د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ننګرهار کې د شینواري هارډ بال کرکټ جام سیالیو ټورنمټ پېل شو

کرکټ څانګه 03.08.2010 14:19

په ننګرهار کې  ولسي جرګې ته نوماند ډاکټر رحمت ګل پتیلې چې د مارکو په شهرا لوبغالي کې  د ۸ لوبډلو تر منځ د شینواري سخت توپ په نامه د کرکټ سيالي جوړه کړي.

د سيالۍ د پېل وخت نن درې بجې و چې د مارکو شهرا لوبډله به له مهمندرې لوبډې سره سیالي کوي.

د دې سيالۍ مسئول تحصیل خان وايي چې په دې سيالۍ کې د لعل پورې، مهمندرې، اچین، غني خیل، دوربابا، مارکوشهر، شاهین شینواري او د ننګرهار د اکاډمۍ لوبډلې سيالي کوي.

په کرکټ بورډ کې د افغانستان د کرکټ تخنیکې مسئول هستي ګل عابد وايي که چیرته په هر ولایت کې داسې سیالۍ وشي نو ډیر پیاوړي لوبغاړي به په کرکټ کې خپل استعداد ثابت کړي.