د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوپريم کرکټ بورډ ته د نړيوال جام بيټ ډالۍ او د لا همکارۍ ژمنه یې وکړه

کرکټ څانګه 29.07.2010 08:43

 په کابل کې د سپریم ګروپ د شرکتونو سره د اړيکو او حقوقي څانګې عمومي مشر سورن نورګارډ د افغانستان کرکټ بورډ ته د زیاتو کوښښونو او بریالیتوبونو  یوه ډالۍ ورکړه، د سپریم دغه ډالۍ په ډیر هنر سره  په بنده شیشه کې یو بیټ او يو توپ و چې په سویلي افریقا کې د شلو اورونو د نړيوال جام پر مهال پرې د افغان ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو لاسلیکونه کړي دي.

سورن رسنیو ته افغان کرکټ بورډ ته ډالۍ د سپارلو په مهال وويل چې ((د افغانستان کرکټ بورډ ته په ننۍ ډالۍ فخر کوم، د سپریم ګروپ لیواله دی چې د کرکت بورډ سره د  ورزش له لارې د افغانستان د یووالي لپاره یو اوږد مهاله قرداد وکړي، سپریم ګروپ پتیلې چې د کرکټ د پرمختګ لپاره په ټول افغانستان کې مثبته ونډه واخلي،  همدارنګه سپریم هوډ کړی چې په کابل او نورو ولایتونو کې  د ښونځیو۱۰۰۰ لوبغاړو ته د کرکټ په وسایلو سمبال بیګونه ورکړي، زه په دې عقیده یم که نن د کرکټ بيټونه ځوانانو ته په لاس کې ورکړو نو سبا ورځ به یې په لاس کې د وسلو اخري ورځ وي)).

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي مشر داکټر حامد شینواري د سپریم  په دې ښکلې ډالۍ له نوموړي شرکت څخه د  افغانستان د خلکو، لوبغاړواو روزونکو په استازيتوب مننه وکړه، شینواري وویل چې (( کرکټ بورډ هیله لري چې د سپریم ګروپ بنیاد سره خپلې دوستانه ګټورې اړیکې د راتلونکي وخت لپاره نورې هم پیاوړي کړي)).

سوپريم ګروپ په افغانستان کې له افغانانو سره د همکارۍ او ښو اړيکو د ټينګولو په موخه د افغانانو سره يوځای کار کوي. دا شرکت پلانونه لري چې له مخې به یې زر نور افغانان هم په دندو وګماري. اوس مهال د سوپريم ګروپ سره ۱۵۰۰ افغانان کار کوي.

هغه ډالۍ چې دې شرکت نن کرکټ بورډ ته ورکړه له یو داسې بيټ څخه عبارت دی چې په ويسټ انډيز کې په نړيوال شل اوريز جام کې پرې لوبه شوې ده او ټولو هغه افغان لوبغاړو چې په نړيوال جام کې يې برخه اخيسته پرې لاسليکونه کړي دي. په ډالۍ کې یو توپ هم شته چې ټولو لوبغاړو پرې لاسليکونه کړي دي. ډالۍ چې له یوې ښيښه یې سټينډ څخه عبارت دی یو متر لوړه ده او په منځ کې يې برقي ګروپونه لګېدلي او مخه یې په ښيښه پوښل شوې ده.

 


سرچينه: د کرکټ بورډ خبرپاڼه