د باران له امله به ملي لوبډله تمرين په کابل کې کوي
29.07.2010 11:12د جلال اباد په ښار کې د ملي لوبډلې هغه شپږ ورځينی تمرين چې دوه ورځې وړاندې پيل شو د اوس لپاره ودرېدلی دی.
په جلال اباد کې سختو اورښتونو له امله د ننګرهار په کرکټ اکاډيمي کې اوبه ولاړې دي او د تمرين ځايونه یې زيانمن کړي دي چې له امله یې لوبډله سبا په کابل کې تمرين ته دوام ورکوي.
ژورناليست ابراهيم مومند د روزونکي کبيرخان له خولې په فيس بوک ليکلي دي چې کوښښ به وکړي چې لوبډله له وخته مخکې سکاټلينډ ته ورسوي. کبيرخان ويلي دي چې دا مهال کوښښ کوي چې له دوبۍ تر سکاټلينډ د سفر وخت بدل کړي او سکاټلينډ ته مخکې لوبډله ورسوي چې په هلته تمرين وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د لوبډلې مدير سيد نظيم جار دا مهال په اسلام اباد کې دی. په اسلام اباد کې د برتانيه سفارت لوبغاړو او ملو کسانو ته ويزې ورکړي دي.
ملي لوبډله به د اګست په پنځمه نېټه سکاټلينډ ته روانېږي.