د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انټرکانټننټل سيالي، دويمه ورځ: افغانستان ۶ نمرې خپلې کړې او د پاتې ۱۴ د لاسته راوړلو په هڅه کې دی

کرکټ څانګه 12.08.2010 09:40

سميع الله شينواری د سليزې له پوره کولو وروسته الله پاک ج ته د شکر سجده کوي او شاهپور ورته ګوري. دا د شينواري په ژوند کې په فرسټ کلاس کرکټ کې لومړۍ سليزه ده.


hصغر هم سليزه کابو کړې وه خو په ۹۳ منډو وسوځېد.  د اصغر منډو افغان لوبډلې ته ځانګړی باور وباښه.

نن افغانستان وتوانېد چې د سکاټلينډ ټول لس لوبغاړي نن په ۱۳۹ منډو وسوځوي او په لومړۍ پاڼۍ کې د مخکې کېدو ۶ ارزښتناکې نمرې خپلې کړي. دا مهال افغانستان په سکاټلينډ ۲۹۶ منډې مخکې دی.

داسې تمه وه چې افغانستان به سکاټلينډ ته د پرله پسې توپ وهنې بلنه ورکړي خو روزونکو پرېکړه وکړه چې افغانستان دې د دويمې پاڼۍ توپ وهنه پخپله وکړي.

کپتان نوروز منګل ټول افغان ته وويل چې موږ غوښتل چې د فالو آن (سکاټلينډ ته دويم څل توپ وهنې بلنه) ورکړو خو لکه چې له لوبغالي راووتلو نو دواړو روزونکو  (کبيرخان او راشد لطيف) پرېکړه کړې وه چې موږ د دويم ځل لپاره توپ وهنه وکړو. منګل زياتوي چې ((موږ د فاسټ بالرانو ستونزه لرله. حميد او شاپور ځدراڼ دواړو ډېره لوبه وکړه او دواړه زخميان وو. موږ وېرېدو چې که چېرته هغوی ته د دويم ځل توپ وهنې دعوت ورکړو نو هسې نه چې ګېر شو ځکه چې زموږ بريد کونکي بالران زخميان دي.))

منګل وايي چې افغانستان توپ وهنه وکړي نو له يو پلوه به سکاټلينډ ته هدف نور هم لوړ کړي او بله پلوه به د لوبډلې فزيو د تېز توپ اچونکو درملنه هم وکړي او دواړه حميد حسن او شاهپور ځدراڼ به تر هغې ارام هم وکړي. کپتان زياتوي چې سبا ناوخته پورې به دوی چمتو وي.

نوروز منګل وايي چې په اخره کې د سکاټلينډ د پای ويکټې ملګرتيا ځکه بريالۍ شوه چې د بريد توپ اچونکي یې ټپيان وو او دا وېره وه چې که چېرته سکاټلينډ دويم ځل توپ وهنه وکړي نو د بريدکونکو توپ اچونکو د نه درلودو له کبله به منډې لوړې کړي.

منګل وايي چې غټه خبره دا ده چې موږ شپږ نمرې واخيستې او د پاتې نورو ۱۴ نمرو هڅه روانه ده. دا مهال د افغانستان نمرې ۶۹ شوې چې له سکاټلينډ څخه وروسته په دويم مقام راځي. که افغانستان دا لوبه وګټي نو د ټولو سيالو هېوادونو په سر کې به راشي.



نن د افغانستان توپ اچونکو هغه مهال د سکاټلينډ د بيټڼګ ملا ماته کړه چې پرله پسې لوبغاړي يې ورته وسوځول. سره د دې چې حميد حسن نن د توپ اچونې د کريز په کرښه لس ځلې پښه کېښوده او لس نوبالونه یې ورکړل خو د توپ اچونې مهارت یې وکړای شول چې شپږ ارزښتناکه ويکټې وغورزوي. محمد نبي نن دوه ويکټې او سميع الله شينواري يوه ويکټه واخيسته. ميرويس اشرف بيا وکړای شول چې د سکاټلينډ يو لوبغاړي په منډه وسوځوي.


نن شهزاد ښکلی ويکټ ساتنه وکړه او د حميد حسن په شپږو ويکټو کې څلور کيچونه شهزاد واخيستل چې د ستايلو وړ دي.

د لوبې د دوه ورځو بشپړه شمېرپاڼه

افغانستان به سبا ته توپ وهنې ته دوام ورکوي او لا ټولې لس ويکټې په لاس کې لري. سبا به لوبه د سکاټلينډ په وخت د سهار په ۱۱ بجو او د کابل په وخت د ماسپښين په ۲:۳۰ بجو پيل کېږي.

د افغانستان د لومړۍ پاڼې توپ وهنه:

د سکاټلينډ خلاف په لومړۍ پاڼۍ کې د افغانستان توپ وهنه پای ته ورسېده. افغان لوبډلې وکړای شو چې په لسو ويکټو منډې ۴۳۵ ته ورسوي.

په ننۍ لوبه کې عبدالله مزاري په دوه منډو، ميرويس اشرف په ۱۹ منډو، او حميد حسن په يوه منډه وسوځېد. شاهپور ځدراڼ ۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د افغانستان د لومړۍ پاڼۍ د توپ وهنې بشپړه شمېرپاڼه:

لوبغاړی

څلوریزې

توپونه

منډې

د سوځېدنې بڼه

 

کریم خان صادق

۱۰

۱۳۵

۶۷

کیچ

 

نور علي ځدران

۶

۳۸

۳۶

په منډه

 

شهزاد محدي

۶

۵۴

۹۰

کیچ

 

نوروز منګل

۳

۷۳

۲۹

کیچ

 

محمد نبي عیسی خېل

۱

۲۶

۱۰

البې ډبلیو

 

اصفر ستانکزی

۷

۱۳۲

۹۳

کیچ وسوځید

 

سمیع الله شینواری

۱۲

۱۹۴

۱۰۲

بولډ وسوځید

 

میرویس اشرف

۲

۵۱

۱۹

بولډ وسځید

 

عبدالله مزاري

 

۸

۲

کیچ وسوځید

 

حمید حسن

 

۹

۱

بولډ وسوځید

 

شاپور ځدران

 

۸

۲

ونه سوځید

 

نن یعنې په دویمه ورځ افغانستان په ۳۰ اورونو کې ۸۶ منډې وکړې او ۵ لوبغاړي يې له لاسه ورکړل

ټولې منډې: ۴۳۵

اضافي منډې:  ۲۰

توپ اچونکی

منډې

بې منډو اورونه

اورونه

ویکټې

شاپور ځدران

۱۲

۰

۵

 

میرویس اشرف

۲۵

۵

۱۳

 

حمید حسن

۴۰

۴

۱۸

۶

عبدالله مزاري

۱۴

۴

۸

 

محمد نبي

۲۳

۵

۱۳،۴

۲

سمیع الله شینواری

۱۵

 

۴

۱

ننۍ لوبه د لاندې ويبپاڼې له خوا په ويډيو کې هم ښودل کېږي. د لوبډلې مدير سيد نظيم جار وايي چې لوبه د سکاټلينډ په وخت د سهار په ۱۱ بجو او د کابل په وخت د ماسپښين په ۲:۳۰ پيل کېږي.

لوبه د کمپيوتر په ښيښه په ژوندۍ بڼه

په لوبه ژوندۍ ويناوې او شمېرپاڼې:

د کرکټ نړيواله شورا ژونۍ شمېرپاڼه    په کرک انفو د لوبې ژوندۍ شمېرپاڼه   په کرکټ يورپ د لوبې ژوندۍ شمېرپاڼه او وينا

افغانستان پرون د سکاټلينډ په خلاف د څلور ورځنۍ لوبې په پيل کې په لومړۍ ورځ د ۵ ويکټو په بايللو ۳۴۹ منډې کړي دي.

 اصغر ستانکزی چې لا ولاړ دی د افغانستان منډې خورا لوړې کړي دي او تر دې مهاله یې ۸۸ منډې کړي دي چې ۳ په کې شپږيزې او ۶ په کې څلوريزې دي. د اصغر سره سميع الله شينواری لا په ۵۰ منډو ولاړ دی.

افغان لوبډله به نن هم لوبې ته دوام ورکوي او مخکې له دې چې سکاټلينډ توپ وهنه پيل کړي خپل پاتې پنځه لوبغاړي به لوبوي.

د لومړۍ ورځې بشپر راپوړ

د لومړۍ ورځې انځورونه

په دې سيالۍ کې د افغانستان د برخليک او د لوبې د اصولو په اړه زموږ بشپړه شننه دلته ولولئ.

د سکاټلينډ خلاف لوبه کې افغان لوبډله:

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په اعلان شوي ليست کې لاندې پنځلس نومونه د سکاټلينډ د لوبې لپاره اعلان شوي دي:

کپتان نوروز منګل، مرستيال کپتان کريم خان صادق، محمد نبي، حميد حسن، ميرويس اشرف، محمد شهزاد، سميع الله شينواری، نور علي ځدراڼ، اصغر ستانکزی، شاپور ځدراڼ، عبدالله مزاري، نور الحق، محمد جاويد احمدي.

خالقداد نوري د ويزې له نه لرلو له کبله ونه شو کړای د ملي لوبډلې سره سفر وکړي. د افتاب عالم نوم د کرکټ د نړيوالې شورا په ويبپاڼه نه ښکاري.

افغانستان د دې سفر په ترڅ کې دوه یو ورځنۍ لوبې هم سکاټلينډ سره لري چې  په ۱۶ او ۱۷ اګست به یې تر سره کوي.

موږ سره په لوبه خپلې تبصرې د لاندې کړکۍ له لارې شريکې کړئ.