د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په انټرکانټننټل سيالۍ کې د افغانستان برخليک

کرکټ څانګه 01.08.2010 14:31

افغانستان له یو کال راهيسي د کرکټ د نړيوالې شورا د لويو وچو يا انټرکانټننټل په لوبو کې لوبه کوي چې شپږ نور هېوادونه (زيمبابوی، سکاټلينډ، ايرلينډ، کينيا، کاناډا، او هالينډ) هم په کې شامل دي. په دې سيالۍ کې چې هر هېواد شپږ لوبې کوي دا مهال افغانستان په دويم مقام دی او دوه لوبې یې پاتې دي. دوه نورې لوبډلې چې د دې سيالۍ د ګټلو او له یو لک څخه د ډېرو ډالرو لاسته راوړلو چانس لري سکاټلينډ او زيمبابوی دي. د افغانستان چانس څومره دی چې دا سيالي وګټي؟

افغانستان تر دې مهال څلور لوبې کړي دي او دوه لوبې ورته پاتې دي چې یوه يې د اګست په ۱۱مه نېټه د سکاټلينډ سره په سکاټليند او بله یې د کينيا سره د دې هېواد په پايتخت نيروبي کې د اکتوبر په دويمه نېټه ده. افغانستان په څلورو لوبو کې له ۸۰ نمرو ۵۷ نمرې لاس ته راوړي دي او چانس لري چې د پاتې دوه لوبو ۴۰ نمرې د دې لوبو په ګټلو لاس ته راوړي او د سيالۍ پايلوبې ته - چې په اماراتو کې د نومبر په ۲۵مه نېټه ترسره کېږي - بريالی شي.

 سکاټلينډ چې تر دې مهاله د نمرو په جدول کې لومړی دی، په څلورو لوبو کې ۶۹ نمرې ترلاسه کړي او دوه نورې لوبې چې يوه یې د افغانستان او بله یې د زيمبابوی سره ده لري چې کولای شي په ګټلو یې خپلو نمرو ته ۴۰ نورې نمرې هم ورزياتې کړي.

زيمبابوی بيا درې نورې لوبې لري. په تېرو درې لوبو کې یې ۴۳ نمرې ترلاسه کړي او د نمرو په جدول کې دا مهال په درېم نمبر ولاړ دی. زيمبابوی چانس لري چې که پاتې درې لوبې وګټي، ۶۰ نورې نمرې خپلو نمرو ته ورزياتې کړي.

له پورته حسابه دا معلومولی شو چې افغانستان بايد پاتې دوه لوبې وګټي او د هرې لوبې د شلو نمرو د لاسته راړولو کوښښ وکړي، که نه پايلوبې ته وتل به یې سخت وي ځکه چې سکاټلينډ او زيمبابوی دواړه ډېر ښه چانسونه لري چې پايلوبې ته بريالي شي.

که افغانستان له پاتې دوه لوبو پوره نمرې لاس ته راوړي نو ټولې نمرې به یې ۹۷ ته وخېژي، په داسې حال کې چې که سکاټلينډ یوه بله لوبه (چې زيمبابوی سره یې لري) وګټي او ټولې نمرې یې واخلي نو نمرې به یې ۸۹ ته لوړې شي که دواړه وګټي نو نمرې به یې ۱۰۹ ته پورته شي.  د سکاټلينډ او زيمبابوی په لوبه کې به یې یوه لوبډله ګټي، که زيمبابوی یې وګټي او پاتې دوه لوبې له ايرلينډ او کاناډا څخه هم وګټي نو نمرې به یې  ۱۰۳ ته لوړې شي، خو که یوه هم بايلي نو نمرې به یې ۸۳ ته لوړې شي.

سيالي خورا سختې مرحلې ته ننوتې ده او افغانستان د پايلوبې د وتلو لپاره دوه مهمې لوبډلې (سکاټلينډ او کينيا) وهل په کار دي، که یوه لوبه هم وګټي او يا د هرې لوبې پوره شل نمرې خپلې نه کړي نو بيا د سکاټلينډ او زيمبابوی د لوبډلو چانس ډېرېږي چې په اماراتو کې پايلوبه وکړي.

بايد يادونه وکړم چې د لوبې د ګټلو تر څنګ په لومړۍ پاڼۍ کې مخکې کېدل هم خورا اړين دي ځکه چې د لوبې ګټل ۱۴ او په لومړۍ پاڼۍ کې مخکې کېدل ۶ نمرې لري. د ټولو ۲۰ نمرو لاسته راوړلو لپاره په لومړۍ پاڼۍ کې مخکې کېدل او لوبه ګټل اړين دي.

د دې سيالۍ په اړه:

د سکاټلينډ سره څلور ورځنۍ لوبه د کرکټ د نړيوالې شورا د انټرکانټننټل لوبو په ترڅ کې ترسره کېږي چې له افغانستان برسېره په کې شپږ نور هېوادونه (زيمبابوی، هالينډ، ايرلينډ، کاناډا، کينيا، او سکاټلينډ) برخه اخلي. دا شپږواړه هېوادونه د یوې ورځنۍ لوبو حیثیت هم لري.

دانترکانتننټل سيالي په ۲۰۰۹ کال کې پيل شوې او د ۲۰۱۰ کال په نومبر کې به پای ته رسي چې پايلوبه به یې په عربي متحده اماراتو کې ترسره کېږي. 

د دې لوبې اصول:

د دې لوبو اصول داسې دي چې هره لوبډله دوه وارې منډې جوړوي (يانې دوه پاڼۍ لوبه کوي). دواړه سره جمع کيږي او د هرچا چې زياتې وي نو هغه يې ګټي.

د بېلګې په توګه: که سکاټلينډ په لومړی پاڼۍ کې ۱۵ منډې وکړي او افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۰ وکړي. افغانستان د ۵ منډو برتري لري. سکاټلينډ بيا منډې کوي. د بېلګې په توګه که يې په دوهمه پاڼۍ کې ۳۰ وکړي نو مانا دا چې د افغانستان د ۵ منډو قرض يې ورخلاص کړ او ۲۵ +۱ يې د بري لپاره هدفه وټاکه. افغانستان به بيا ۲۶ منډې کوي ترڅو بری تر لاسه کړي. خو دا چې افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې مخکې و نو ۶ پواينټونه یا نمرې اخلي. دا چې لوبه یې وګټله نو ۱۴ نمرې نورې هم اخلي چې ټولې ۲۰ نمرې کېږي.

موخه مو دا ده چې د لومړۍ پاڼۍ دمنډو زياتوالی او کموالی پر دوهمه پاڼۍ تاثير اچوي خو مانا يې دا نه ده چې که يوه لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلې سيالې لوبډلې څخه وړاندې وي، هغې ګټلې ده. د دواړو پاڼيو (يا څلور ورځو) په پای کې به پته لګېږي چې لوبه چا ګټلې ده.

که لوبه مساوي اعلان شي هر ه لوبډله به ۳، ۳ نمرې اخلي. او که څوک په لومړۍ پاڼۍ کې مخکې و خو لوبه یې بايلوده، ۶ نمرې اخلي.

تر اوسه افغانستان لاندې هېوادونو سره لوبې کړي دي او ټولې ۵۷ نمرې لري:

لوبه لومړۍ پاڼۍ کې مخکې د لوبې ګټونکی د افغانستان د نمرو حساب د افغانستان ټولې نمرې
افغانستان - زيمبابوی افغانستان (۶ نمرې) لوبه مساوي پای ته ورسېده. هره لوبډله (۳) نمرې ۶+۳ ۹
افغانستان - هالينډ هالينډ (۶ نمرې) لوبه افغانستان وګټله (۱۴ نمرې) ۲۰ - ۶ ۱۴
افغانستان - ايرلينډ افغانستان (۶) نمرې لوبه افغانستان وګټله (۱۴) نمرې ۶ + ۱۴ ۲۰
افغانستان - کاناډا کاناډا (۶) نمرې لوبه افغانستان وګټله (۱۴) نمرې ۲۰ - ۶ ۱۴
ټولې نمرې     ۹+۱۴+۲۰+۱۴ ۵۷