انځورصيب ته مبارکي!
18.07.2010 14:07دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې مشرتابه او غړي دافغانستان دملي راډيو تلويزيون دمشر په توګه ستاسو دټاکل کيدو له امله مبارکي وايي او پر دغه منصب ستاسو ټاکنه اهل ته دکار دسپارلو دشعار پيلامه بولي .موږ په دې هيله يو چې ستاسو تر مشرتابه لاندې به دهيواد ملي راډيو تلويزيون له ټولو هغو نيوکو چې دقومي او ژبني توپير پالنې له امله پرې لګيدلي راووځي .يو ځل بيا تاسو ته دنوې دندې له امله دمبارکۍ تر څنګ دهر ډول مرستې او ملګرتيا ډاډ هم درکوو.
دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې مشرتابه.

