د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کابل کې د کرکټ سټډیم چارې ودرول شوي

کرکټ څانګه 15.07.2010 15:19

د کابل ښاروالۍ کرکټ بورډ ته رسمي مکتوب استولی چې د شهيد نادرخان له تپې لاندې سيمه کې د کرکټ سټډیم د جوړولو چارې ودروي. ښاروالۍ وايي چې په کومه مځکه د کرکټ سټيډيم د جوړولو چاروې روانې دي، د کابل د ښاروالۍ اړوند مځکه ده.

د کابل ښاروالۍ وايي چې که کرکټ بورډ غواړي سټډیم جوړ کړي نو د ولسمشر حامد کرزي څخه دې فوق العاده فرمان واخلي او مځکه دې د کرکټ بورډ په نامه کړي. ښاروالۍ وايي تر هغې چې مځکه د کرکټ په نامه نه وي نو د کرکټ سټيډيم د جوړولو اجازه به ورنکړي.

د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر ایمل شینواري ټول افغان ته وویل چې دا کومه لویه ستونزه نه ده، ((کرکټ بورډ د ښاغلي جمهور ریس اداري دفتر ته رسمي مکتوب استولی او ډیر ژر به د مځکې ملکیت د کرکټ بورډ په نوم شي.))

ډاکټر شینواري وايې چې ((دا ځمکه د دولت مځکه ده، څو ورځې مخکې د کابل ښاروالۍ اړوند اتمې حوزې د دې مځکې د اسنادو د سپيناوي غوښتنه وکړه. د سټډیم د جوړیدنې چارې سستې روانې دي خو په څو ورځو کې به د جمهور ریس د موافقې څخه  وروسته  ښې پسې ګړندۍ شي.))

داسې پتيل شوې ده چې د کابل سټيډيم به د ۲۰۱۱ کال د مارچ په مياشت کې بشپړ جوړ شي خو که د مځکې د ملکيت ستونزه هواره نه شي نو کېدای شي ډېر وخت ونيسي. په افغانستان کې د مځکو د ملکيت د ستونزو هوارول عموما ډېر وخت نيسي.