د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په برتانيه کې افغانان تشويقوو چې د ملي لوبډلې ملاتړ ته راشي. SAS

کرکټ څانګه 14.08.2010 04:53

په سکاټلينډ کې د افغان-سکاټلينډ د ټولنې مشر محمد اصف په برتانيه کې په مېشتو افغانانو غږ کړی دی چې د افغانستان او سکاټلينډ ترمنځ د دوه يو ورځنيو لوبو سيل ته دې د افغان لوبډلې لپاره ورشي.

محمد اصف وايي چې افغان لوبډلې تر اوسه ډېره ښه لوبه کړې ده او له څلور ورځنيو لوبو وروسته د سکاټلينډ سره دوه يو ورځنۍ لوبې لري چې په ۱۶م او ۱۷م د سپتمبر به ترسره کېږي.

په سکاټلينډ کې افغان-سکاټلينډ ټولنې هوډ کړی چې د ورغلو ميلمنو سره لوبغالي ته په رسېدو کې مرسته وکړي. د دې ټولنې مشر ټول افغان ته وويل چې د معلوماتو لپاره افغانان کولای شي د دې ټولنې سره اړيکي ونيسي او که له چې سکاټلينډ ته ورورسېږي نو د ترانسپورت غم به یې دوی وکړي او تر لوبغالي به یې ورسوي.

د افغان-سکاټلينډ ټولنې سره په برتانيه کې د کرکټ مينه وال په دې نمرو اړيکي نيولای شي:

۰۷۷۷۹۵۷۳۳۳۱

د برېښليک پته: nmasif@hotmail.com

په پورته انځور کې د لوبې نېټې او پته ليکل شوي دي.