د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دبرات دشپې حقيقت دقرآن اوحديث په رڼاکي - په تېرپسي

محمدوصيل پېروز 26.07.2010 14:00

په تېرپسي

ليکنه : محمدآصف
ژباړن : محمدوصيل پېروز


دبقيع هديرې ته درسول الله صلی الله عليه وسلم تګ، صحيح حديث :

دهمدې شعبان په پنځلسم ماښام هديرې ته تګ هم دودشوی دی چي له قرآن اونبوي احاديثوڅخه پرې هيڅ دليل نه شته کوم حديث چي ددليل په توګه وړاندي کېږي هغه ستاسوپه حضورکي دی چي پکي جنة البقيع ته دتګ اوهغومړوته داستغفارغوښتلويادونه شته خودشعبان دپنځلسمې شپې هيڅ يادونه پکي نه ده شوې .

عائشه صديقه رضی الله عنهابقيع هديرې ته دخپل اودرسول الله صلی الله عليه وسلم دتګ اوبيرته راتللو يادونه کوي چي مشهورحديث دی ددې حديث په پای کي رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي :
(انی بعثت الی اهل البقيع لاصلی عليهم .) (صحيح مسلم ۱۶۱۹ ، موطاامام مالک ۵۷۶)
ژباړه : زه دبقيع والوته لېږل شوی وم چي دعاورته وکړم .

داپېښه له شعبان سره هيڅ اړيکې نه لري ځکه چي داواقعه په شعبان کي نه بلکي درسول الله صلی الله عليه وسلم تروفات څوورځې وړاندي رامنځته شوې ده .

سيدناابومويهبه وايي چي زه له رسول الله صلی الله عليه وسلم بقيع هديرې ته تللی وم چي داستغفاردعا ورته وکړي رسول الله صلی الله علیه وسلم پرقبرونوودرېداوويې ويل : اې قبروالو! پرتاسودي سلام وي ... وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم زه مخاطب کړم اوويې ويل : ماته ددنياخزانې اوپه دنياکي تلپاتيتوب اوبياجنت راکړل شوی دی ماددنياپه مقابل کي دلوی رب ديداراوجنت غوره کړی دی . بيارسول الله صلی الله عليه وسلم دبقيع هديرې څښتنانوته دمغفرت دعاوکړه بېرته راستون شو. (له دې وروسته ابومويهبه وويل : فبدئ رسول الله صلی الله عليه وسلم فی وجعه الذی قضاه الله عزوجل فيه حين اصبح .) (مسنداحمد۱۵۴۲۵ ، شرح البخاري لابن بطال ۵ / ۵۶۷)

ګواکي داپېښه درسول الله صلی الله عليه وسلم تروفات څوورځې وړاندي وشوه يعني په " صفر" کي چي دشعبان مياشتې ته يې منسوبول په بشپړډول غلط دي . دبقيع هديرې ته درسول الله صلی الله عليه وسلم تګ دصفرې په مياشت کي وشوداخبره مولانامحمدادريس کاندهلوي په سيرة المصطفی ۳ / ۱۵۷ اومولاناصفی الرحمن مبارکپوري په " الرحيق المختوم ص ۲۲۵ ، ۲۲۶ " کي کړې ده .

دشعبان پر۱۵ بقيع ته دتګ په اړه ضعيف احاديث :
دشعبان دپنځلسمې په اړه چي خلکوته کوم احاديث بيانېږي هغه له تحقيقي پلوه ډېرکمزوري اوضعيف دي چي ضعيف حديث په هيڅ حالت کي هم دحجت وړنه دی اودليل پرې نه شي نيول کېدای لکه څرنګه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي :
( من يقل علیّ مالم اقل فليبوأمقعده من النار.) (صحيح البخاري : ۱۰۶)
ژباړه : څوک چي په دروغوماته يوه خبره منسوب کړي هغه دي خپل ځای په دوزخ کي جوړکړي .

ددې ضعیفواحاديثوعلمي څېړنه په لنډډول ستاسوپه وړاندي ده .
(۱) عن عائشة رضی الله عنهاقالت فقذت رسول الله صلی الله عليه وسلم ليلة فاذاهوالبقيع فقال اکنت تخافين ان يخيف الله عليک ورسوله؟ قلت يارسول الله انی ظننت انک اتيت بعض نسائک ، فقال : ان الله تبارک وتعالی بنزل ليلة النصف من شعبان الی سمآء الدنيافيغفرلاکثرمن عددشعرغنم کلب .
ژباړه : عائشه رضی الله عنهاوايي : يوه ورځ مارسول الله صلی الله عليه وسلم په کورکي ونه ليدنوزه له کوره ووتم اورسول الله صلی الله عليه وسلم مي په بقيع هديره کي وموندرسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : اياته وېرېدلې چي الله اودهغه رسول صلی الله عليه وسلم به پرتاسوظلم وکړي؟ ماوويل : يارسول الله! مافکر وکړچي ته دخپلې يوې مېرمنې کره تللی يې . په دې سره رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : بې شکه الله جل جلاله دشعبان پرپنځلسمه ددنيااسمان ته راکوزېږي اودکلب قبيلې تراوزوزيات ګناهونه بخښي .
(جامع الترمذي حديث نمبر۶۷۰)

سنديې دادی : امام ترمذي رحمه الله وايي چي ماته احمدبن منيع وويل ، هغه ته يزيدبن هارون ، هغه ته حجاج بن ارطاة ، هغه ته يحی بن ابی کثير، هغه ته عروة اوهغه ته عائشې صديقې رضی الله عنها.

څېړنه :- امام ترمذي رحمه الله ددې حديث تربيانولووروسته کاږي چي داحديث له حجاج بن ارطاة څخه روايت شوی دی اوماله امام بخاري رحمه الله څخه واورېدل چي داحديث يې ضعيف وګاڼه همدارازيې زياته کړه چي دیحی بن ابی کثيرله عروة څخه اودحجاج بن ارطاة له يحی بن ابی کثيرڅخه سماع نه ده ثابته (يحی بن ابی کثيروايي چي ماله عروة واورېدل په داسي حال کي چي له عروة څخه دده سماع هيڅ ثابته نه ده همدارنګه دحجاج بن ارطاة له یحی بن ابی کثيرڅخه سماع نه ده ثابته .)

لنډه داچي ددې حديث په سندکي پردووځايونوانقطاع ده له دې کبله داحديث سخت ضعيف دی اوهيڅ دليل پرې نه شي نيول کېدلای .

همداحديث په مختلفوطريقوسنن ابن ماجه : ۱۳۷۹ ، مسنداحمد: ۲۴۸۲۵ ، اخبارمکه للفاکهي ۱۷۷۵ ، الابانة الکبری لابن بطة : ۲۵۶۶ ، شعب الايمان للبيهقي : ۳۶۶۵ ، ۳۶۶۶ ، ۳۶۶۷ ، مسندعبدبن حميد۱۵۱۴ روايت کړی دی .
په دې کتابونوکي همداحديث په همدې سندسره روايت شوی دی چي نيمګړتياوې يې موږوړاندي بيان کړې .
(۲) علی بن ابی طالب رضی الله عنه قال : قال رسول الله صلی الله عليه وسلم : اذاکانت ليلة النصف من شعبان فقومواليلهاوصوموانهارهافان الله ينزل فيهالغروب الشمس الی سماء الدنيافيقول : ألامن مستغفرلی فاغفرته ، ألامسترزق فأرزقه ، ألامبتلی فأعيافه ، ألاکذا ألاکذاحتی يطلع الفجر.
(سنن ابن ماجه حديث نمبر۱۳۷۸)

ژباړه : له سيدناعلی رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : کله چي دشعبان دنيمی شپه وي نوپه دې شپه عبادت وکړي اوپه ورځ يې روژه ونيسئ ځکه کله چي لمرولوېږي نوالله جل جلاله په همدې شپه ددنيااسمان ته راشي اووايي : څوک دی چي له مابخښنه وغواړي اوزه بخښنه ورته وکړم؟ ، څوک دی چي له مارزق وغواړي زه رزق ورکړم ؟ ، څوک ناروغ دی چي زه شفاياروغتياورکړم ؟ اياڅوک داسي شته اياڅوک داسي شته؟ ترهغوهمداسي وايي څوچي لمرراوخېژي .

امام ابن ماجه رحمه الله وايي چي ماته الحسن بن علی الخلال وويل ، هغه ته عبدالرزاق ، هغه ته ابن ابی سبرة ، هغه ته ابراهيم بن محمد، هغه ته معاويه بن عبدالله بن جعفر،هغه ته خپل پلاراوپلاريې له علی بن ابی طالب رضی الله تعالی عنه څخه روايت کوي .

ددې حديث په سندکي ابن ابی سبرة ضعيف راوي دی . صالح بن محمدله خپله پلاره روايت کوي چي ابن ابی سبرة حديثونه له ځانه جوړول . ابن معين وايي : دده (ابن ابی سبرة) حديث هيڅ دی ، دی په احاديثوکي ضعيف دی . ابن المدينی وايي : دی (ابن ابی سبرة) په احاديثوکي کمزوری اوضعيف وو. مرة وايي : منکرحديث وو. جوزجاني وايي : دی (ابن ابی سبرة) په احاديثوکي ضعف دی . امام بخاري هم ضعيف ګڼلی دی . امام نسايي وايي چي متروک الحديث وو. (لنډه داچي پرابن ابی سبرة محدثينوډېري جرحې کړې دي .)
(تهذيب التهذيب لابن حجر ۱۲ / ۲۵ ، ۲۶)

لهذاداحديث دابن ابی سبرة له وجې چي پرتضعيف يې سختې نيوکې (جرحې) شوې دي ضعيف دی اوهيڅ دليل پرې نه شي نيول کېدلای .

(۳) له ابوبکر،ابوثعلبه خشني ، ابوهريرة ، ابوموسی اشعري اوعلی رضی الله عنهم څخه په مختلفو سندونوداروايت شوی دی :

يطلع الله تبارک وتعالی الی خلقه ليلة النصف من شعبان فيغفرلجميع خلقه الامشرک اومشاحن .
ژباړه : دشعبان په پنځلسمه شپه الله جل جلاله خپل مخلوق ته متوجې کېږي له مشرک اوکينه کښ پرته ټول مسلمان مخلوق بخښي .

داحديث په خپلوټولوطرقوکي ضعيف اومنکردی . دتفصيل لپاره العلل المتناهية فی الاخبارالواهية ۲ / ۷۲ ــ ۷۷ وګورئ .
ددې حقيقت دادی چي په اصل کي بېخي حديث نه دی بلکي امام مکحول وايي : " ان الله يطلع علی اهل الارض فی النصف من شعبان فيغفرلهم الالرجلين الاکافراومشاحن " دشعبان پرپنځلسمه شپه الله جل جلاله خپل مخلوق ته متوجې کېږي اوله کافروکينه کښ پرته ټول بخښي . (شعب الايمان للبيهقي ۸ / ۳۴۹)

معلومه شوه چي حديث نه بلکي دامام مکحول ويناده اوداويناهم مجهولواوضعيفوراويانودمرفوع حديث په توګه روايت کړې ده . دامام مکحول وينامرفوع حديث کول صحيح نه دي که وهم شي نودمرسل والي له کبله ضعيف دی .

الله جل جلاله هره شپه ددنيااسمان ته راځي :
ددې ټولواحاديثودضعيف والي اوموضوع والي لپاره داکافي ده چي دهرې شپې په وروستۍ برخه کي ددنيااسمان ته راځي لکه په دې صحيح حديث سره چي ثابته ده .

سيدناابوهريرة رضی الله عنه وايي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل :
ينزل ربناتبارک وتعالی کل ليلة الی السماء الدنياحين يبقی ثلث الليل الآخر، فيقول : من يدعونی فأستجيب له ، ومن يسألنی فأعطيه ومن يستغفرنی فأغفرله .

(صحيح البخاري ۵۸۴۶ ، ۱۰۷۷ ، ۶۹۴۰ ، صحيح مسلم ۱۲۶۱ ، موطاامام مالک ۴۴۷ ، سنن الترمذي ۳۴۲۰ ، مسنداحمد۱۶۱۴۵ ، ۱۰۱۴۰ ، ۹۹۲۲ ، السنن الکبری للنسائي ۷۷۶۸)

ژباړه : زموږرب دهرې شپې په وروستۍ برخه کي ددنيااسمان ته راځي اووايي : څوک دی چي ماته دعاوکړي اوزه يې قبوله کړم ، څوک دی چي له ماوغواړي اوزه يې ورکړم ، څوک دی چي دګناه دبخښنې غوښتنه وکړي اوزه يې وبخښم .
دشعبان دپنځلسمې په اړه له رسول الله صلی الله عليه وسلم اوصحابه کرامورضی الله عنهم څخه هيڅ ډول روايت نه دی ثابت لکه وړاندي چي الحمدلله داخبره په ډاګه شوه . دشب برات په نوم ددښمن تقليدکول اوپه دې اړه له ځانه جوړي شوي روايتونه بيانول دبدعت والی له وجې ګناه دي . له دې انکارلازمي دی . يوازي له دې وجې دادبدعت کارکول چي زموږاکابرينوداسي کړي دي هيڅ دانصاف خبره نه ده که اکابرين دقرآن اوحديث لـــورته بلنه کوي نوصالحين اکابرين بلل کېږي که نه داکابرولفظ په قرآن کريم کي دمجرمانولپاره هم راغلی دی :
(( وکذالک جعلنافی کل قرية اکابرمجرميهاليمکروافيهاومايمکرون الابانفسهم ومايشعرون ))
(الأنعام : ۱۲۳)

کاش! موږپوهېدلای چي دکومې دسيسې ښکاريو؟ له حقه ولي خپل ځان لرې ساتو؟ اياموږدالله جل جلاله درضااوخوشالۍ لپاره دابدعت نه شوپرېښودلای؟!!!! .

راشئ ! له رښتياسره ملګري شئ رښتياکه هرڅومره له کړاوه ډک وي خوپه غوره کولوسره اسانېږي ، دروغ که هرڅومره زړه وړونکي وي په پرېښودلوله منځه ځي . دخپل رب وېره په زړه کي ساتئ له مخلوقه ولې وېرېږئ؟ په زړه کي الهي وېره نوري ټولي وېري له منځه وړي .

والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته