د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راشد لطیف سبا کابل ته رارسیږي

کرکټ څانګه 24.07.2010 09:04

د کرکټ نوی د توپ وهنې روزونکی راشد لطیف د افغانستان پلازمېنې کابل ته سبا د یکشنبې په ورځ مازیګر څلور بجې رارسیږي.

د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواري ټول افغان ته په کابل کې وویل چې سبا ته راشد لطیف له کراچۍ څخه اسلام اباد ته په پي اي ای  او بیا  له سلام اباد څخه د کام ایر په الوتکه کې افغانستان ته د مازیګر په ۴ بجو رارسیږي.

شینواری وایي چې د راشد لطیف لپاره کرکټ بورډ ځانګړي پلانونه جوړ کړي چې د افغانستان د کرکټ په پرمختګ کې به ښاغلی لطیف د توپ وهنې په ډګر کې مهم رول ولوبوي، لطیف به یوازې د ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونه نه کوي بلکې د ۱۹ کلنو او د افغانستان د ای لوبډلې لوبغاړو لپاره به هم د تمرین کمپونه جوړوي.

له بله پلوه کرکټ بورډ د ملی لوبډلې لوبغاړي دولت احمدزي ته هم دنده ورکړې ده او کرکټ بورډ غواړي په یوه ناسته کې یې رسنيو ته وروپېژني.

راشد لطیف به په کابل کې د کرکټ بورډ سره د خپلې دندې تفصيلي تړون لاسليک کوي.