د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جمعې لمونځ

الحاج فضل الله رشتين 14.07.2010 11:39

د جمعې د ورځې ارښت او فضيلت

د جمعې ورځ د اونئ د ټولو ورځو په پرتله مهمه او مباركه ورځ ده ( مسلم )
د جمعې ورځ د كوچني اختر او لوى اختر له ورځو څخه هم بهتره ورځ ده .
( مسند أحمد )
خداى پاك حضرت آدم د جمعې په ورځ پيدا كړی دى . ( مسند احمد )
خداى پاك حضرت آدم د جمعې په ورځ ځمكې ته راكوز كړی دى . ( مسلم )
حضرت آدم د جمعې په ورځ وفات شوى دى . ( مسلم )
د جمعې ورځ داسې يوه ورځ ده چې د خداى پاك په دربار كښې د مسلمان بنده دعا قبوله كيږي. ( مسلم )
د جمعې په ورځ به قيامت وي . ( مسلم )
د جمعې په ورځ يا شپه د كهف د سورې لوستل مستحب ګڼل كيږي . ( نسائي )
د جمعې په ورځ په هر بالغ مسلمان باندې غسل كول واجب دى. ( بخاري او مسلم)
د جمعې په ورځ هر مسلمان ته ښائي چې پاكې او ښې جامې په تن كړي او له كور څخه بهر ووځي . ( بخاري او مسلم )
د جمعې د لمونځ د ادا كولو د پاره بايد چې هر مسلمان وختي مسجد ته ځان ورسوي .( بخاري او مسلم )
تر څو چې امام جومات ته دا خل شوى نه وي تر هغه وخته بايد چې نفل او سنت لمونځونه ادا كړاى شي . ( ابو داوود)

فرضيت :

د جمعې لمونځ په هر مسلمان بنده فرض دى. د جمعې د لمونځ فرضيت په لاندني آيت كښې راغلى دى :
" يا ايهالذين آمنوا اذا نودى للصلوة من يوم الجمعة فاسعو الى ذكر الله و ذرو االبيع ( الجمعه 9)
اى هغو خلكو چې ايمان مو راوړى دى ! كله چې د جمعې په ورځ د لمانځه آذان وويل شي نو تاسې د الله د ذكر په طرف لاړ شئ او خريد او فروش پريږدئ. دلته خريد او فروش يوازې په دې معنى نه ده چې دكانداران دې خريد او فروش پريږي بلكې ددې مطلب دادى چې ټول خلك بايد دنيوي كارونه پريږ دي او لمانځه لاړ شي. كه بزرګر دى ، كه موټروان دى ، كه نجار دى كه خادم دى ټولو ته ښائي چې خپل خپل كارونه پريږدي او په بيړه جومات ته د لمانځه دپاره ځانونه ورسوي
د جمعې ورځې ته ولې جمعه وائي ؟
د جمعې ورځې ته ، په دې خاطر جمعه وايې چې خداى پاك په دې ورځ د ټولو شيانو د پيدا كولو څخه فارغ شوى ؤ ، ګوياپه دې ورځ د ټولو مخلوقاتو اجتماع شوې ده ، مونږ كورو چې د جمعې د لمونځ د پاره د خلكو اجتماع كيږي .
د " فاسعو " مطلب دا نه دى چې لمونځ ته په منډه راشئ ، بلكې ددې مطلب دادى چې د آذان پسې په فوري ډول كار او بار بند كړئ او په ډير وقار او درنښت سره لمونځ ته راشئ . د لمونځ د پاره منډه اخستل لازمه نه ده .
پرته له كوم شرعي عذر څخه د جمعې لمونځ پريښودل او نه ادا كول لويه ګناه ګڼل كيږي.
رسول الله صلى على الله فرمائيلي دي چې :
" څوك چې درې جمعې د سستئ او لټ توب له امله د جمعې لمونځ ادا نكړي نو دهغه په مهر او ټاپه لكول كيږي. ( ابو داوود)
ددې ليكنې مطلب دادى چې هر مسلمان چې بالغ وي او عاقل وي بايد چې د جمعې لمونځ ادا كړي په اسلامي هيوادو كښې ډير داسې ځوانان ، هلكان شته چې د جمعې د لمونځ په ادا كولو كښې له جديت څخه كار نه اخلي او بې پروائي كوي . دا په اول سر كښې د مور او پلار وظيفه ده چې خپل اولادونه د جمعې د ورځې او همدا شان د نورو پنځه كونو لمونځونو ادا كولو ته وهڅوي او له بې غورۍ څخه كار ونه خلي . هلك چې اوه كلن شي نو لازمه ده چې له پلار سره جومات ته لاړ شي خو كه چيرې پلار جومات ته نه ځي نو دا اوه كلن هلك به څنكه په جومات كښې د لمونځ له كولو سره شوق پيدا كړي ؟
د جمعې لمونځ ادا كول ، په ښار كښې ، په كلي كښې ، په جومات كښې ، آزاده فضا كښې او هر ځاى كښې جائز دى.
درى كسان كولاى شي چې د جمعې لمونځ په جماعت سره ادا كړي .

په عربي هيوادو لكه كويټ ، سعودي عربستان ، عربي امارات ، مصر ، بحرين كښې جوماتونه ډير دي ، په هر دوه كيلومترۍ كښې يو جومات پيدا كيږي ، په جوماتونو كښې د نظافت خيال ساتل كيږي ، د اوداسه د پاره هم ځايونه جوړ شوي دي خو له بده مرغه زمونږ په هيواد كښې د جوماتونو شمير ډير لږ دى. په كابل او نورو ولاياتو كښې د جوماتونو جوړولو ته سخت ضرورت دى . هيله ده چې مربوطه خواوې او عام خلك به دا مشكل په نظر كښې ونيسي او د حل د پاره به يې هڅې او اقدامات وكړي.