د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سکاټلينډ د سفر لپاره لوبډله اعلان شوه. نور به د لوبډلې سره غيرتخنيکي کسان سفر نه کوي

کرکټ څانګه 20.07.2010 10:44

د افغانستان د کرکټ بورډ د ملي لوبډلې مدیر نظیم جار عبدالرحیمزی نن د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته د لوبغاړو سره د انګلستان د ویزو لپاره رسیدلی دی چې د سکاټلينډ د لوبو لپاره ويزې ترلاسه کړي.

 عبدالرحیمزی وایي چې سبا ته به ۱۵اساسي لوبغاړي، ۲ روزونکي(کبیر خان، راشد لطیف)، د لوبډلې ډاکټر(عظیم ملک)، ویډیو څیړونکی داود بابر او خپله عبدالرحیمزی د انګلستان ویزو لپاره خپل اسناد وړاندې کوي تر څو سکاټلینډ ته د سفر جوګه شي.

 پنځلس اساسي  او پنځه احتیاطي لوبغاړې د انټرکانټینټل په سیالیو کې لوبه کوي خو يواځې ۱۵ به سکاټلينډ ته سفر کوي. د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواری وايي چې د پخوا په شان به د لوبډلې سره غیرې اړین مسؤلین سفر نه کوي. لوبډلې سره د غير تخنيکو کسانو د تګ په مخنيوي کې که نوی اجرايه مشر حامد شينواری بريالی شي نو دا به يې په مهمو لاسته راوړنو کې وشمېرل شي چې نه يواځې کرکټ بورډ ته به ډېرې پيسې بچت کړي بلکه د ده په جديتوب به هم دلالت وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ تخنیکې مسؤل هستي ګل عابد نن ټول افغان ته وویل چې د انټرکانټینټل سیالیو لپاره ملي لوبډله په ننګرهار کې ۱۰ ورځې تمرین کوي، ملي لوبډله به د اګست په ۵ نېټه سکاټلینډ ته روانیږي، لومړۍ څلور ورځینۍ سیالي د اګست د ۱۱ نېټې څخه تر ۱۵ نېټې پورې د سکاټلینډ سره کوي او نورې سیالۍ یې د همدې هیواد سره د اګست په په شپاړسمه او اوولسمه نېټه کوي.

 هستي ګل وايي چې د افغانستان کرکټ بورډ پتیلې وه چې ملي لوبډله به د پاکستان په ایبټ اباد کې ۱۰ورځې  تمرین کوي، خو د پاکستان کرکټ بورډ ورته اجازه ورنکړه او د افغانستان کرکټ بورډ کې يې اړوند مسؤلینو ته ویلي چې په دې ورځو کې په ایبټ اباد کې  د امنیتي وضعې ضمانت نه شي کولای. همدا لامل و چې کرکټ بورډ پرېکړه وکړه چې د ملي لوبډلې لپاره ۱۰ ورځینۍ کمپ په ننګرهار کې د هستي ګل عابد په اکاډمۍ کې جوړ کړي.

هستي ګل عابد وایې چې د لوبډلې نوید  توپ وهونې روزونکی راشد لطیف به هم په دې کمپ کې د لوبغاړو سره وي.

په لاندې ليست کې ياد شوي لوبغاړي به د جلال اباد په کيمپ کې برخه اخلي. په نوو لوبغاړو کې د ۱۹ کاله ټيټ لوبغاړی نور الحق ملکزی او عبدالله مزاري هم شامل دي.

په احتياطي لوبغاړو کې حشمت الله شهيدي، ذکي الله ذکي، عزت الله سهيل، مراد علي، او ضمير خان شامل کړای شوي دي. دوی به د لوبډلې سره په کيمپ کې برخه اخلي خو سکاټلينډ ته به سفر نه کوي. که اړتيا پېښه شي نو د بل لوبغاړي پرځای به لوبه کوي. حشمت الله شهيدي په ۱۹ کاله ټيټ نړيوال جام او ضمير خان په تېره کورنۍ پنځوس اوريزه سيالۍ کې ځلېدلي دي.

د نوو لوبغاړو په شاملولو د سکاټلينډ د سفر لپاره په لوبډله کې دولت احمدزی او شبير نوري نشته دی.

افغان کرکټ بورډ لاندې ليست ټول افغان ته ورکړی دی چې په کې حاجي احمدشاه اوس د حامد شينواري پرځای مشر غوره کونکی يا Cheif Selector دی. حامد شينواری څو ورځې وړاندې د ايمل شينواري پرځای د کرکټ بورډ اجرايه مشر وټاکل شو.