حميد حسن د کال د غوره لوبغاړي جايزه واخيسته
10.07.2010 01:36حميد حسن له جايزې سره. انځور له کرکټ يورپ څخه
د افغانستان تېز توپ اچونکي نن د کرکټ يورپ له ويبپاڼې هغه جايزه تر لاسه کړه چې د ۲۰۰۹ کال د ډيسمبر په مياشت کې یې د یوې ټولپوښتنې له لارې ګټلې وه.
تېر کال د ډيسمبر په مياشت کې د کرکټ يورپ ويبپاڼې د اسوسيټس او افيليټ هېوادونو د غوره لوبغاړي د غوره کولو په موخه ټولپوښتنه وړاندې کړه چې حميد حسن په کې د کال غوره لوبغاړی ونومول شو. د ټول افغان لوستونکو د حميد حسن په ټاکلو کې مهم رول لرلو.
د ټولپوښتنې په مهال د ټول افغان هڅې
په ټولپوښتنه کې حميد حسن ۳۲،۷٪ او نږدې سيال وليم پورټفيلډ ۲۱،۴٪ رايې ګټلې وې. دحميد حسن نیژدې سيال د ایر لنډ کيپټن وېليم پورتر فيلډ و چې حميد حسن ورڅخه له زروڅخه ډېر ووټونه تر لاسه کړي وو. حميد حسن ټول ووټونه تر درې زرو ډېر وو .
حميد حسن ته د کرکټ يورپ ويبپاڼې دا جايزه نن په هالينډ کې ورکړه.
اړونده ليکنې: