په نورستان کې د کرکټ سيالۍ پاى ته ورسېدې او د راتلونکې شل اوريزې سيالۍ لپاره یې لوبډله وټاکله
21.07.2010 13:24جلال اباد - د چنګاښ ٢٧مه، ١٣٨٩، پژواک خبري اژانس
د نورستان په مرکز پارون کې ددې ولايت ددولسو لوبډلو ترمنځ دکرکټ شل اووريز ټورنمنټ تېره ورځ پاى ته ورسېد.
د نورستان والي جماالدين بدر د چنګاښ په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سيالۍ د چنګاښ په ١٥مه، پيل شوې وې او پرون مازيګر پاى ته ورسېدې.
هغه زياته کړه چې له دې سياليو څخه ١٨ تنه وړ لوبغاړي د نورستان ولايتي لوبډلې لپاره وټاکل شول، چې د روان لمريزکال د زمري د مياشتې په ٢٨مه ، د هېواد د خپلواکۍ په وياړ جوړېدونکيو سياليو کې برخه اخلي.
د نورستان ورزشي امر محمد عمر خان نورستاني پژواک اژانس ته وويل چې پرون پاى لوبه د مرکز پارون او کانتيوا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
د نوموړي په وينا، د پارون لوبډلې په ٢٠ اورونو کې د اوه لوبغاړو په سوځېدو ١٣٥ منډې جوړې کړې او دکانتيوال لوبډلې ته يې ١٣٦ هدف وټاکه.
نورستانى وايي چې د کانتيوا لوبډلې دغه هدف ترلاسه نه شواى کړاى او ټوله لوبډله يې په ١٢٥ منډو وسوځېدله او په دې ډول سره د پارون لوبډله د سياليو اتله اعلان شوه.
ورزشي آمر وويل چې په پاى کې د والي جمال الدين بدر لخوا ګټونکې لوبډلې ته جام او لوبغاړو ته انعامونه ورکړل شول.