د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د رحمتونو مياشت ته ښه راغلاست وايو

زاهد جلالي 04.08.2010 17:00

ليکوال: عبد الحميد بنداري
ژباړن: زاهد جلالي

مسلمانان د ځمکې په هره برخه کې د الله جل جلاله د ارزښتناکې ډالۍ لپاره تيارى نيسې، د الله جل جلاله دا ارزښتناکه ډالۍ روژه ده چې د ټولو مسلمانانو زړونه يې راتلو ته ډير تږي دي او د دي الهي ډالۍ د استقبال لپاره ډير څه کوي.

د حيرانتيا خبره خو داده چې ټول مسلمانان، په مختلفو رنګونو، عاداتونو او په مختلفو طائفو کې د داسې يو قيمتې ميلمه ښه راغلاست کوي، دا ډيره د حيرانتيا خبره ده... دا هغه مياشت ده چې شيطانان پکې تړل کيږي، د جنت ورونه پکې بيرته کيږي او دا خداي ته د نيږدي کيدو مياشت ده، پدي مياشت کې د نيکو عملونو ثواب او اجر نسبت نورو مياشتو ته ډير وي.
نو تبريک دې وي، تبريک دې هغه چاته چې له همدا اوس څخه يې د روژي مبارکې مياشت ته تياري نيولي وي او هغه چاته دي مبارک وي چې دغې مياشتې ته ښه تيار وي او په ښه ډول يې استقبآل کړي.

اوس راځئ د دي مبارکي مياشتي د راتلو په اړه ځنې اعمال د ځان لپاره وضع کړو ترڅو الله ته په دي مياشت کې لاهم نيږدي شو، له الله څخه غواړم چې موږ او تاسې سره د دې اعمالو په ښه اجرا کولو کې مرسته وکړي او د دي پوره پوره اجرونه راکړي.

لومړى: شخصې

١ – قرآن سره اوسيدل د لوستلو او پکې د فکر کولو له لارې، الله جل جلاله فرمايې: ﴿شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآَنُ﴾ (البقرة: من الآية 185). ژباړه: د روژى مياشت هغه مياشت ده چې قران پکې نازل شوى.
الله تعالى فرمايې: ﴿إِنَّ هَذَا الْقُرْآَنَ يَهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ..﴾ (الإسراء: من الآية 9).
ژباړه: بيشکه دا قرآن هدايت کوي د سمې لاري (نيکو کارانو ته).

٢ –جومات ته تلو باندې حرص، يعنى لمونځونه په جماعت سره اداء کول، سنت لمونځونو باندې حرص او د نوافلو اداء کول. الله تعالى فرمايې: ﴿ذَلِكَ وَمَنْ يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِنْ تَقْوَى الْقُلُوبِ (32)﴾ (الحج).
ژباړه: دا حکم مو واوريد (يا امر هم دا دي چې تير شو) او هر چا چې تعظيم وکړ د علايمو د (دين د) الله چې د حج افعال، د هداياو څربول او نور عبادت دى پس بيشکه دا (تعظيم) له (افعالو د خاوندانو د) د تقوى د زړونو دى.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې: ".. ولا يزال عبدي يتقرَّب إليّ بالنوافل حتى أحبه..".
ژباړه : هميشه ده چې زما بنده ماته نزديکت کوى په نفلونو سره تردې چې خوښ يې کړم .

٣ – د روژى ماتولو پرمهال اسلامې دعوت ته، دفلسطين دغزي وروڼو خويندو ته او اسلام او مسلمانانو ته د سرلوړۍ او کاميابۍ د عاګانې کول. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې: "للصائم دعوة لا ترد".
ژباړه: د روژتې دعا نه رد کېږي.

٤ – د سهار د لمانځه له اداء کولو څخه وروسته په جومات کې ناسته، تلاوت کول، استغفار ويل د ضحى تر لمانځه پورې –خير که په هفته کې دوه ځله هم کيناستې- ترڅو د يو حج او يوي عمري پوره پوره اجر او ثواب ترلاسه کړي.

٥ – له اوسه د روژى د لسو اواخرو د اعتکاف لپاره تيارى نيول. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې: "مَن قام ليلة القدر إيمانًا واحتسابًا غُفر له ما تقدَّم من
ذنبه"
ژباړه : څوک چې دليلة القدر دشپى لپاره (دلمانځه) په موخه پورته شي مؤمن کامل وي او دثواب نيت ورسره وي ټوله هغه گناهونه چې ده مخکې کړى وى ورته معاف کيږي .

دوهم: د کورنۍ په اړه

١ – کوښښ وکړه چې خپله کورنې –ښځه او ماشومان- د قران او ذکر په حلقاتو کې يې کينوي. الله تعالى فرمايې: ﴿فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُوا لِي وَلَا تَكْفُرُونِ (152)﴾ (البقرة).
ژباړه: نو ياد کړئ (تاسې) ما (په قلبې او بدنې طاعت سره) نو زه به هم ياد کړم تاسې (په ثواب سره) او شکر وباسئ! ما ته په (طاعت سره) او مه کافران کيږئ په ما باندي ( په ګناه سره).

٢ – د کورنۍ يوه غړى ته مسوليت ورکول چې د روژه ماتې پر وخت د روژى په اړه څه ووايي.

٣ – په روژه کې رحم ډير کړه، د خپلوانو پوښتنه کوه، که نيژدې وي کورته يې ورشه او که ليرې وي تليفون ورته وکړه او ځان دي د هغوى له حاله خبر کړه. الله تعالى فرمايې: ﴿وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ﴾ (النساء: من الآية 2).
ژباړه: او وويريږي تاسي له الله هغه (الله) چې سوال کوئ تاسې يو تربله په (نامه د) ده سره او (وويريږئ له پريکولو) د خپلوي څخه.

٤ – له ګاونډيانو سره اړيکې ټينګول، د هغوې کورونو ته ورتلل او هغوي ته د روژى د مبارکې مياشتې ډالۍ ور وړل رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې: "تهادوا تحابوا".ژباړه: يو بل ته ډالې ورکړي مينه مو ډيريږې.

٥ – د روژه ماتې لپاره د خپلوانو کله نا کله د ګاونډيانو دعوت کول، ډير تکليف ويستل اړين ندي، عادي خوراک تياروۍ خو خلک دعوت کوي.

دريم: د ماشومان په اړه

١ – خپل اولادونه په مسجد کې د پاتې کيدو لپاره هڅول.
٢ - اولادونو ته پيسې ورکول چې په خيريه کارونو کې يې ولګوي او يا هغه چاته يې ورکړي چې روژه تيانو ته پري خوراک برابروي.
٣ – خپل اولادونه د جماعت سره په لمونځ اداء کولو هڅول او د تهجد لمونځ په اړه ورته سپارښتنې کول. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې: "كلكم راعٍ وكلكم مسئول عن رعيته".
ژباړه: هريوله ستاسو څخه شپون دى او هريوله ستاسو څخه دخپل رعيت مسول دى.
٤ – د روژى په مياشت کې په اولادونو باندي د کمپيوټر او تلويزيون کتل لږ کول او اطاعت او عبادت ته د هغوي متوجه کول.
٥ – د روژې د رحمتونو په مياشت کې د فردي دعوت راژوندي کول، مثلا ستا ځامن دې خپلو ملګرو ته دعوت ورکوي او ته خپلو ملګرو ته ځکه چې: "لأن يهدي الله بك رجلاً واحدًا خيرٌ لك من الدنيا وما عليها".
ژباړه: که چيرته الله پر تا يو شخص ته هدايت وکړي دا تاته له دنيا او څه چې پکې دي بهتر دى.

ګرانه وروره!

همدا اوس د دي کارونو په پيلولو پسې ووځه، ځکه روژه ډيره نيږدي شوي او ژر به راورسې... عمر همداسي تيريږي...جنت دي وي هغه چاته چې روژي ته ښه تيارى لري، که خلک پدي وپوهيدل چې روژه دومره د اجر او ثواب مياشت ده نو هيله به يې کړي واى چې ټول کال روژه واي.