د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سکاټلينډ کې د ملي لوبډلې نمانځنه وشوه

کرکټ څانګه 11.08.2010 10:25

په سکاټلينډ کې مېشتو افغانانو د تېرې دوشنبې په ورځ ماښام افغان ملي لوبډلې ته بلنه ورکړه او ویې نازوله. په سکاټلينډ کې د افغانانو د ټولنې مشر محمد اصف ټول افغان ته وويل چې دا غونډه د دې ټولنې له خوا ترتيب شوې وه.

محمد اصف زياتوي چې په غونډه کې په سکاټلينډ کې ډېر شمېر افغانان او سيمه ييز سياستوال چې شمېر یې سلو کسانو ته رسېده حاضر وو. د دوشنبې په ورځ یې د ملي لوبډلې سره افغانانو ماښامنۍ لرله او د سې شنبې په ورځ یې ملي لوبډله له تمرين څخه وروسته د Ayr د سيمې سمندرغاړې کې ميلمه کړه.

په سکاټلينډ کې د افغان ټولنې مشر وايي چې ((د لوبډلې د ملاتړ په موخه به سټيډيم ته په لوی شمېر کې ځو او افغان اتلانو ته به چېغې وهو. مو الله پاک ته دعا کوو چې زموږ لوبډله یې وګټي.))

د يادونې ده چې افغان لوبډله دا مهال په سکاټلينډ کې ده چې په ترڅ کې به یې د سکاټلينډ سره يوه څلور ورځنۍ او دوه یوه ورځنۍ لوبې کوي.

د غونډې انځورونه به وروسته په ليکه شي.