د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راشد لطيف کابل ته ورسېد. سبا به په مطبوعاتي کنفرانس کې راښکاره شي

کرکټ څانګه 25.07.2010 17:03

د کرکټ بورډ چارواکی سيد نظيم جار عبدالرحيمزی د کابل په هوايي ډګر کې د راشد لطيف هرکلی کوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا د توپ وهنې د پرمختګ په موخه ټاکل شوی نوی روزونکی راشد لطيف نن کابل ته ورسېد. راشد له کراچۍ څخه د اسلام اباد له لارې کابل ته ولاړ چې هرکلي ته یې د کرکټ چارواکي د کابل هوايي ډګر ته ورغلي و.

راشد لطيف به د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا سبا ته په یو مطبوعاتي کنفرانس کې رسنيو او د کرکټ مينه والو ته وروپېژندل شي.

د افغانستان د ملي لوبډلې روزنيز کيمپ هم سبا په جلال اباد کې پيل کېږي. راشد لطيف به سبا له مطبوعاتي کنفرانس وروسته د کرکټ د چارواکو سره د جلال اباد په لور خوځېږي چې د مشر روزونکي کبيرخان ترڅنګ د ملي لوبډلې روزنه پيل کړي.

حاجي کبيرخان لا تر دې مهال افغانستان ته نه دی رارسېدلی خو تمه ده چې نن به هغه هم راورسېږي او سبا ماسپښين به په جلال اباد کې وي.

راشد لطيف د پاکستان د ملي لوبډلی پخوانی کپتان پاتې شوی دی چې دوه اونۍ وړاندې افغان کرکټ بورډ سره تفاهم ته ورسېد چې د افغانستان د بېلابېلو لوبډلو د توپ وهنې روزنه په غاړه واخلي.