د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سکاټلینډ کې هم ملي لوبډه اورښتونه تمرینونو ته نه پريږدي

کرکت څانګه 09.08.2010 16:11

نن په سکاټلینډ کې هم د افغان ملي لوبډلې د تمریننو مخه اورښتونو ډب کړې ده، د ملي لوبډلې مدیر نظیم جار عبدالرحیمزی وايي چې نن په سکاټلینډ کې باران و، لوبغاړي نن هغه لوبغالي ته تللي و چې په کوم باندې د افغانستان ملي لوبډله د سکاتلینډ سره څلور ورځینۍ سیالي پرې کوي  خو لوبغاړي باران پرینښودل چې تمرین وکړي، نن د لوبډلې روزونکو لوبغاړو ته په جیم کې د بدني روزنې تمرینونه ورکوي او له جیم څخه وروسته به ټول لوبغاړي په اوبو کې تمرینونه کوي. 

   

پرون ورځ لوبډلې کافي تمرین کړی خو نن یې تمرین ته اورښت نه پریږدي، په اونځور کې راشد لطیف اصغر ستانکزی ته د اوږدې لوبې تخنیکونه ورپیژني

د انټرکانټینټل سیالیو لپاره افغان ملي لوبډلې په ننګرهار کې د تمرین کمپ د تېرې میاشتې په ۲۵ نېټه ترتیپ کړی و خو هغه هم اورښتونو او سیلابونو خراب کړ، داسې ښکاري چې ملي لوبډله سره اورښتونه سم ګرځي او نه يې پریږدي چې د انټرکانټینټل سیالیو لپاره تیاری ونیسي.

             

حاجي کبیر خان د ملي لوبډلې لوبغاړي حمید حسن ته د توپ اچونې نوې تخنیکونه زده کړه ورکوي

د افغانستان ملي لوبډله د انټر کانټینټل کرکټ جام د سیالیو په پړاو کې لومړۍ څلور ورځینۍ سیالي  د اګست له ۱۱ څخه  تر ۱۴ اګست پورې د سکاټلینډ سره کوي دوام کوي، دوه نورې یو ورځینۍ سیالۍ به د همدې هیواد سره  په ۱۶ او ۱۷ اګست تر سره کوي.