د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شمشاد کرکټ کلب د کابل ولايتي سيالۍ اتل شو

کرکټ څانګه 26.07.2010 18:31

نن په کابل کې د کابل د کلبونو د ټورنمټ د پای لوبې اتل شمشاد کرکټ کلب لوبډله شوه، شمشاد د اریانا کلب لوبډلې ته په اتو منډو ماتې ورکړه.  

پچه د شمشاد لوبډلې وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه، په شلو اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوزیدو ۱۴۷ منډې جوړې  کړي،  له دمې وروسته د اریانا کلب لوبډې په توپ وهنه پېل وکړ، توپ وهنه کې یې لوبغاړي وځلیدل خو ویکټې یې ژر ژر له لاسه ورکړي او په ۱۸ اورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوزیدل او د شمشاد کرکټ کلب د ټورنمټ اتلولي تر لاسه کړه.

د کابل د لوبډلې لپاره د ښو لوبغاړو د غوراوۍ د ټورنمټ غوره لوبغاړی  د اریانا د لوبډلې څخه حشمت الله شهیدي شو چې په ټول تورنمنټ کې يې ۲۲۳ منډې جوړې کړې او ۱۳ بوبغاړي  وسوزول.

دغه سیالۍ د کرکټ بورډ په مرسته د کابل ولایت د کرکټ امریت جوړي کړي وي، د کابل د کرکټ امر فضل الله فضلي  وايي چې دا ټورنمټ مو د د کمکي اختر څخه وروسته شل اوریزو ولایتي سیالیو ته تیاری او د کابل د  اتو پیاوړو کلبونو څخه د کابل یوې منتخبې  لوبډلې جوړول و.

فضلي وايي چې د کابل منتخبه لوبډله به ډیر ژر اعلان شي په دې ټورنمنټ کې چې هر لوبغاړي ښه ځلیدلي وي  هغه به د کابل په لوبډله کې شاملوي او د منډو د کتاب له مخې د هر لوبغاړي غوراوی کیږي.