د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دولت احمدزی د هېواد د کورني کرکټ مدير وټاکل شو

کرکټ څانګه 31.07.2010 16:50

کرکټ بورډ غواړي د دولت احمدزي له نړيوالې تجربې ګټه واخلي او کورنی کرکټ پرې جوړ کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په کرکټ بورډ کې یې دوه نوې ګمارنې کړي دي چې په ترڅ کې یې د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی دولت احمدزی د کورني کرکټ مدير او الهام الحق ياسيني د رسنيزې څانګې مديران ټاکلي دي.

د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواری وایي (( دولت احمدزي او الهام یاسيني د دې دندو لپاره د د ازاد رقابت  له مخې کرکټ بورډ ټاکلي، دولت احمدزی په شپږو شارټ لستو کسانو کې او الهام یاسیني په دریو شارټ لیست کسانو کې کرکټ بورډ غوره کړي، نوموړو د کرکټ بورډ دې دندې د ګمارلو پوښتنو ته له نورو کاندیدانو  ښه ځوابونه وویل، د ټاکلو دندو لپاره یې خپل پلانونه د کرکټ بورډ مسؤلینو ته وړاندې کړل، همدا لامل و چې کرکټ بورډ الهام یاسیني د رسنیو د مدیر او دولت احمدزی د کورني کرکټ د مدیر په حیث وټاکل.))

د کرکټ بورډ د اداري څانګې مسؤل عبد الحمید راشدي وايي چې له ډیر زیار او کوښښ څخه وروسته په دې وتوانید چې د کورني کرکټ  او د کرکټ د رسنیو څانګې لپاره وړ او په کرکټ پوه اشخاص پیدا کړو.

د کرکټ بورډ وايي چې نوې ټاکنې یې د وړتيا په اساس کړي دي. د لوګر ولايت اوسيدونکي او د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي دولت احمدزي په اړه کرکټ بورډ وايي چې په پېښور کې زېږېدلی او د ملي لوبډلې سره د لسو کالو لوبې تجربه لري. د نوموړي د زده کړو په اړه وايي چې په پېښور کې یې د اې ار سي لیسه لوستلې او د پاکستان د ډیګري کالج د کمپیوټر له څانګې څخه ډیپلومه لري او په فيزوبترافي کې هم وارد دی ځکه چې د لیډي ریډنګ په روغتون کې يې دوه کاله د نرسنګ زده کړې ده.

د دولت احمدزي د پلان په اړه د کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې په هېواد کې د فرسټ کلاس کرکټ منځ ته راوړل، د ملي لوبډلې لپاره د پیاوړی لوبغاړو روزل او په افغانستان کې سيمه يیز کرکټ د  ولایتي کرکټ تر څنګ رواج کول د نوموړي په لومړيتوبونو کې راځي.


الهام ياسيني د کرکټ بورډ رسنيزه څانګه جوړول غواړي.

د کرکټ بورډ د الهام په اړه چې - د ميډيا دنده یې ورسپارلې - وايي چې نوموړی د ننګرهار د کامې دی اوسيدونکی او په پېښور کې زېږېدلی دی. د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې الهام په مصر کې د قاهرې له پوهنتون څخه د ژورناليزم په برخه کې لوړې زده کړې کړي دي او دا مهال په همدې برخه کې په ماسترۍ کار کوي.

الهام د کرکټ په اړه له څلورو کلونو راهيسي ليکنې کوي او تر ټاکلو پورې یې د ټول افغان د کرکټ انګليسي او پښتو څانګې پرمخ بيولې. نوموړی وايي چې د کرکټ بورډ د رسنيو څانګه په بنسټیز ډول جوړول، د افغانستان د کرکټ لپاره د معلوماتو ډکې ویب پاڼې بنسټ ایښودل او  په افغانستان کې د کرکټ د پرمختګ لپاره د نړیوالو او کورنیو رسنیو سره ښې او پیاوړې اړیکې جوړول یې په لومړيتوبونو کې راځي.