲۰ نومرې خپلې کړي او د انټرکانټینټل د جام د نومرو په لست کې یې لومړی مقام جر کړ، افغانستان په دې جام کې اخیرنۍ لوبه په اکتوبر کې د کینیا هیواد سره د دې هیواد په پایتخت نیروبي کې لري. په دې درې هیوادونو ( افغانستان، سکاټلینډ ا و زمبابوی) کې چې هر چا لومړی او دویم مقام خپل کړ هغوی به په نومبر کې د دې جام پایلوبه په متحده عربي اماراتو کې تر سره کوي.

افغان ملي لوبډله د سکاټلینډ سره دوه یوه ورځینۍ سیالۍ د اګست په ۱۶ او ۱۷ نېټه تر سره کوي.

افغان ملي لوبډله د اګست په  ۱۹ نېټه له سکاټلینډ څخه هیواد ته راستنیږي.