دیمو ګرافي اود نفوسو تحلیل
05.02.2005 03:00تردغه سرلیک لاندې کتاب چې لیکوال یې ښاغلی پوهاند محمد بشیر ًً دودیال ًً دی په دې وروستیو کې چاپ شوی . کتاب ۲۶۰ مخه لري او په اتو څپرکیو وېشل شوی چې ټول ۳۸ سرلیکونه لري او دغه موضوعګانې پکې څېړل او تشرېح شو ي دي :
. دیمو ګرافي او دنفوسو دتحلیل پېژندنه ، مانا او مفهوم .
. دیمو ګرافي اودنفوسو دتحلیل مطالعي میتود اودنفوسو په هکله دعلمي مالوماتو سیستم .
. ددیمو ګرافیکي احصائیو او ارقامو عمده منابع .
. دوګړ شمېرنې پېژندنه ، پړاوونه ، دارقامو تحلیل اودنفوسو دتغیراتو اجزا او داسې نور .