د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نړيوالتوب د دين او اقتصاد له نظره

شاکر جلالي 30.07.2010 02:18

تعريف : نړيوالتوب هغه پروسه ده چي ددي په واسطه مونږ کولاي شو سيميز اقتصادي، ټولنيز، کلتوري د سوداګري، ټرانسپورټيشن، او خبرو اترو له لاري د نړيوال جال سره جمع او يوځاي کړو.

دا نظريه  د غربي مفکرينو لخوا نړي ته وړاندي شويده طبيعي خبره ده چي دا نظريه د پر مختللو هيوادنو په ګټه او د دريمي نړي هيوادونو په تاوان ده.

ځيني څيړونکي دا نظريه مني او ځيني نور يي ردوي غواړم چي د دواړو خواوو په نظريي باندي ړنا واچوم

هغه څيړونکي چي د نړيوالتوب له نظريه سره موافق دي هغو پدي اړه وايي چي مونږ کولاي شو چي ددي لاري نه پر مختللي ټکنالوجي لاسته راوړو او ددي تر څنک نوري اقتصادي ګټي هم خوندي دي هر څوک به کار لري د ټولو به اقتصادي و ضعه ښه وي خير ده که چيري مونږ ددي په مقابل کي خپل کلتور او دين له لاسه ورکړو نو تاوان به مو نه وي کړي او يو څه به مو لاسته راوړي وي

دغه په غربي ټکنالوجي او غربي ډيموکراسي باندي غوليدلي خلک پدي اند دي چي په ارامي سره ژوند وکړو او کومي لاسته راوړني چي غربي هيوادونه لري هغه به مونږ هم لاسته راوړو که هغه په هر شکل سره وي نو سخته نده چي مونږ ددي لپاره د خپل دين او کلتور نه تير شو ځکه چي کلتور او دين خو مونږ ته څه نه راکوي او حتي دغي په غربي ديموکرسي باندي غوليدلي خلک چي ځان ته روشنفکران هم  وايي دومړه په غربي کلتور کي غرق تللي چي يو مصري عالم وايي چي ماته د خپل هيواد يو وزير چي هغه هم په غربي کلتور پسي ليوني وو وويل چي : مونږ بايد هر څه چي غربيان لاسته راوړي هغه لاسته راوړو حتي که د هغوي په ګيډو کي هم څه وي هغه هم بايد لاسته راوړو .

راځو د هغو پوهانو دلائلو ته کوم چي نړيوالتوب ردوي.

لومړي په اقتصادي ډکر کي د نړيوالتوب يو اصل داهم دي چي ازاد تجارت يعني هيڅوک نشي کولاي چي د کوم هيواد په توليداتو باندي بنديز ولګوي يعني څه چي امريکا کي توليديږي هغه به د دنيا په هر ګوټ کي خرڅيدلاي شي او هيڅوک د هغي مخنيوي نشي کولاي او کوم توليدات چي افغانستان لري د هغه هم څوک مخنيوي نشي کولاي.

ددي اصل په ړنا کي که چيري مونږ لږ ژور فکر وکړو نو ډير ژر به پدي پوه شو چي هيڅ کله هم امريکايان او يا نور غربي هيوادونه زمونږ توليدات نه پلوري ځکه چي هغه معياري ندي او که چيري امريکايي توليداتو لپاره مونږ خپل مارکيټونه پرانيزو نو هر څوک غواړي چي د غربي هيوادونو توليدات وپلوري.

پدي اړه که مونږ لږ ځير شو دي ملټي نشنل کمپنيو ته نو موضوع نوره هم واضحه کيږي مثلا که چيري د دوا جوړوني کمپنيو ته لږ ځير شو نو وبه ګورو چي دغه کمپني د نړي په هر هيواد کي تقريبا خپل يو برانچ لري ګورو پاکستان کي ددي کمپني کاريکرو ته لسزره څخه نيولي تر پنځلس زرو پوري مياشتني تنخواه ورکوي او همدا رنګه ټول توليدي مواد په پاکستان کي په ډير ارزانه بيه لاسته راوړي د مثال په ډول د بريښنا بيل د گيس بيل د ځمکي کرايه د ګاريګر معاش او داسي نور توليدي  و سايل په ډيره ارزانه بيه لاسته راوړي او په مقابل کي خپل توليدات په ډيره لوړه بيه بازار کي خرڅلاو ته و ړاندي کوي.

که چيري همدغه توليد په امريکا کي وکړي نو ډيره کمه ګټه لاسته راوړي مثلا هلته د مزدور کار معاش په يو ساعت کي شپږ ډالره ده که چيري يو مزدور کار اته ساعته کار وکړي نو دوه څلويښت ډالره لاسته راوړي يعني د يو امريکايي مزدور معاش برابر ده د يو پاکستاني مزدور کار له دريورځو کار سره .

او ددي تر څنک همدغه کمپني پاکستاني توليدات په ټپه دروي حتي پاکستاني توليدات د بهرنيو توليداتو په وړاندي په نيمه بيه بازار ته و ړاندي کيږي

ددي تر څنک مونږ ګورو چي ورځ تر بلي بهرني توليدات مخ په وړاندي ځي او پاکستاني توليدات په ټپه ودروي.

دادي د نړيوالتوب ګټه په اقتصادي څانګه کي د دريمي نړي هيوادونو ته.

اما ځيني نور کارپوهان بيا پدي اند دي چي نړيوالتوب نه يواځي مونږ ته په اقتصادي برخه کي زمونږ په نقصان کي ده بلکي دوي غواړي چي حتي مونږ خپل دين ته هم شا وګرځوو نړيوالتوب يو سکولر نظريه ده زمونږ نه زمونږ دين له منځه وړي او مونږ ته ټکنالوجي را کوي او پدي هم بايد پوه شو چي کومه ټکنالوجي چي دوي يي پر مونږ راپرزو کوي هغه ټکنالوجي شل کاله مخکي ددوي له کاره لويدليده

که چيري مونږ وغواړو چي نړيوالتوب ته دروازي پرانيزو نو ددي معنا به دا وي چي مونږ کفر ته خپلي دروازي پرانستي دي.

پدي اړه زمونږ لپاره ښه مثال د ترکي هيواد دي کوم چي په هر معنا سره يي نړيوالتوب منلي دي او هر څه ته ئي لبيک ويلي دي اما وي نشواي کولاي چي په اروپايي اتحاديي کي غړيتوب واخلي.

که چيري مونږ د ترکيي هيواد له نږدي نه وګورو نو پدي به پوه نشو چي دا يو اسلامي هيواد دي او که يو اروپايي نو له دومره نږدي والي سره سره بيا هم په اروپايي اتحادي کي ونشي کولاي چي غړي توب واخلي.

هو مونږ کولاي شو چي له ټکنالوجي نه په استفادي کولو سره خپل دي او کلتور دواړه وژغورو زما ددي خبري ښه بيلګه د ايران هيواد دي د غربي ټکنالوجي نه ئي هم استفاده کړي او هم ئي خپل کلتور او دين ژغورلي ده.