د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زه دې نور نوم په ژبه نه اخلمه

سميع الله تړون 17.03.2005 03:00

د ځوان شاعر سمېع الله تړون دوېیمه شعري ټولګه ده ، چې ۸۳ مخه لري ، په ننګرهار کې دجګړې ضد افغاني ټولنې د ۲۰۰۰ ټوکو په شمېر چاپ کړې ، دکتاب په پښتۍ په کوچیانۍ جامه پوښلې دیوې پېغلې انځور لیدل کېږي ، چې په سترګوکې یې دشاعر دزړه درد له ورایه ښکاري .
عشقي شعرونه یې په ډېرې زړه چاودۍ او عاجزۍ ویلي ...

                                    

لکه چې وایي :

مادرله ټول عمر جانانه بندګي کړېده
ته بې وفایې تا خپل سرې زنده ګي کړېده
که ته مې سل ځله رټې خوزه بیاهم درځمه
لېونۍ مینه مې په خوښه دزړګي کړېده
که خدای مې نه بښي جانانه ګناهګار به یمه
ستا دروازه کې خو مې ډېره ملنګي کړېده
د تړون په دې شعري غورچاڼ کې دنوموړي هغه شعرونه هم شته کوم چې یې دنارنج ګل په مشاعره کې امریکا او کرزي ته ویلي وو .
ای په مشرق کې دمغرب واکداره
تانه دې پاک خدای دا زور واخلي
زما دخاورو کور دې لولپه کړ
ستادې دا سپینه ماڼۍ او راخلي
 

حامد کرزي ته نارنج ګل کې ویل شوی ( ۱۳۸۱ ) حمل :

بښنه غواړو ځان درپېژنوپه فهر نه شې
موږ داخیرن ، خیرن واړه دشهیدانو بچي
ښه فکر وکه پس له فکره داسې وګڼه چې
موږ هم یووخت وو د تکړه ، تکړه ځوانانو بچي
چې مشرانو یې په وینو باندې لوبې وکړې
موږ دهغو وطن پرستو افغانانو بچي
موږ لوڅې پښې ببر سرونه او مات ګوډ لاسونه
موږ په خواږه بدن د وسپنو ګولۍ خوړلي
ټول دټوخي له لاسه تنګ په نري رنځ اخته یو
موږ په پنجاب کې دپردو دلاس ډ وډۍ خوړلي
دمشرنوم مو نه خوښېږي له مشرانو توبه
زموږ مشرانو خو ز موږ په سر روپۍ خوړلي