د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان او سکاټلينډ څلور ورځنۍ لوبه سبا چارشنبه پيل کېږي

کرکټ څانګه 10.08.2010 15:50

د ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکی محمد نبي او اصغر ستانکزي ته په بیټ د توپ د تاوولو یا کټ کولو چل ښائي ( انځور عبدالرحیمزی) سکاټلینډ

سبا سهار د سکاټلینډ په وخت ۱۱ بجې چې د افغانستان د ماسپښین د ۲:۳۰ بجې سره سمون خوري افغانستان دسکاټلینډ سره څلور ورځینۍ لوبه پېل کوي.

د ملي لوبډلې روزونکي حاجي کبیر خان وايي چې ملي لوبډله سبا څلور ورځینۍ سیالۍ ته په ذهني شکل تیاره ده، او هر کله چې لوبغاړی په ذهني شکل تیار وي لوبه کول ورته هم اسانه وي.

کبیر خان وویل چې د انټر کانټینټل سیالیو ته د ملي لوبډلې تمرینونه سره اورښتونه تړلي و، په ننګرهار کې د اورښت سره سیلاب هم و، په کابل کې یوه ویکټه وi چې ټولو لوبغاړو ته د تمرین کافي وخت نه رسیده او په سکاټلینډ کې هم د بارانونو موسم دی.

د ملي لوبډلې مدیر نظیم جار عبدالرحیمزی وویل چې نن له سهاره اورښت دوام لرلو او اورښت د لږ وخت لپاره نه و چې لوبغاړو په کې تمرين وکړ.

د افغانستان ملي لوبډله د انټر کانټینټل کرکټ جام د سیالیو په پړاو کې لومړۍ څلور ورځینۍ سیالي  د  سکاټلینډ سره د اګست په یولسم یعنې سبا چارشنبه پېل کوي او  تر ۱۴ د اګست پورې دوام کوي، دوه نورې یو ورځنۍ سیالۍ به د همدې هیواد سره  په ۱۶ او ۱۷ اګست تر سره کوي.

افغانستان د انټر کانټینټل په جام کې اوس دریم مقام لري، سکاټلینډ لومړی مقام چې ۶۹ نمرې يې دي، زمبابوی دویم مقام چې ۶۳ نمرې یې دي او افغانستان دریم چې ۵۷ نمرې لري او د درې واړه لوبډلو دوه دوه سیالۍ لا پاتې دي.

د دې سيالۍ په اړه:

د سکاټلينډ سره څلور ورځنۍ لوبه د کرکټ د نړيوالې شورا د انټرکانټننټل لوبو په ترڅ کې ترسره کېږي چې له افغانستان برسېره په کې شپږ نور هېوادونه (زيمبابوی، هالينډ، ايرلينډ، کاناډا، کينيا، او سکاټلينډ) برخه اخلي. دا شپږواړه هېوادونه د یوې ورځنۍ لوبو حیثیت هم لري.

دانترکانتننټل سيالي په ۲۰۰۹ کال کې پيل شوې او د ۲۰۱۰ کال په نومبر کې به پای ته رسي چې پايلوبه به یې په عربي متحده اماراتو کې ترسره کېږي. 

د دې لوبې اصول:

د دې لوبو اصول داسې دي چې هره لوبډله دوه وارې منډې جوړوي (يانې دوه پاڼۍ لوبه کوي). دواړه سره جمع کيږي او د هرچا چې زياتې وي نو هغه يې ګټي.

د بېلګې په توګه: که سکاټلينډ په لومړی پاڼۍ کې ۱۵ منډې وکړي او افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۰ وکړي. افغانستان د ۵ منډو برتري لري. سکاټلينډ بيا منډې کوي. د بېلګې په توګه که يې په دوهمه پاڼۍ کې ۳۰ وکړي نو مانا دا چې د افغانستان د ۵ منډو قرض يې ورخلاص کړ او ۲۵ +۱ يې د بري لپاره هدفه وټاکه. افغانستان به بيا ۲۶ منډې کوي ترڅو بری تر لاسه کړي. خو دا چې افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې مخکې و نو ۶ پواينټونه یا نمرې اخلي. دا چې لوبه یې وګټله نو ۱۴ نمرې نورې هم اخلي چې ټولې ۲۰ نمرې کېږي.

موخه مو دا ده چې د لومړۍ پاڼۍ دمنډو زياتوالی او کموالی پر دوهمه پاڼۍ تاثير اچوي خو مانا يې دا نه ده چې که يوه لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلې سيالې لوبډلې څخه وړاندې وي، هغې ګټلې ده. د دواړو پاڼيو (يا څلور ورځو) په پای کې به پته لګېږي چې لوبه چا ګټلې ده.

که لوبه مساوي اعلان شي هر ه لوبډله به ۳، ۳ نمرې اخلي. او که څوک په لومړۍ پاڼۍ کې مخکې و خو لوبه یې بايلوده، ۶ نمرې اخلي.

تر اوسه افغانستان لاندې هېوادونو سره لوبې کړي دي او ټولې ۵۷ نمرې لري:

لوبه لومړۍ پاڼۍ کې مخکې د لوبې ګټونکی د افغانستان د نمرو حساب د افغانستان ټولې نمرې
افغانستان - زيمبابوی افغانستان (۶ نمرې) لوبه مساوي پای ته ورسېده. هره لوبډله (۳) نمرې ۶+۳ ۹
افغانستان - هالينډ هالينډ (۶ نمرې) لوبه افغانستان وګټله (۱۴ نمرې) ۲۰ - ۶ ۱۴
افغانستان - ايرلينډ افغانستان (۶) نمرې لوبه افغانستان وګټله (۱۴) نمرې ۶ + ۱۴ ۲۰
افغانستان - کاناډا کاناډا (۶) نمرې لوبه افغانستان وګټله (۱۴) نمرې ۲۰ - ۶ ۱۴
ټولې نمرې     ۹+۱۴+۲۰+۱۴ ۵۷