د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کورني کرکټ د ولایتونو د استازو لپاره معیارونه

کرکټ څانګه 18.07.2010 14:56

دا معيارونه د کرکټ بورډ لپاره سيد نظيم جار چمتو کړي دي.

د افغانستتان د کورني کرکټ مسؤل نظیم جار عبدالرحیمزی لږیا دی چې د کورني کرکټ د ولایتونو د استازو لپاره لومړني معیارونه جوړ کړي چې د ښاغلي په اند ډیر ژر به يې کرکټ بورډ پلي کړي.

عبدالرحیمزی وايي تر څو د کرکټ په ډګر منظم قوانین او معیارونه ونلرو ډیرې ډغري به وخورو او یو کار به مو هم ځای و نه نیسي، کورنی کرکټ د هیواد او له هیواد بهر د ښو کرکټ کولو بنسټ دی او باید ډیر کار پرې وشي، که د کورني کرکټ لپاره بنسټیز قوانین او پیاوړي ډله ولرو د افغانستان لپاره څه چې د زیاتو نړیوالو کرکټ کلبونو لپاره د کرکټ تکړه لوبغاړي روزلی شو.

د کورنی کرکټ د ولایتي کرکټ د استازو لپاره عبدالرحیمزي معیارونه د ولایتونو پر اساس جوړ کړي، د ټولو ولابتونو لپاره یو ډول معیارونه دي، په کوم ولایت کې چې د کرکټ مینوال زیات دي باید د نورو ولایتونو په نسبت ورته زیاته بودیجه وټاکل او امتیازات زیات ولري، خو د پاملرنې له پلوه ټول ولایتونه یو ډول حق لري.

د ولایتونو د استازو قانوني معیارونه:

 ۱- د کرکټ ولایتي استازی باید د افغانستان اساسي قانون او د کرکټ بورډ ادارې ته مخلص او احترام لرونکی وي.

 ۲ - د کرکټ ولایتي استازی باید د همغه ولایت وي.

۳- د کرکټ ولایتي استازی په کرکټ پوه او د کرکټ د قوانینو سره اشنا وي.

 ۴- د کرکټ ولایتي استازی باید په خپل ولایت کې استوګن وي.

 ۵- د کرکټ ولایتي استازی د کرکټ د پوهې له ازموینې وروسته ټاکل کیږي.

 ۶- د خپل ولایت د کرکټ لپاره باید منظم کاري لیکل شوی پلان ولري.

۷- د ولایتي کرکټ استازی باید د خپلو کرکټي هڅو اونیز، میاشتنی، درې میاشتنی، شپږ میاشتنی او کلنی راپورنه په لیکل شوي ډول کرکټ بورډ ته په خپل وخت وړاندې کړي.

 ۸- په همغه ولایت کې به د کرکټ بورډ د سفیر په ډول مثبت رول لوبوي، د ملي سوداګرو، د بهرنیو او کورنیو ادرو څخه به د همغه ولایت د کرکټ د پرمختګ لپاره د مرستو راټولو لپاره د کار توان ولري.

 یادونه: د ولایتونو د استازو د ټاکلو لپاره پورتني معیارونه د افغانستان د کورنی کرکټ د مسؤل نظیم جار عبدالرحیمزي ترتیب کړي.