د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رجب د مسلمانانو لپاره د الله جل جلاله د نصرت او مرستې مياشت

سيف الله مستنير 11.07.2010 08:23

رجب د مسلمانانو لپاره د الله جل جلاله د نصرت او مرستې مياشت
ژباړه: سیف الله مستنیر


الحمد لله، والصلاة والسلام على رسول الله، وعلى آله وصحبه ومن والاه.

الله جل جلاله انسان په ډېرو نورو مخلوقاتو غوره ګڼلى دى، لكه چې فرمايې: وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلاً، ۷۰ آيت الإسراء سورت. يعنې: انسانانو ته مو په نورو ډېرو مخلوقاتو باندې ښه والى وركړى د ښېګڼو په زیاتوالي سره. عقل يې وركړى، د فكر وړتيا يې وربښلې ده، ترڅو له هغو پېښو څخه پند واخلي، چې په انسان باندې تېرېږي، خير او شر يې وپېژني او هم د خير پېښو ته وده وركړي او له ناوړو پېښو ځان خلاص كړي. داسې نه چې پېښې داسې تر ځان تېرې كړي، لكه د سره چې پېښې شوې نه وي.

الله جل جلاله د دغه ډول پېښو لپاره ځانګړي ځايونه او ټاكلي مهالونه غوره كړي، چې په خپل وخت كې ډېر اغېز لري، ښه پند او نصيحت ترې ترلاسه كېداى شي.

د ساري په توګه، ظلم او تېرى هر چېرې ناروا او ګناه بلل كېږي، خو كه په كعبه شريفه كې دا تيرى او ظلم وشي، نو ګناه يې ډېره لويه او ډېر ناوړه كار دى، لكه چې فرمايي: وَمَن يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ، الحج ۲۵ آيت. يعنې: څوك چې په كعبه كې د الحاد د ظلم اراده وكړي نو له دردوونكي عذاب څخه به وڅكي. همدغه ظلم او تېرى هروخت ګناه او ناوړه كار دى، خو په (حرامو مياشتو) كې ډېر ناوړه كار دى او ګناه يې هم ډېره لويه ده. الله جل جلاله فرمايي: فَلاَ تَظْلِمُواْ فِيهِنَّ أَنفُسَكُمْ، التوبة،۳۶ آيت. يعنې: پس په دغه مياشتو كې په خپلو ځانونو ظلم مه كوئ.

همدارنګه هغه ښې او ناوړه پېښې چې په نورو مياشتو كې پېښېږي، كه په حرامو مياشتو كې رامنځ ته شي، نو ډېرې د فكر او تامل وړ دي او اغېز يې د نورو مياشتو په پرتله ډېر دى. نن تاسې د رجب د مياشتې په درشل كې ياست، رجب يوازنۍ او د سختۍ مياشت ده، هغه مياشت ده، چې الله يې درجه لوړه بللې ده، همدارنګه نبي كريم صلى الله عليه وسلم د مهمو مياشتو څخه شمېرلې ده.

زه هم په دې مياشت كې درى د پام وړ پېښې در په ګوته كوم، ترڅو يې پر وړاندې لږ تم شو، په اړه يې ژور فكر وكړو، درس او پند ترې واخلو او په دې سره موږ هم د خير پيمانې ته څه ور ډېر كړو او هم په دې ډول په ښو او غوره كارونو لاس پورې كړو، له بلې خوا له دې ډول ناوړه پېښو څخه ځانونه وساتو. لنډه دا چې دا پېښې سر سري تر سترګو تېرې نه كړو، بلكې د دې پېښو په هكله سم او ژور فكر وكړو او په هغه څه لاس پورې كړو، چې پر ځان يې اړين بولو.
لومړۍ پېښه: د اسرا او معراج پېښه ده، دغه پېښه د باوري رايو پر بنسټ د رجب د مياشتې په ۲۷ مه نېټه منځ ته راغلې ده، چې د دې پېښې تر مخ حضرت بي بي خديجه رضى الله تعالى عنها او بيا د نبي كريم صلى الله عليه وسلم تره ابي طالب له نړۍ څخه سترګې پټې كړې دي، چې له دې وروسته د نبي كريم صلى الله عليه وسلم او د هغه د ملګرو ژوند تريخ او ستونزې يې ډېرې شوې، نور په مكه مكرمه كې هم د نبي كريم صلى الله عليه وسلم دعوت په وچه ودرېد، هېچا د اسلام لور ته مخ نه كاوه، نو الله جل جلاله په اسرا او معراج سره خپل خوږ او ګران نبي ونازاوه، لومړى يې په شپه كې له مكې څخه بيت المقدس ته او له هغه ځايه يې معراج ته پورته كړ، چې هلته نوموړي د خپل پالونكي بې شمېره نښې او نښانې وليدې، په دې پېښې سره الله جل جلاله له يوې خوا اسلام ته عزت او سر لوړي ور و بښله او له بلې خوا يې نبي كريم صلى الله عليه وسلم ته ډاډ وركړ او دا يې ورته وښوده، چې د كفر ځواك په نړېدو او برياليتوب را نږدې دى.

ګرانو وروڼو!

دلته يو د پام وړ ټكى ډېر مهم او په زړه پورې دى، چې نور ډېر خلك ترې نا خبره دي او لازمه ده، چې بايد په اړه يې پوره فكر او تدبر وكړو، هغه دا چې د اسرا او معراج په پېښه كې الله جل جلاله خپل استازى د سختۍ پر مهال په دوو لويو مرستو ونازاوه، هم يې خپل ځان ته ور پورته كړ او هم يې خپله مرسته ورسره اعلان كړه، چې له دې پېښې څخه څو ورځې وروسته له نبي كريم صلى الله عليه و اله وسلم سره د مدينې منورې د وفد له خوا په عقبه كې بيعت وشو او پرله پسې نور برياليتوبونه ور په برخه شول.

په رښتيا هم چې دا ډول پېښه زموږ نه غواړي، چې فكر او تدبر پكې وكړو او پند ترې واخلو، كله چې دا پېښه را يادوو نو بايد موږ هم خپله شپه او ورځ يوه كړو، خپل سفر لا پسې وغځوو، د زړه له كومې د حق د پيروانو لپاره مرسته وغواړو، موږ په دې ډاډه يو، چې هرومرو به الله جل جلاله د دغه دين او د هغه د پيروانو مرسته كوي، تر دې چې يو ځل بيا د نبي كريم صلى الله عليه وسلم له لارښوونو سره سم اسلامي خلافت را منځ ته شي او په دې سره ټولو مسلمانانو ته خوشالي او سوكالي ورپه برخه شي.

دويمه پېښه: په دې محترمه مياشت كې دويمه پېښه د بيت المقدس فتح ده، چې د ۵۸۳ سپوږميز(قمري) كال د رحب په ۲۷ نېټه د مسلمانانو په برخه شوه. لكه څنګه چې په لومړۍ پېښه يعنې د اسرا او معراج په واقعه كې خلك د مرستې د غوښتنې له ارزښتناك راز څخه ناخبره دي، همدارنګه د بيت المقدس د فتحې په لمانځنه كې خلك له مهم راز څخه ناخبره دي.


هغه دا چې د اقصى جومات د ۵۸۳ هـ ق كال په رجب كې فتح شو او له دې څخه وړاندې يعنې په ۵۶۷ سپوږميز (قمري) كال كې مصر چې په ۳۵۹ سپوږميز(قمري) كال كې د فاطميانو له خوا له اسلامي خلافت څخه بېل شوى ؤ، بېرته له خلافت سره يوځاى كړاى شو، يعنې صلاح الدين او له هغه څخه وړاندې نورالدين تر هغه د فلسطين پر فتح كولو بريالي نه شول، ترڅو يې چې مصر له اسلامي خلافت سره يوځاى كړ.

كله چې د ناصر عباسي خليفه د خلافت په دوره كې صلاح الدين د مصر او شام والي وو، الله جل جلاله مسلمانانو ته دا بريا ور په برخه كړه، چې فلسطين د صليبيانو له چټلو منګولو څخه را وباسي، خليفه ته د فتحې زېرى ور واستوي او ټول مسلمانان د الله اكبر او الحمد لله په ويلو سره د فلسطين د فتحې خوشالۍ او شكرانې ترسره كړي.

د بيت المقدس د فتحې په يادولو سره دا خبره بايد د هرچا عقل او فكر ته ورسېږي، چې څوك د بيت المقدس آزادي غواړي، نو د همت مټې بايد را بډ وهي او په ټينګه سره د يوه واحد اسلامي دولت د را منځ ته كولو لپاره د كار وكړي. د نبي كريم صلى الله عليه وسلم له لارښوونو سره سم داسې خلافت را ژوندى كړي، چې د يهودو جرړې را وباسي او له يهودو سره له خبرو او سولې پرته د فلسطين خاوره په بشپړ ډول له اسلامي نړۍ سره يو ځاى كړي، كه د فلسطين په فتح كولو نه توانېږي، لږ ترلږه خو دا د جهاد او مبارزې لړۍ ژوندۍ وساتي، ترڅو الله جل جلاله هغه څوك را پيدا كړي، چې د فلسطين فتح يې د هغه په برخه كړې وي.

دريمه پېښه: د دې محترمې مياشتې درېمه پېښه د كفارو او ښكېلاګرو له خوا د اسلامي خلافت د له منځه تلو غميزه ده، چې هغه مهال د برتانيې په مشرۍ او خاينو عربو او تركانو په مرسته ښكېلاګرو وكولاى شول، چې مسلمانان او اسلامي نړۍ د اسلامي خلافت له نعمت څخه محرومه كړي او د ۱۳۴۲ سپوږميز(قمري) كال د رجب د مياشتې په ۲۸ نېټه چې ۱۹۲۴ زېږديز(ميلادي)كال د مارچ يا آذار د مياشتې له ۳ نېټې سره سمون خوري، اسلامي خلافت را وپرځوي.

له دې دردوونكې پېښې وروسته نور د مسلمانانو غميزې پيل شوې، يوه واحده اسلامي نړۍ څو پنځوس ټوټې شوه او د هر جوړ شوي هېواد مشرتابه د ښكېلاګرو له خوا د دوى روزل شويو كسانو ته وسپارل شو، دا مشران هېڅكله په داسې څه يوه خوله نه كېږي، چې په هغې كې د اسلامي نړۍ خير او ښېګڼه نغښتې وي، بلكې د اسلامي نړۍ د خير ښېګڼې پر ضد يې موافقې كړې دي، داسې غونډې يې كړي دي، چې سراسر د مسلمانانو په تاوان دي، او په يوه خوله يې د فلسطين ډېره برخه د يهودو په واك كې وركړه او د اسلامي نړۍ نور هېوادونه یې لاندې کړي دي.

دغه مشران او حاكمان تر دومره بد حالت پورې را ورسېدل چې په عراق كې امريكا د ژغورنې لپاره د دوى د ځانونو په بيه موافقې كوي، دا ډول غونډې په بغداد او د مصر په شرم شيخ كې وشوې، آه چې دا څومره بد حاكمان او مشران دي. دوى ځكه له دې ډول سپكاوي سره مخ دي، چې دوى اسلامي خلافت ته شاكړې ده.

درنو وروڼو! نن زموږ اوستاسې څخه دا غوښتنه كېږي، چې بايد دا كار وكړو، كار به كوو او په دې ډاډه يو چې اسلامي خلافت به هرومرو بيا راژوندى كېږي، د نبي كريم  دا حديث به خامخا تحقق مومي، چې فرمايي:  «ثُمَّ تَكُونُ خِلاَفَةً عَلَى مِنْهَاجِ الـنُّـبُوَّةِ» يعنې بيا به د نبوت د لارښوونو او تګلارو سره سم خلافت را منځ ته كېږي. كه دا خلافت را منځ ته شو، هله به موږ او تاسې د عزت خاوندان كېږو او برياليتوب به مو په برخه كېږي او په داسې حالت كې به له خپل الله جل جلاله سره مخامخ كېږو، چې هغه به را څخه راضي او خوښ وي، په داسې حال كې به مړه كېږو، چې له داسې خليفه سره به مو بيعت كړى وي، چې د الله جل جلاله احكام په ځمكه كې پلي كوي او نوموړى به د قيامت په ورځ زموږ په حق كې ګواهي وركوي، هغه مهال به موږ د جاهليت په مړينه نه وو مړه شوي.

ښاغلو لوستونکو! په دې محترمه مياشت كې د دې دريو پېښو په يادولو سره بسنه كوم، چې په دې كې:

د الله جل جلاله له لوري د اسرا او معراج پېښه رامنځ ته او د مرستې غوښتنه شوې ده. له اسلامي خلافت سره د مصر له يو ځاى كېدو څخه وروسته د فلسطين پاكه خاوره د صليبيانو له ناولو منګلو څخه آزاده شوې او هم په دې مياشت كې د اسلامي خلافت د نړېدو ناورين رامنځ ته شوى دى او دا لازمه ده، چې بېرته بايد را ژوندى شي!

د لیکنې په پاى كې الله جل جلاله ته لاسونه پورته كوم او ستاسې ټولې ته د سالم فكر، ريښتني عمل او د كار د ګټورتوب دعا كوم او له الله جل جلاله څخه هيله كوم، چې خير او بركت را په برخه او لوى برياليتوب را په نصيب كړي. آمين

والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته.
ژباړه او لنډون: د حزب التحریر د امیر عطاء بن خلیل ابو رشته رحمه الله علیه، له ویناؤ څخه