د قرآن کریم د حفظ او حسن قراءت مسابقه
10.08.2010 09:53د رمضان المبارك په مناسبت د قرآن کریم د حفظ د مسابقې اعلان
د قرآن کریم د حفظ او حسن قراءت مسابقه
دافغانستان اسلامي فرهنګي مرکز لکه د نورو کلونو په څير سږ کال يو وارې بيا درمضان المبارک اوقرآن کريم ددرنښت او يادښت په مناسبت د حفظ او حسن قراءت سيالي اعلانوي چې ممتازوګډون کوونکولپاره په زړه پورې جوايزپه نظرکې نيول شوېدي.
مسابقه کې د ګډون شرائط :
١-ګډون کوونکې بايد نارينه وي .
٢- عمر يې د شلو کلونو څخه کم وي .
٣-د حفظ مسا بقه کې ګډون کوونکې بايد دبشپړقرآن حافظ وي.
٤-په ټاکلې وخت يې ثبت نام کړې وي.اود انتخاب په ازموينه کې بريالې اعلان شوې وي.
ثبت نام : هره ورځ: دسهار د ٩ بجو څخه تر مازيګر ٦ بجو پورې
د انتخاب ازموينه : د سنبلې د مياشتې 1- 2 نيټه چې د اګست د مياشتې ٢٣ او ٢٤ نيټې سره برابره ده. د سهار په ٩ بجوپیل کیږي .
د مسابقې نيټه : د رمضان المبارک ١٧ نيټه د ماسپښين دوه بجې
ځاى : ارباب روډ ، عثمانيه لين
دافغانستان اسلامي فرهنګي مرکز
تلفون: 5852795-091

