د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

درمضان دمياشي ځانګړتياوي

عصمت الله عزام 10.08.2010 21:37

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:

درمضان المبارک مياشت دمغفرت،رحمت او له دوزخه دخلاصون مياشت ده . دامياشت دالله پاک د تحفو، احساناتو او ورکړومياشت ده .

دامياشت ځيني داسي ځانګړتياوي لري چي په نورومیاشتوکي نشته، چي هغه ددې مياشتي په اهميت باندي دلالت کوي هغه دادي :

{1}ددغي میاشتي يولوی خاصيت دادی چي  په دې مياشت کي الله رب العزت قرآن عظيم الشان نازل کړی دی الله تعالی فرمايي:

شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ

مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَان، فَمَن شَهدَمنکُمُ الشَهرَفَااليَصُمهُ ،وَمَن کَان مَريضًااَوعَلی سَفَرٍفَعدَةٌ من اَيَامٍ اُخَرٍ،يُريدُاللهُ بکَمَ اليُسرَوَلَايُريدُبکُمُ العُسرَ، وَلتُکملُواالعدَةَ وَلتُکَبرُواللهَ عَلَی مَاهَدَاکُم وَلَعَلَکُم تَشکُرُونَ(البقرة:185)

ِ {رمضان هغه مياشت ده چي په هغې کي قرآن نازل کړی شو،چي دانسانانولپاره له سره ترپايه هدايت دی،اوداسي څرګندي لارښودني پکې دي چي دسمي لاري ښوونکې اودحق اوباطل يوله بله بېلوونکي دي،له دې کبله څوک چي له دې وروسته دامياشت ومومي،پرهغه لازمه ده چي داټوله مياشت روژه ونيسي،اوکه څوک ناروغ يامسافروي،هغه دي په نوروورځوکي دروژوشمېرپوره کړي.

الله پرتاسواسانتيا راوستل غواړي،سختي راوستل نه غواړي،له دې امله تاسوته داطريقه ښودل کيږي ترڅوتاسودروژوشمېرپوره کړی شئ

اوپرکوم هدايت چي الله تاسوسرلوړي کړي يئ،پرهغه دالله لويي وستايئ اوشکرکوونکي واوسئ}

قرآن کريم ددې امت دستوراوقانون دی،داکتاب دانسانانودهدايت اولارښوونولپاره رالېږل شوی دی، دحق اوباطل ترمينځ توپيرپه دې کتاب سره کيږي اوالله رب العزت ته دنږدې کېدوترټولوغوره اولنډه لارده .

{2}په دې مياشت کي دجنت دروازې خلاصيږي .

{3}ددوزخ دروازې بنديږي .

{4}په شيطانانوکي سرکش اوزيات نافرمان په دې مياشت کي تړل کيږي،هغوی په دې مياشت کي هغوکاروته لاس رسی نه لري،کوموته يې چي مخکي لری .

په حديث کي راغلي دي :

کله چي رمضان داخل شي،نوداسمان دروازې خلاصي شي،ددوزخ دروازې بندي شي اوشيطانان وتړل شي .

په يوه روايت کي داسي دي  چي کله رمضان راشي،دجنت دروازې خلاصي شي(بخاري)

سوال دادی چي په دې مياشت کي شيطانان تړل کيږي نوبياولي خلګ ګناوي کوي،په دې مياشتي  کي خوځيني خلګ ترنورومياشتوزياتي ګناوي کوي داولي؟

ددې خبري

يوځواب دادی چي ټول شيطانان نه تړل کيږي،يوازي سرکش تړل کيږي،لکه څنګه چي په ځينورواياتوکي دسرکشوذکرراغلی  دی.

نورواړه شيطانان خلاص وي .

{2}شيطانان په دوه قسمه دي،جني اوانسي.

جني خووتړل شي،انسي(انساني)شيطانان خلاص وي،هغوی خپل فعاليت جاري ساتي .

{3} دګناهونودکېدلوسبب يوازي شيطانان نه دي،بلکي دانسان نفس دی،نوري فتنې دي.چي هغه انسان ګناه ته هڅوي،چي هغه ډېري زياتي دي.

{ٰ4} ډېرانسانان دګناهونوسره  عادت شوي وي،نودوی دعادت پربناء

هغه ګناوي په دې مياشت کي هم کوي.

لکه  څنګه چي حيوانان دعادت پراساس خپل کورته ځانونه  سم رسوي،همداراز شيطان هم ډېرانسانان په ګناهونوعادت کړي دي،اوس که شيطان نه وي،بياهم دوی خپله وظيفه په پوره توګه  اداکوي.

دادګناهونوعلتونه دي.

که څوک دټولوشرائطواوآدابومطابق روژې نيسي،هغه به انشاءالله تعالی  له ډېروګناهونومحفوظ شي .
{5}په دې مياشت کي دښوکارونوثواب څوچنده زيات وي .

{6}څوک چي په دې مياشت کي روژاتي ته روژه ماتی ورکړي،دده هم دهغه په څېرثواب کيږي،پرته له دې چي دروژاتي ثواب  کم کړل شي

(ترمذي حسن صحيح)

{7}په دې مياشت کي دليلة القدر(دقدرشپه)ده چي ترزرومياشتوغوره ده اوهغه مبارکه شپه ده چي دراتلونکي کال په اوږدوکي چي کوم کارونه ترسره کيږي،دهغوټولوپرېکړي اوليکني  په دې شپه کيږي .په حديث کي دي  چي

څوک  ددې شپې له خيره محروم شو،هغه  يقيناله ډېرلوی خيرڅخه محروم شو(احمد،نسائي وهوحديث صحيح)
په بل حديث کي راغلي دي چي څوک دقدرپه شپه عبادت وکړي،په داسي حال کي چي ايمان لري اوثواب يې ګڼي(دثواب په نيت يې کوي،بل غرض يې نه وي)ټول مخکيني ګناهونه به وروبخښل شي(متفق عليه)

دادالله پاک يوډېرلوی احسان دی چي په ډېرلږعمل باندي ډېرزيات ثوابونه ورکوي.

{8}په دې مياشت کي ملائکي ډېري زمکي ته راکښته کيږي .

{9}په دې مياشت کي پېشنمی کيږي،چي ددې اُمت ځانګړتياده.

لکه څنګه چي په حديث کي راغلي دي چي زموږاوداهل کتابودروژوترمنځ توپيردپېشنمي په خوراک سره دی(مسلم)

بياپه دې پېشنمي کي پردې برسېره  چي روژه سړي ته  اسانيږي،نورهم ډېرثوابونه اوفائدې  شته په حديث کي راغلي دي:تسحروفان في السحوربرکة(متفق عليه)

پېشنمی کوئ ځکه په پېشنمي کي برکت دی .

{10}په دې مياشت کي دبدرمشهوره غزاشوې ده .

داهغه غزاده چي دمؤمنانودملاتړلپاره ملائکي راکښته شوې چي په پايله کي  فتح اوکاميابي دمؤمنانوپه برخه شوه،مشرکان شرمېدلي اوماتي خوړلي له ميدانه وتښتېدل.

{11}درمضان دمياشتي يوه ځانګړتياداهم ده چي په دې مياشت کي مکه مکرمه فتح شوه.

ددې فتحي په ترڅ کي داسلام رڼادنړۍ ترټولوبرخوخپره شوه .

{12}په دې مياشت کي عُمره دومره ثواب لري لکه څوک چي درسول الله صلی الله عليه وسلم سره په ملګرتياکي حج اداکړي .په حديث کي دي :

په رمضان کي عمره دحج سره برابره ده(يايې داسي ويلي)زماپه ملګرتياکي دحج  سره برابره ده .(بخاري،مسلم)

{13}په دې مياشت کي تراويح شته چي مسلمانان ورته راجمع کيږي اوپه

جماعت سره يې اداکوي چي  داهم يوازي په روژه کي وي .

{14}ددې مياشتي روژه داسلام يورکن دی،له دې روژونيولوپرته څوک  پوره مسلمان نشي جوړېدای .

څوک چي يې له فرضيت څخه منکرشي هغه کافرکيږي .

{15}په دې مياشت کي دخيرکارونه هم ډېروي،دخيرکوونکي هم زيات وي،خلګ مسجدونوته ځي،په دومره اندازه کي چي په نورومياشتوکي هغومره نه ځي .

علماءکراموفرمايلي دي چي  هغه ډېربدخلګ دي چي الله پاک يوازي په رمضان کي پېژني،

په نورومياشتوکي يې  نه پېژني،عبادت يې په نورومياشتوکي نه کوي،داحکاماتوپرواه يې نه لري .

بايدمسلمان داسي ځان جوړکړي چي ټول کال دالله پاک تابعدارواوسي .

ديوازي رمضان عبادت هم دانسان لپاره بس نه دی،نه يوازي په دې میاشت سړی خلاصېدی شي .

په هروخت کي  انسان ته دالله احکامات متوجه دي،دهغوضائع کول ګناه اودبدمرغۍ لامل دی .

{16}په دې مياشت کي ګناهونه بخښل کيږي  لکه څنګه چي په حديث کي راغلي دي:

پنځه لمونځونه،يوه جمعه تربلي پوري اويورمضان تربل پوري دهغوګناهونولپاره ختموونکي دي چي ترمينځ يې شوي وي، خو(په دې شرط )چي له کبائرو(لويوګناهونو)ځان ساتل شوی وي(مسلم)

دکبيرې ګناه لپاره توبه شرط ده،هغه له توبې پرته  نه بخښل کيږي،صغيرې(وړې)ګناوي په روژه اونوروعباداتوسره  بخښل کيږي.

{17}په دې مياشت کي خلګ تربل هروخت ډېرسخيان وي،له کنجوسانوهم سخيان جوړيږي، داهرچاته معلوميږي .

عبدالله بن عباس رضي الله عنهافرمايي:چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  ترټولوخلګوزيات سخي وواوپه رمضان کي به تربل هروخت ډېرسخي وو(بخاري)

الله پاک دي توفيق راکړي چي ددې مبارکي مياشتي روژې اوعبادات په ښه توګه ترسره کړواوپه خپل لوی دربارکي يې رانه قبول کړي

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين