د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انور خان (اوریا خیل ) وپيژنۍ

پښتون (اوریا خیل) 13.08.2010 22:16

درنو هېواد والو دا چې زموږ په هېواد کې یوځل بیا پارلماني ټاکنې ترسره کېږي او دغوټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځي پاتې دي او زموږ د وکیل صایبانو کمپاینونه هم ښه په درز کې روان دي نو موږ هېوادوالو او خصوصا ځوانانو ته دا لازمه ده، چې داسې یوه کاندید ته دا خپله پاکه رایه ورکړو، چې هغه په حقیقت کې افغان وي مانا دا چې د دې ملت ، ددې خاورې درد او د ابادولو احساس یې په ذهن کې وي، ترڅوپورې هغه وکیل صیب وکولای شي زموږ له دې پاکې رایه څخه په ښه شان سره ګټه پورته کړي نه چې زموږ د مظلومو هېوادوالو په سترګو کې خاورې واچوي دا چې موږ یوځل بیا وکیلانو ته دا پاکه رایه ورکوو موږ به البته د تېرو تجربو په اساس دا کار سرته رسوو.

راځم اوس اصلي خبرې ته دا یوه څرګنده خبره ده، چې په تېرو ټاکنو کې موږ د خپلې سیمې نه یو وکيل ټاکلی وو،چې البته زموږ وکیل صیب ښاغلی انورخان (اوریا خیل) وو چې زموږ ټول قوم او حتی د کابل د ولایت څخه اکثرو خلکو په تېرو پارلماني ټاکنو کې هغه ته رایه ورکړې وه.

چې په نتیجه کې د خپلو هېوادوالو د اکثریت په رایو باندې ده وکولای شول ،چې د پارلمان دغه چوکۍ یې ترلاسه کړه، او موږ هم له ښاغلي اوریا خیل صیب نه ډېر راضي شولو او هغه په دې مانا باندې، چې په دا تېره پنځه کلنه دوره کې ده زموږ هرراز خدمت وکړو که هغه د پوهنې په برخه کې وو او که نور کوم کارونه و،چې موږ ورته اړتیا لرله ده زموږ غږ د چارواکو ترغوږونو پورې ورسولو او هغه کاریې موږ ته په دولتي ادارو کې په ډېره پراخه سینه او حوصیله باندې خلاصولوکوم چې زموږ له وس او توان نه پورته خبره وه خو خلاصه دا ،چې زموږ هر راز ستونزو، پو ښتنو او غوښتنو ته یې په دا تېره پنځه کلنه دوره کې اوږه ورکړه ،چې موږ باید د ده دا کارونه د تل لپاره هېر نکړو.

دا چې اوریا خیل صیب یو ځل بیا دغې چوکۍ ته خپل ځان کاندید کړیې دې نو زه له خپلو قومیانو او درنو هېوادوالو نه په پوره درناوي سره داهیله کوم، چې دا طلایی چانس دوي یوځل بیا له لاسه ورنکړي او دا خپله پاکه رایه یوځل بیا له اوریا خیل صیب نه قربان کړي.

ځکه اوریا خیل صیب له مانه تاسو ته بهتره معلوم دی ،چې هغه وکولای شول د جهاد په وخت کې د هېواد او ناموس د ساتلو لپاره زموږ نه هر راز دفاع وکړه، چې زموږ هېواد، کلی ،ولایت او قوم یې له هر فساد ګر نه په امن او امان کې وساتلو او چاته یې د دې حق ورنکړو، چې څوک دې زموږ په سیمه او کورنۍ کې لاس وهنه وکړي، تردې پورې چې د کورنۍ اکثره غړي یې په دغه مقدس جهاد کې له لاسه ورکړل او د روسانو په مقابل کې یې نه ستړې کیدونکې منډې ووهلې.
دا خوټولو ته څرګنده ده، چې موږ باید پارلمان ته داسې وړکس وروپیژنو، چې ترڅو پورې هغه وکولای شي، په هغه ځای کې اول له ټول افغانستان او بیا له خپل قوم نه په کلکه دفاع وکړي.

دا که موږ داسې یو کس هغې ادارې ته وروپیژنو نو بیا به زموږ کار اوژوند ټول له ستونزو سره لاس او ګریوان وي او سبا ورځ به بیا په کوم وکیل صیب پسې منډې وهو او ورته به وایو چې وکیل صیب زموږ کار په دغه او هغه ځای کې بند ده دا راته خلاص کړه. نو درنو هېوادوالو او خپلو قومیانو دا به بهتره وي، چې موږ یوځل بیا له ښاغلي انورخان (اوریا خیل) صیب سره دغه بار ته اوږه ورکړو او ور سره یې ترمنزل پورې نن ورځ ورسو ترڅو پورې هغه یوځل بیا د کامیابې چانس ترلاسه کړي او د ده په کامیابیدو سره به زموږ ستونزې هم انشاالله که ژوند وو حل اوفصل شي او بیا به دې نور زموږ بارونه په خپلو اوږ باندې اچوي او زموږ منزل ته به یې رسوي لکه څنګه یې چې په دا پنځه کلنه دوره کې را سره وکړل.

په ډېرمینه او درناوي.