د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پکتيا په سيالۍ کې د لوبډلې د غوره نوم لپاره په ټولپوښتنه کې برخه واخلئ

کرکټ څانګه 03.08.2010 10:11

 په پکتيا کې د سولې په نامه سيالي روانه ده او ۳۲ لوبډلې په کې برخه اخلي. څينې نومونه په کې ډېر پام راښکونکي دي، پاتې نورو ته په معذرت سره موږ لس نومونه غوره کړي دي چې تاسو ترې د خپلې خوښې غوره نوم ته رايه ورکړئ. تاسو رابلو چې په دې ټول پوښتنه کې برخه واخلئ او د خپلې خوښې غوره نوم وټاکئ:

که ليکلې تبصره لرئ دلته لاندې یې هم ليکلای شئ خو مهرباني وکړئ او له سکالو (موضوع) څخه مه وزئ او يواځې د نو په ښکلا او د ښکلا په لامل خبرې وکړئ. خو په ټولپوښتنه کې رايه ورکول مه هېروئ.

د رايه ورکولو لپاره د کرکټ په څانکه کې کيڼې خوا ته لاندې ټولپوښتنه پرته ده او يه هم لاندې تړاو ته ټک ورکړئ چې د رايې پاڼې ته ولاړ شئ. هر کمپيوتر يوه رايه ورکولی شي.

د ټولپوښتنې پاڼه

د لوبډلو نومونه په لاندې ډول دي:

پوهنتون

جهاد مېنه

اتفاق

شهید ډاکټر نجیب

خیبر

زمزم

افغان

عبدالشکور رشاد

پښتونخوا