د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان ۱۶ ټيټ لوبډله په آسيايي چيلنج سيالي کې درېمه شوه

کرکټ څانګه 19.07.2010 16:32

جعفر کټوازي په تېره لوبه کې ۱۳ منډې ورکړې وې او ۳ ويکټې یې اخيستې وې او په ننۍ لوبه کې د اوو منډو په ورکولو ۳ ويکټې واخيستې. جغفر تر ټولو کشر او لس کلن دی.

 د افغانستان له ۱۶ کلنو څخه کم عمره کرکټ لوبډله د اسیايي هیوادونو په چلنجر سیالیو کې دریم، ایران دویم او

عمان لوبډلې لومړی مقام وګاټه.

دغه سیالۍ په مالیزیا کې تر سره شوي، نن د افغانستان اخیري سیالۍ د بوتان سره وه، بوتان پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه، د افغانستان توپ اچونکو د بوتان ټول لوبغاړي په ۶۰ منډو وسوزول او ۶۱م یې ورته هدف وټاکه.

په افغان توپ اچونکو کې جعفر کټوازي تر ټولو ښه توپ واچاوه او په دوه اورونو کې یې د درې کسانو په سوځولو ۷ منډې ورکړې په داسې حال کې چې شفيع الله محمد هم درې ويکېټې واخيستې او ۱۵ منډې یې ورکړې.

د افغانستان لوبډلې له دمې وروسته په توپ وهنه پېل وکړ او په ۹ اور کې يې بوتان ته د ۶۱ منډو هدف په لومړۍ ویکټه پوره کړ، په ننۍ لوبه کې د بوتان په خلاف شفيع الله محمد ۴۴ منډې وکړي چې دوه په کې شپږېزې وې چې د لوبې د غوره لوبغاړي لقب یې ورته وګاټه.

په دې سيالۍ کې افغانستان څلور لوبې د مالدیف، ایران سره یوه او بوتان سره دوه لوبې وکړي چې د ایران په خلاف یې سیالي بایلوده، لامل یې معلوم نه دی خو په همدې لوبډله کې یو لوبغاړي ټول افغان ته وویل چې د ایران په خلاف د روزونکي اسدالله خان پریکړه سمه نه وه او هم د لوبڅارو ځینو فیصلو لوبه زموږ له لاسه وویسته.

که چېرته افغانستان یوه سیالي د ایران په خلاف نه وه بایللې نو د ۲۰۱۲ کال د ایلیټ جام ته يې لاره موندله، اوس به ایران او عمان د ۲۰۱۲ز کال کې د ایلیټ په جام کې برخه اخلي او افغانستان به بیا له سره همدا مزل راروان کال کې له سره پېل کوي.

د لوبې بشپړ شمېرپاڼه دلته وګورئ.