د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انټرکانټننټل سيالي: افغانستان سکاټلينډ ته ماته ورکړه او ۱۴ نورې نمرې یې هم خپلې کړې

کرکټ څانګه 14.08.2010 12:54

حميد حسن نن بيا تباهي وکړه، په ژوب ځان یې په دې لوبه کې ۱۱ ويکټې واخيستې.

 افغانستان نن د انټرکانټننټل په سيالۍ کې د سکاټلينډ سره د لوبې په څلورمه ورځ د سکاټلينډ ټول لوبغاړي په ۳۱۶ منډو وسوځول او لوبه یې په ۲۲۹ منډو وګټله. په دې ترتيب افغانستان د دې لوبې ۱۴ نورې نمرې هم خپلې کړې او ټولې شل نمرې یې خپلو نمرو ته ورزياتې کړې.

دا مهال په دې سيالۍ کې د افغانستان نمرې ۷۷ شوې چې تر ټولو لوړې او افغانستان یې په دې سيالۍ کې دا مهال لومړی کړ. افغانستان له دې وروسته په دې سيالۍ کې يوه بله لوبه د کينيا سره لري چې په نيروبي کې به ترسره کېږي. سکاټلينډ هم يوه بله خو زيمبابوی دوه لوبې لري.

د دې سيالۍ دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر په مياشت کې په اماراتو کې پايلوبه کوي چې ګټونکې هېواد ته به یو لک ډالر په انعام کې ورکول کېږي.

پرون سکاټلينډ په دويمه پاڼۍ کې توپ وهنه پيل کړه او ۹۵ منډې یې د دوه لوبغاړو په سوځېدو وکړې. نن یې ښو منډو ته دوام ورکړ خو ويکټې یې ټينګې نه شوې کړای او د افغانستان حميد حسن ورته ۵، عبدالله مزاري ۲، سميع الله، محمد نبي او ميرويس اشرف يوه يوه ويکټه ورته والوزولې.

د سکاټلينډ ځينو لوبغاړو ښه ملګرتوبونه جوړ کړل او يو وخت داسې ښکارېده چې سکاټلينډ شايد لوبه ډرا (بې پايلې) کړي خو حميد حسن اخري ويکټه (چې د پارکر وه) وويشته او لوبې ته یې د پای ټکی کېښود.

حميد حسن په دې لوبه کې ۲۵ نوبالونه وکړل چې يو څه د تشويش وړ خبره ده.

د تېرو ورځو رپوټونه: 

د لومړۍ ورځې رپوټ / د دوېمې ورځې رپوټ  / د درېمې ورځې رپوټ /  د  لوبې انځورونه 

په دې سيالۍ کې د افغانستان د برخليک او د لوبې د اصول.

 په دې سيالۍ کې د لوبډلو نمرې:

لوبډلې

بشپړې لوبې

ګټلې

بايللې

مساوي

ډرا یا نامکملې

بندې

نمرې

د منډو اوسط

افغانستان

5

4

0

0

1

0

77

1.273

سکاټلينډ

5

3

1

0

1

0

69

0.957

زيمبابوی XI

4

3

0

0

1

0

63

1.470

کينيا

5

2

2

0

1

0

43

0.993

ايرلینډ

4

1

1

0

2

0

32

1.181

هالينډ

6

0

5

0

1

0

15

0.737

کاناډا

5

0

4

0

1

0

9

0.730

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د لوبې مخکېنی رپوټ:

دپه لاندې پته لوبه په ژوندۍ ډول په تلويزيون کتلی شئ:

 

  لوبه د کمپيوتر په ښيښه په ژوندۍ بڼه

په لوبه ژوندۍ ويناوې او شمېرپاڼې:

د کرکټ نړيواله شورا ژونۍ شمېرپاڼه  /  په کرک انفو د لوبې ژوندۍ شمېرپاڼه  /  په کرکټ يورپ د لوبې ژوندۍ شمېرپاڼه او وينا

د سکاټلينډ خلاف لوبه کې افغان لوبډله:

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په اعلان شوي ليست کې لاندې پنځلس نومونه د سکاټلينډ د لوبې لپاره اعلان شوي دي:

کپتان نوروز منګل، مرستيال کپتان کريم خان صادق، محمد نبي، حميد حسن، ميرويس اشرف، محمد شهزاد، سميع الله شينواری، نور علي ځدراڼ، اصغر ستانکزی، شاپور ځدراڼ، عبدالله مزاري، نور الحق، محمد جاويد احمدي.

خالقداد نوري د ويزې له نه لرلو له کبله ونه شو کړای د ملي لوبډلې سره سفر وکړي. د افتاب عالم نوم د کرکټ د نړيوالې شورا په ويبپاڼه نه ښکاري.

افغانستان د دې سفر په ترڅ کې دوه یو ورځنۍ لوبې هم سکاټلينډ سره لري چې  په ۱۶ او ۱۷ اګست به یې تر سره کوي.