د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان لوبډله د دوشنبې په ورځ سهار کابل ته رسي

کرکټ څانګه 10.07.2010 23:38

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د دوشنبې په ورځ سهار په شپږ بجو د کابل هوايي ډګر ته له هالينډ څخه رسي. دا خبره د لوبډلې مدير سيد نظيم جار ټول افغان ته د ټیلي فون په ليکه له هالينډ څخه وکړه.

افغان لوبډله هالينډ ته د کرکټ د نړيوالې شورا د لومړي ډويژن د سيالۍ په موخه تللې وه چې درېم مقام یې په کې لاس ته راوړ.

افغان لوبډله به نن يکشنبه له هالينډ څخه د کابل په لورې ځي او له دوبۍ څخه به د دوشنبې په سهار د کام اير هوايي شرکت په الوتکه کې کابل ته د سهار په شپږ بجو رسېږي.