د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ بورډ د لوبې ۲۲ قوانين تصويب او اعلان کړل

کرکټ څانګه 03.08.2010 16:07

د ا لومړی ځل دی چې د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ قوانین تصویبوي

د افغانستان کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې د ملي لوبډلې لوبغاړو ته یې د کرکټ کولو قوانين يا Code of Conduct واوراوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا تيار شوي ۲۲ قوانين د کرکټ بورډ اجرايوي مشر ډاکتر حامد شينواري لوبغاړو په کابل کې د کرکټ بورډ په مرکزي دفتر کې د يوې ناستې په ترڅ کې روښانه کړل.  

د کرکټ دغه ۲۲ قوانین ټول د کرکټ د نړیوالو قوانینو له مخې د افغانستان کرکټ جوړ کړي، په قوانینو کې اساسي مادې دادې چې لوبغاړي باید د د کرکټ د لوبو قوانینو ته احترام ولري او پلي يي کړي، همدارنګه په قوانینو کې راغلي چې د هېواد او د خپلو مشرانو احترام ساتل د هر لوبغاړي دنده ده.

د کرکټ پو قوانينو کې په دې ټينګار شوی چې لوبغاړي باید ډیر پام وکړي چې د سیاسي ډلو ښکار نشي او باید د افغانستان لپاره د سولې سفیران وي.

دا ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان ملي لوبډله به د پنجشنبې په ورځ له کابله سکاټلينډ ته د يوې څلور ورځنۍ او دوه یوې ورځنۍ لوبو لپاره سفر کوي چې د اګست تر ۱۸مه به دوام مومي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې ((د ملي لوبډلې لوبغاړو د دې قوانینو هرکلی وکړ او ټولو لوبغاو په ورین تندي پرې د منلو او پلي کولولاسلیکونه وکړل.))