د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسلام ته بلنه

عبدالرحمن فرقاني 20.07.2010 10:15

ليكنه : سيد قطب
ژباړه : عبدالرحمن فرقاني

اسلام هغه وجدانی عقيده ده , چه په انساني ټولنه كي د ژوندانه كړه وړه تنظيموي , او د ژوندانه لپاره هراړخیزه نظام جوړوي . اسلام هغه نظام دي چه په ټولنه كي د انسان كړه وړه د كورني ژوندانه , ټولنیزژوندانه , اونړيوال ژوندانه په ډګرونوكي تنظيموي . او په دغومختلفوډگرونوكي د ده په راکړه ورکړه حاكم وي . او د دغو اړيكو او راكړې وركړې لپاره سيستمونه او قوانين ږدي .

لدي ځایه امكان نه لري چه په اسلامي ژوندانه كي د هغه عقيدې چه د انسان په وجدان كي ځاي پرځاي شوی وي , او د شريعت ترمنځ چه د ده په ژوندانه حاكم وي بيلتون وشي ....دا شريعت له هغه عقيدې څخه پرته په ټولنه كي نشي نافذيدلي . همدا راز كله چه دغه عقيده دانسان په وجدان كي متمرکزه شي , نوهڅه كوي ترڅودانسان په واقعي ژوندانه كي د شريعت په انځور كي راښکاره شي , نود اسلام په طبيعت اوبنسټ كى د عقيدې او شريعت تر منځ بيلتون نشي كيدای..... دا حقيقت كولاي شي تر څود موږ لپاره اسلام ته د دعوت لاره انځور كړي , د اسلامي دعوت كړنلاره د تاريخ په اوږدو کې دهمدې حقیقت په بنسټ ولاړه ده .

رسول الله صلى الله عليه وسلم چې کله اسلامي دعوت پيل كړ, نو څومحدودو كسانو ورته غوږ ونيواو د ده مبارك دعوت ئې قبول کړ , خپل دعوت يې په كامله ټوگه د شريعت او نظام او قانون په څير كي بشپړ او حاكم كړ, رسول الله صلى الله عليه وسلم داسې ونه کړل لکه د تحریف شوی عیسوي دین پیروانو چې ویل به ئې د الله حق دې الله ته ورکړشي او د قیصر حق دې قیصرته ، ځكه چه اسلام هر څه د الله جل جلاله ملكيت گڼي , اوهيڅ كوم قيصر نه پيژني ترڅو چه په كامله توګه د الله جل جلاله د شريعت نافذونكي نه وي , او دخپل ژوندانه چاري د الله جل جلاله د قانون پربنسټ تنظيم نه كړي .

د اسلام له طبيعت سره سم دا تاريخي واقعت د هغه سپيڅلي حقيقت تر څنگ , د موږلپاره اسلام ته د دعوت لياره په روښانه انځوروي . په ټولنوكې بايد د رسول الله صلى عليه وسلم د زمانې د دعوت كړنلاره پلي شي , ترڅو د موږ په ټولنو کې له اسلام سره ايجاد شوې فاصله لمنځه ولاړه شي , او د مسلمان وگړي په روزنه كې زياراو كوښښ وشي , سره لدي چه هغه په ذاتي شكل د اسلامي نظام د تحقق لپاره مكلف شوي هم دی . زموږ د د عوت كړنلاره څه نا څه بد لون ته اړتيا لري ترڅو په اوسنۍ زمانى او عصر کې اغیزمنه وي , او له هغه ستونزو سره مبارزه وكړای شي , چه زموږ په ژوندانه كي را برسيره شوى دي .

كله چه رسول الله صلى عليه وسلم خپل دعوت پيل كړ , له هر څه وړاندي اړتیا وه چه د بشريت روح د متفرقه خدايانو له بند گۍ , او له موجودو اوهاموو , او له زلتباره شهوتونو څخه وژغورل شي , او دې ژغورنې ته سخته اړتيا وه, تر څو د انسانيت روح پاكه شي اوله اوهامونه نجات ومومي , او د هغه لوړمقامه ژوندا نه لپاره كوم چه اسلام يې انسان ته غواړی وروزل شي .

د متفرقه خدايانو بندگي , كه هغه د اوهامو بند گي وي , اوكه د شهوتونو اوكه د سپكو نفسي غوښتنو بندگي , چه د ټولو مصدر بشري طاقت او قوت دی خو له انسانيت سره نه ښا يي . دا ټولې بند گۍ د انسان پام له پرمختگ , وړاندي تگ اوآبادي څخه بل لوری ته اړوي , او دا ټولې بندگۍ د ژوندانه د ترقۍ , تمدن اوپرمختگ مخنيوى كوي . هغه پرمختگ چه الله جل جلاله يې انسانانو ته غواړي .

همدا د دعوت لمړى مسوليت ؤ , د رسول الله صلى الله عليه وسلم په زمانه كي , او همدارنگه ښا يي چه اوس هم وي , نه يوازي د كليمه له ليارې , بلكه د ښي نمونې اوپيشوا اود صالح اعمالو له لاري هم .

موږ نشو كولاي چه خلك يوې لارې ته راوبولو ترڅو چه د موږ خپل شخصي ژوند د هغې لارې ترجمان نوي , اوهغه دعوت هيڅ قيمت نلري تر څو چه دعات ئې په خپله د تايد او برهان سند ونه گرځي .

له ظاهري توپيرنه پرته ، زموږ د اوسنۍ زمانې وضعيت او څرنگوالي د رسول الله صلى الله عليه وسلم له زمانې سره كوم جذري او اساسي توپير ندی پيدا كړی , د ځینې كسانو سره داسې تصور دی چه په اوسنۍ زمانه كي د متفرقه خدايانو له بندگۍ څخه دانسان ژغورلوته اړتيا نشته , خو داسي نده , ځكه چه په اوسنۍ زمانه د متفرقه خدايانو بندگي د جاهليت له زماني څخه كمه شوى نده , هغه څه چه بدل شوي , هغه د خدايانو نوعيت دي , نه هم د خدايانو بندگي ! د شهوتونو اوخرافاتو بندگي هوبهو په خپل حال پاتي ده!

خوكوم بدلون او تغير چه نن په خپله كړنلاره كي ورته ضرورت لرو, هغه دا دی چه په ټولنه كې د مسلمان وگړي روزنه يوازي د عقيدوى او ټولنیز اړخه ونه كړو , بلكه سره لدې عملی ټولنيز پروگوامونه د ژوندانه لپاره په ټولنه كى وړاندي كړو , چه د اسلامي فكر په اساس ولاړ وي , او له اسلامي شريعت څخه ئې امتداد اخيستي وي . او دا پرگرامونه په ټولنه كي پلي كړو ترڅو مسلمان وگړي وروزو , او دا پرگرامونه پرلپسي هره ورځ په ټولنه كي عملي كړو څرنگه چه د رسول الله صلى الله عليه وسلم په زمانه كي عملي شوي دي .

دا هغه يوازني بدلون دی چه د دعوت پلان ورته اړتيا لري , اود نننۍ ستونزو طبيعت چه د دعوت په ډګر کې زموږ په چاپيريال پيدا شوې دی ورته اړتيا لري , همدا راز هغه تغيرات چه په نننۍ زمانه كي پيدا شوي ورته اړتيا لري .
كله چه رسول الله صلى الله عليه وسلم خپل مبارك دعوت پيل كړ , په جزيرة العرب كي , مستقراو مقتدر حكومت , ثابت نظامونه , او معينې ټولنیزې دستگاوي نه وي . همداراز په ټوله نړۍ كې د نن په څير روښانه او واضح نظامونه ,اود حكم , ټولنې , اقتصاد لپاره روښانه اوټاکل شوي نظریات نه ؤ. نواسلام وكولاي شول ترڅولمړی خپل ټولنيزنظام په تدريجي ډول جوړكړي ,او بيا دټولنيز سيستم دې ودې په كچه په ژوندانه كي خپل ليدلوري يو پر بل پسي تطبیق كړي , وروسته له دې چه د اسلام نظام بشپړ شو, د هغه ټولونظامونو په وړاندي چه هغه مهال په نړۍ کې موجود وو، ودريد , او ورباندې غالب شو , بعضي كسان تصور لري چه دا بری د وسلې په زور لاسته راوړل شوي دي , خوداسې نده , دا بری دهغه فكر په مرسته لاسته راغي كوم چه اسلام له ځانه سره راوړي وه , او له هغو ټولو فكرونو څخه ځانگړي فكر دي كوم چه هغه مهال او اوس مهال په نړۍ كي شتون لري .

اسلام د آزادۍ هغه اتل دي چه بشريت ئې لا تراوسه سارى ندی ليدلي , د بشريت لارښود دی . اوموږ ته پكار ده , ترڅو بشريت ته په يوه معقول انځور كې د اوسني عصردعقل سره سم دا ادعا ثابته كړو.

په نړۍ كى نن مفصلې ټولنیزې نظريې حاكمې دي , كه چيري موږ خلك اسلام ته رابولو نو پكار ده چه داسلام ټولنيزه نظريه مفصله وړاندي كړو, هوكې : نظريه په يوازي توګه تر هغې پورې نشي كولاي چه د ژوندانه چارې اصلاح كړي , او لوړ مقام ته يى ورسوي , ترڅو چه مسلمان وگړي جوړښت ونه مومي , او ونه روزل شي , او په دې نظريه ايمان او يقين ونلري , او په خپل ورځني ژوندانه كې يى پلي نه كړي . نن مسلمان وگړي ته پكار ده چه د اسلام له ټولنیزې نظريې څخه مفصل ذهنيت ولري , ځكه چه له اسلامي ټولنیزې نظريې څخه پرته چه په كامل ډول بايد په واقعي ژوندا نه كې تطبيق شي , ديني وجدان جوړښت نه مومي .

هغه كسان چه موږ اسلام ته رابولو , د دوی په ژوندانه كې له اسلامه پرته نور نظامونه هم شته چه د دوي په ژوندانه حاكمروايي كوي , او دوی نه پريږدي چه په ټولنه كي يى راكړه وركړه كاملا اسلامي بڼه ولري . ځكه چه د ننني ژوندانه بنسټونه په اسلامي اساساتو ندي ولاړ. نو ځكه د دوي دينى وجدان له واقعي ژوندانه سره په ټكركي واقع كيږی , او دا په مجموع كي دپام وړ خبره ده , ځكه چه دا د بدلون پيل دي , اودا بنسټونه باید له هغه اسلامي انځور سره مطابقت پيدا كړي كوم چه اسلام خلكو ته انځور كړي دي , نوپكار ده چه دا انځور ټولو ته روښانه , مالوم , او مشروع وي , ترڅوانسان د هغه د لاسته راوړني لپاره د پوهې اوبصيرت سره سم هڅه وكړي .

لدي كبله دا كفايت نكوي چه خلك اسلام , قرآن او دالله جل جلاله حكم , او اسلامي شريعت ته , او ياد اسلامي حكومت نظام ته په مجهول ډول راوبولو , اوداسې نور بنسټیز مسائلو ته يى چه په ذهن كي ورته تفصلي او څرگند وضاحت نشته .
پكارده چه په اسلامي ټولنه كي د مسلمان وگړی د روزنې لپاره اسلامي روزنځايونه وي . دا د كار بنياد دي , او پدې روزنځايونو كې بايد له اسلامه په تفصيل پوه تر لاسه شي , او داسلامي ژوندانه انځور په كامل ډول څرګند شي , تر څو مسلمان وگړی هغه څه په لاس راوړي چه د ده ديني وجدان دی ورته هڅوي چه بايد په لاس يى راوړي . دا اسلامي انځور بايد ټولو ته د ټولنیزې مفصلې نظريې په شكل كي پيژندل شوي وي , او داسلامي ژوندانه ټول اړخونه , اود وگړواو ټولنیزو ټولنو اړيكي , او هغه اساسات چه داسلامي ژوندانه بنسټ ږدی وڅيړي .

دا هغه هڅه نده چه له وخت څخه وړاندي شوي وي , او د ا هڅه بايد د اسلامي حكومت تر قيامه پورې ونه ځنډول شي , ځكه چه اسلامي حكومت په ټولنه كي تر هغه وخته نه قايميږي تر څوچه خلك په هغه انځور قناعت ونكړي كوم چه اسلام ئې د خلكو د ژوندانه د بيهبود لپاره رسموي , او تر څو خلك خپل مسوليتونه , حقوق , اړيكي په ټولنه كي ونه پيژني .

هيڅكله هم كفايت نه كوي ترڅو خلك اسلام ته په مجمل او مختصره ډول راوبولو, لكه چه رسول الله صلى الله عليه وسلم رابلل , په هغه زمانه كي چه هلته اجتماعي مفصلي نظريى نوې چې د اسلام د دعوت سره مقابله وكړي . نو چيرته چې اسلام له هغو پرمختلليو ټولنيزو نظريو څخه برخمن دي چه بشريت يى لا تر اوسه ساری ندی ليدلی , نو كله چې موږ خلك دغه دین ته رابولو نوولي دا مفصل نظريات ورته په واقعي ژوندانه كې تطبيق شوی سره له ټولو مشکلاتو او غوښتنو ئې وړاندې نه کړو ؟