ننګرهار: بټي کوټ لعلپورې ته ماته ورکړه
21.07.2010 12:36د ننګرهار څخه د عبدالواحد صیاد راپور
د د بټی کوټ په شهرا لوبغالې کښې د روان کرکټ ټورنمیټ د سیالیو په لړکښې نن د بټی کوټ او د لعلپوری د کرکټ د لوبډلو تر منځ لوبه ترسره شوه، پچه د لعلپوری کرکټ لوبډلې وګټله اولومړی توپ اچونه یې غوره کړه. د بټی کوټ د کرکټ لوبډلې په ټاکلو ۱۸ اورونوکښې د ۹ لوبغاړو په سوزیدو سره د لعلپوری کرکټ لوبډلې ته د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه
د بټی کوټ د کرکټ لوبډلې توپ وهونکو ډیره ښکلې لوبه نندارې ته وړاندی کړه چې د نندارچیانو لخوا په نارو اوچکچکو بدرګه کیدل، د بټی کوټ لخوا لقمان ۲۹ او پښتون یوسفزی په ۴۵ پنډوسکو ۷۲ منډی جوړی کړی چی ۳ شپږیزی او ۴ ځلوریزی پکښی شاملی وی.
د لعلپوری کرکټ لوبډلی د ۱۵۳ منډو د هدف د تقیبولو په هځه کښی په ۱۶ اور کښی د ۱۳۵ منډو جوړولو سره خپل ټول لوبغاړی له لاسه ورکړل او د بټی کوټ کرکټ لوبډله د ۱۷ منډو په برتری وتوانیده چې لوبه خپله او نیمه پایلوبی ته لار پیدا کړی.
د لعلپوری لخوا عمران ښه توپ وهنه او ابراهیم ۳ لوبغاړی وسوزول. د بټی کوټ لخوا عبدالله عادل، لقمان او فرهاد هر یو ۳ لوبغاړی وسوزول.
پښتون یوسفزی د ښه توپ وهنی له امله د لوبی غوره لوبغاړی ونومول شو.