د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آیا ریښتنې معجزه پیژنې ؟

عبدالرحمن فرقانی 26.07.2010 06:46

لیکنه : د / عائض القرني
ژباړه :عبدالرحمن فرقانی

هر امت لره يوه معجزه ، د فخر يومصدر، د شرف يو قاموس وي ، زموږمعجزه ، فخراوشرف قرآن دی . که قرآن نه وی نو دیانت به لمنځه تللی ؤ ، ژبه به نابوده شوی وه ، هویت به تباه شوی ؤ ، برهان به فاسد شوی ؤ ، حجت به ساقط شوی ؤ . قرآن د امت ژوند ، د تمدن میلاد ، د افتخاراتوکتاب ، د فضیلتونو دیوان دی . که د دنیا ټول کتابونه ئې لوستی وي ، مسکین دی هغه څوک چې قرآن نه لولی ، او که د دنیا په ټول بشري تولید پوه وي ، وړکی دی هغه څوک چې په قرآن نه پوهیږي .

په قرآن کې د قانت عاجزی ، د زاهد پاڼه ، د رهبر عظمت ، د مبارز دلاوری ، دشهید عزت ، د حق ښایست ، د فضیلت لویی ده . په قرآن کې د حکم تګلاره ، د عادل حکومت دستور ، دشوری ارزښت ، دسولې میثاق ،دپادشاهانو شان اوشوکت دی . په قرآن کې د ایمان نښې ، د وطن سره مینه ، دسیاست پاکوالی ، داقتصاد هیکل ، د پوهې مجلسونه ، د تاریخ عبرتونه ، د طبیعت اسرار او د زمانې کیسه دي . په قران کې پاک ، ښه او مبارک هرکلي دي ، او پرهیزګارې نړۍ ته، عادل حاکم ، بردبارکارګر ، دالله په لارکې جواد ورکونکی ته، شاکر ثروتمند ، صابر فقیر ، په ابتلاء کې پر الله تعالی اعتماد کونکي ته ، دلاور مبارز ، زیرک عاقل ، عاجز مخلوق ، با تدبیره پوه او پاک لمنې مؤمنې اوشریفې ښځې ته ښه راغلاست وایی .

په قرآن کې د الحاد په پیشوایانو، دشرک په مریدانو ، د بت پرستۍ په شیطانانو، د ظلم په نښو ، د بغاوت اواستبداد په نوکرانو ، په فیوډالانو ، په تهمت تړونکو، په رشوتخور اوسودخورو، هر اړخیزه ادبي یرغل شوی ، او پکښې د جبراوزور د پناګاهو ، د جاهلیت د لوبغالو، د جرم د ځالو، او د بیهوده او عبث لوبځاینو تباهي او نابودي ده . په قرآن کې د اسراف کونکو او بې اندازې شان اوشوکت غوښتونکو ، د غولونکو مظاهرو مینوالو ، د بې ځای ځان ښودنه اود دروغجنوداوه کونکو اړوند کلکه غندنه اوسخت خبرداری ورکړ شوی دی . په قرآن کې د جنګ په جوړونکو ، د شیطان په پیروانو ، د بهتان او سحرګرو په پیشه ورانو د غضب چیغه شوی . هغه پرسرکشه ، باغی او افراطګرو باندې بدریغه هجوم وروړي ، او زورورو، کبرجنو ، بیکارانو ، بې باکانو، اونا پوهه مخ اړونکو ، او ظالمو جاهلانوته په سپکه سترګه ګوري . په قرآن کې د نفس اسرار ، د وجدان رازونه ، د سینې رازونه ، د نیتونو ارادې په دقیق ډول څیړل شوی او په ژور ډول کشف شوی دي . اوپکښې د ثروتمند د بخل نه، دحقیقت له منکرینو نه، د مستبد دجبرنه ، د احمق د کبر نه ، او د فاجر د جرات نه ، دعاق له تهمت اوښنکځلو نه ، د شریرله زهرو نه ، د منافق له نقابونونه پرده پورته شوی ده .

په قران کې د امتونو کیسې ، د ملتونو تاریخ ، د دولتونو داستانونه ، د پیړیو نقلونه په ښکلې ډول بیان شوې دي ، قرآن موږ د تجاری قافلو ، د بحری کیښتیو ، د جنګیالیو له ټولیو ، د صحرا له ژوندانه او د تمدن له کیسو نه خبروي ، همدا رنګه په قرآن کې د بندګانو ژړا ، د پرهیزګارانو دعا ، د پادشاهانودشپې بنډارونه، د شپنوو های های ، د خطیبانو ویناګانې ، د ادیبانو لیکونه ، دسیاسیتپوهانو بحثونه ، د جنګونو جریانونه ، دسولې هنرونه ، نړیوال تړونونه او تاریخي پرتوکولونه اورو او لولو . په قرآن کې د لمر اړوند په زړه پوری روایت ، د سپوږمۍ اړوند د دلالت نه ډکه یادونه ، دستوراو سیارو اړوند درسونه ، د آسمان او کایناتو اړوند سبقونه دي ، اوپکښې دتندر غرهار، دبریښنا څرکونه ، دروېځو ښویدل ، د تندو بارانونو فیض ، د له میوونه ډک باغونو ښکلا ، له سیورورو ونوډک باغونود خیالی ښایست دی . په قرآن کې د انځورګر انځورګری ، د حکیم قلم ، دپادشاهۍ تخت ، دعابد مصلا ، دمفتی حلقه ، د زیارکښ کارګر کارځای ، د نابغه الهام دی .

قرآن مبارزه او قرباني ، مقاومت او زړورتیا ، صداقت او وضاحت ، اخلاص او پیرزوینه ، سیالی او چټکتیا ، همت اوزړورتیا ، مهارت اوپوه ، صبر اوباور ، عدل اوعاجزی ، علم او عمل ، اروا او کالبد ، غیب اوګواهي ، دنیا او آخرت ، مسؤل او رعیت ، ښکاره اوپټ ، ژوند اومرګ دی . په قرآن کې دبیان آزادي ، د قناعت فضیلت ، د جبرنه کرکه ، د خودخواهۍ غندنه ده، او ټولنیزې مصالحې ، انساني ورورولي ، د پوهې مرکزنو جوړولو ، او دعقل ستاینې ، د ګذشت صفت ته بلنه شوې ده . په قران کې د بې حده انتقام ، وحشت اوبربریت ، او کرغیړن اختلاف نه کرکه شوې ده . دا قرآن د هغو لوړو دلالتونو ، سپیڅلو اهدافو ، لویو افکارو ، پخو لارښونو ، حکیمانه وصیتونو ، ژورو پندونو ، درندو دلالتونو اود ځلانده برهانونو ربانی سند دی ، نوتباهی ده هغه چا لره چې له قرآنه مخ اړولي .