د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل د لوبډلې د غوراوي سيالي نیمه پایلوبې ته ورسیده

کرکټ څانګه 24.07.2010 17:41

د افغان کرکټ بورډ له خوا جوړه شوې تېره ۵۰ اوريزه سيالي کابل ګټلې وه.

نن د کابل د کرکټ په لوبغالي کې د کابل د اتو  کرکټ کلبونو څخه د څلورو کلبونو( اریانا، المسافي، روحاني، شمشاد) لوبډلې نیمه پایلو ته لاره ومونده.

د کابل له لوبغالي څخه عزیز الله فضلي ټول افغان ته وویل چې سبا ته به د (اریانا کلب او المسافي )او د (روحاني او شمشاد) کلب تر منځ د نیمه پایلو شل اوریزې لوبې تر سره کیږي او دوه ګټوونکې لوبډلې به د ټورنمنټ پایلوبو ته لاره مومي.

فضلي وايي چې د راروانو شل اوریزو ولایتي سیالیو لپاره  چې د کمکې اختر څخه به وروسته تر سره کیږي د کابل د لوبډلې لپاره به غوره لوبغاړي د همدې ټورنمنټ  د منډو او له توپ اچونې له کتاب له مخې کیږي، هر لوبغاړي چې په دې ټورنمنټ کې ښې لاسته راوړنې ولرلې د کابل منتخبې لوبډلې ته به غوره کیږي.

ښاغلی فضلي وايي چې د لوبغاړو غوره کول به شفاف وي، د کابل د امریت د غوره کولو کمیسون چې حاجي فضل الله، خان جي، نورالحق او روښان بارکزی یې په غاړه لري ښه لوبغاړي د کابل لوبډلې ته غوره کوي.

 د کابل د ۸ کلبونو لوبډلې چې د کابل د لوبډلې د غوراوﺉ لپاره په دې  سيالۍ کې برخه اخلي په دوه ګروپونو ويشل شوې وې

الف  ګروپ: ۱- اریانا کرکت کلب ۲- المسافي کرکټ کلب ۳- سپین غر کرکټ کلب ۴ -عبدالرحیمزی کرکټ کلب.

 ب ګرروپ: ۱- شمشاد کرکټ کلب ۲- جګ دلک کرکټ کلب ۳- عزیزي بانک کرکټ کلب ۴- روحاني کرکټ کلب.

سبا ته د کابل په لوبغالي کې د نيمه پايلوبې دواړه لوبې ترسره کېږي.