د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انټرکانټننټل سيالي: افغانستان په لومړۍ ورځ په ۵ ويکټو ۳۴۹ منډې وکړې

کرکټ څانګه 11.08.2010 09:44

کريم خان صادق نن ۶۷ منډې وکړې، خو ريکارډ یې اصغر مات کړی چې لا اوس هم ولاړ دی.

افغانستان نن د سکاټلينډ په خلاف د څلور ورځنۍ لوبې په پيل کې په لومړۍ ورځ د ۵ ويکټو په بايللو ۳۴۹ منډې کړي دي.

د لوبې پچه سکاټلينډ وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه. افغانستان ښه پيل درلود او مخکې له دې چې د نور علي ويکټه له لاسه ورکړي نوموړي د کريم خان صادق سره په شريکه ۶۷ منډې وکړې چې د افغانستان د منډو لپاره یې ښه بنسټ کېښود. نن د افغانستان توپ وهنه پخه وه او لوبغاړو په حوصله او مسلکي انداز کې لوبه وکړه.

کريم خان صادق ۱۳۵ توپونه ولوبول، ۶۷ منډې یې پرې وکړې چې ۱۰ په کې څلوريزې وې.

اصغر ستانکزی چې لا ولاړ دی د افغانستان منډې خورا لوړې کړي دي او تر دې مهاله یې ۸۸ منډې کړي دي چې ۳ په کې شپږيزې او ۶ په کې څلوريزې دي.

تر اوسه څلورو لوبغاړو له پنځوسو منډې اړولي دي چې سميع الله شينواری لا په ۵۰ منډو د اصغر ستانکزي سره ولاړ او شهزاد محمدي په کې په ۹۰ توپونو لوبولو ۵۴ منډې کړي دي چې يوه په کې شپږيزه او ۶ په کې څلوريزې دي.

نن کپتان نوروز منګل په خپله ۲۹ منډې کړي دي او له نورو توپ وهونکو سره یې ښه ملګرتيا وکړه، خو په ټوله کې به خوښ وي چې په ۵ لوبغاړو یې منډې ۳۴۹ ته لوړي کړي دي او په پاتې ۵ ويکټو - چې په کې د عبدالله مزاري هم شامله ده - کولای شي دا منډې نورې هم لوړې کړي.

نن محمد نبي عيسی خېل سره بخت ياري ونکړه او له لسو منډو جوړولو وروسته ال بي ډبليو شو.

په لومړۍ پاڼۍ کې که افغانستان مخکې شي نو شپږ ګران بيه نمرې به تر لاسه کړي چې پايلوبې ته د ورنږدې کېدو لپاره ورته تر بل هر وخته ډېره اړتيا لري.

د لوبې بشپړې شمېرنپاڼې لپاره دلته ټک ورکړه.

نن په ډېر شمېر کې افغانان هم د ملي لوبډلې ملاتړ لپاره لوبغالي ته رسېدلي وو. په سکاټلينډ کې د افغاني ټولنې مشر محمد اصف وايي چې نن یې لوبغالي ته د ډېر افغانانو سره ځان رسولی و او د ګران هېواد ملي لوبډلې ملاتړ یې وکړ.

اصف زياتوي چې ((زموږ هلکانو نن ښه لوبه وکړه او دعا کوو چې همداسې ښې لوبې ته دوام ورکړي)).

د لوبې نور انځورونه (د کرکټ نړيواله شورا او په سکاټلينډ کې افغاني ټولنې له خوا(  د دې ليکنې کيڼې خوا ته کتلی شئ.

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ننۍ لوبه د لاندې ويبپاڼې له خوا په ويډيو کې هم ښودل کېږي:

لوبه د کمپيوتر په ښيښه په ژوندۍ بڼه

په لوبه ژوندۍ ويناوې او شمېرپاڼې:

د کرکټ نړيواله شورا ژونۍ شمېرپاڼه

په کرک انفو د لوبې ژوندۍ شمېرپاڼه

په کرکټ يورپ د لوبې ژوندۍ شمېرپاڼه او وينا

نن افغانستان دسکاټلینډ سره څلور ورځینۍ لوبه پيلوي. لوبه به تر ۱۴ د اګست پورې دوام کوي.

لوبه د سکاټلینډ په وخت د سهار په ۱۱ بجې چې د افغانستان د ماسپښين د ۲:۳۰  بجې سره سمون خوري پېل کېږي.

روزونکی حاجي کبیر خان وايي چې ملي لوبډله په ذهني توګه تیاره ده، او هر کله چې لوبغاړی په ذهني توګه تیار وي لوبه کول ورته هم اسانه وي.

افغانستان د انټر کانټینټل په جام کې اوس دریم مقام لري، سکاټلینډ لومړی مقام چې ۶۹ نمرې يې دي، زمبابوی دویم مقام چې ۶۳ نمرې یې دي او افغانستان دریم چې ۵۷ نمرې لري او د درې واړه لوبډلو دوه دوه سیالۍ لا پاتې دي.

افغانستان ته د ننۍ لوبې ټولې شل نمرې لاس ته راوړل اړين دي. په لومړۍ پاڼۍ کې هم بايد مخکې شي (چې ۶ نمرې واخلي) او لوبه هم بايد وګټي (چې ۱۴ نمرې واخلي). که افغانستان د دې لوبې ټولې نمرې ترلاسه نه کړي، نو زيمبابوی او سکاټلينډ چې دا مهال ترې مخکې دي امکان لري چې پايلوبې ته ووځي چې په نومبر کې به په اماراتو کې ترسره کېږي.

په دې سيالۍ کې د افغانستان د برخليک او د لوبې د اصولو په اړه زموږ بشپړه شننه دلته ولولئ.

د کساټلينډ خلاف لوبه کې افغان لوبډله:

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په اعلان شوي ليست کې لاندې پنځلس نومونه د سکاټلينډ د لوبې لپاره اعلان شوي دي:

کپتان نوروز منګل، مرستيال کپتان کريم خان صادق، محمد نبي، حميد حسن، ميرويس اشرف، محمد شهزاد، سميع الله شينواری، نور علي ځدراڼ، اصغر ستانکزی، شاپور ځدراڼ، عبدالله مزاري، نور الحق، محمد جاويد احمدي.

خالقداد نوري د ويزې له نه لرلو له کبله ونه شو کړای د ملي لوبډلې سره سفر وکړي. د افتاب عالم نوم د کرکټ د نړيوالې شورا په ويبپاڼه نه ښکاري.

افغانستان د دې سفر په ترڅ کې دوه یو ورځنۍ لوبې هم سکاټلينډ سره لري چې  په ۱۶ او ۱۷ اګست به یې تر سره کوي.

موږ سره په لوبه خپلې تبصرې د لاندې کړکۍ له لارې شريکې کړئ.