د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لال پاچا ازمون یو وړ نوماند

زرغون پکتیکا 08.07.2010 13:26


ننګرهاریان دې ځان په دې ډېر نېکمرغه وبولي چې د استاد لال پاچا ازمون په څېر یو وړ، تکړه، لوستی، فکري ځوان کاندید لري. ډېر لږ ولایتونه به دغسې نېکمرغي ولري چې د استاد ازمون په څېر لوستو، وړ، دملي دریځ لرونکو، د ملي ارزښتونوپالونکواو سپېڅلوکسانو په کې د ولس د استازو په توګه ځانونه نومولي وي،ځکه له بده مرغه لا هم په هېواد کې د ټوپکیانو او جنګسالارانو راج چلېږي. لا هم دلته د منطق پر ځای ټوپک، کوتک او زور کارول کېږي.
که د بېلابېلو ولایتونو د ولسي جرګې د نوماندانو نوملړ وګورﺉ، نو ډېری یې یا ټوپکیان دي، یا د مافیا غړي، یا داسې کسان دي چې د ولس پر ځای خپلو شخصي، ګوندي او د بهرنیو بادارانو ګټو ته ډېر ژمن دي. هر ساعت او هره شیبه د ولس په سر سودا ته تیار دي.
ځینې بیا دولت پلوي کسان دي چې د دولت په هره مرداري سترګې پټوي. ولسمشر، ډاکټر وردګ، زاخېلوال او نور لوړ پوړي چارواکي چې څه ورته ووايي، نو نا نه وايي ان تر دې چې د مخدوم رهین په څېر وزیر ته نه یواځې رایه ورکوي، بلکې پراخ کمپاین ورته کوي او نور وکیلان هم دېته هڅوي چې هغه ته رایه ورکړي لکه اغلې صفیه صدیقي چې نه یواځې ډاکټر عبیدالله عبید او مخدوم رهین ته یې رایه ورکړه، بلکې په کور کې یې ماښامنۍ مېلمستیا ورته تیاره کړه ، نور وکیلان یې هم رامېلمانه کړل او د دغو دو سرسختو سیتمیانو په ګټه یې د رایو کارولو ته وهڅول.
خو لال پاچا ازمون هغه څوک دی چې پوره ډاډ او حساب پرې کولی شې، ځکه په تېرو څو لسیزو استاد ازمون داسې څه نه دي کړي چې یو څوک ورته د انتقاد ګوته ونیسي.
استاد ازمون ټول عمر له کتاب او قلم سره تېر کړی دی. ادبي او کلتوري هڅې یې کړي. غونډې او بنډارونه یې رابللي دي. د هېواد ښاغلي او پیاوړي لیکوال، پوهان او مشران یې لمانځلي دي. لکه په اتیایمو کلونو کې د علامه رشاد بابا قدرونه چې په ننګرهار ولایت کې یې ورته لویه غونډه جوړه کړې وه. د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه یې ورته لیکوال، پوهانو او د علامه بابا او پښتو ادب مینه وال وربللي وو. همداسې نورې په لسګونو غونډې یې جوړې کړې دي.
د دې تر څنګ استاد ازمون په لږ وخت کې وکولی شول چې په لسګونو علمي، ادبي، سیاسي، روزنیز او نور ګټور کتابونه چاپ او د هېوادوالو لاسونو ته ورسوي. همدارنګه استاد ازمون د هېواد او په تېره د ننګرهار د ځوان نسل په روزلو کې بې سارې هلې ځلې کړې دي. د ده د همدغو هلو ځلو له برکته نن په ننګرهار کې ګڼ ځوانان په ادبي او ژورنالستیکو هلو ځلو بوخت دي.
استاد ازمون لا ان د طالبانو په سخت چاپیریال کې خپلې کلتوري او ادبي هلې ځلې تاندې وساتلې. ننګرهار، کندهار، خوست، هرات او د هېواد نورو سیمو او ولایتونو ته یې د ادبي هلو ځلو د پیاوړي کولو په موخه سفرونه وکړل، یونلیکونه یې ولیکل، د اړوندو ولایتونو د ځوانو لیکوالو او شاعرانو د هڅونې په موخه یې د هغوی ګډې شعري ټولګې چاپ کړې او په دې ډول یې د دوی د دوی د تاندو وړتیاو د غوړولو په موخه ګټورې هلې ځلې وکړې.
سره له دې چې د استاد ازمون په دې کم ژوند کې ډېر نظامونه او رژیمونه لاړل او راغلل، هر نظام او رژیم په خپلو وختونو کې ډېر پلویان پیدا کړل، ډېر ځوانان د هغو په شعارونو او تشو ژمنو تېروتل، له خپلې لارې یې کاواکه کړل، له خپلو لارو او موخو یې واړول، خو استاد ازمون هغه څوک دی چې ترپایه د هیڅ رژیم تر څنګ ونه درېد، ځکه استاد ازمون پوهېده چې دغه نظامونه د نورو په غوښتنه او زور رامنځته کېږي. له همدې امله یې نه په واز کومي د رژیمونو داسې ستاینې وکړې چې بیا پرې پښېمانه شوی وي.
ازمون د خپلې پوهې، سیاسي درک او وړتیا له مخې ټول رژیمونه ډېر ښه پېژني. هغه په دې ښه پوهېږي چې څوک زموږ درد دوا کولی شي او څوک زموږ دردونه ډېرولی شي، نو له دې امله ښاغلي ازمون له دغو پردي پالو نظامونو څخه ګوښه توب او د ولس تر څنګ ودرېدل غوره بللي دي، نو له همدې امله تراوسه پورې د خپلو خلکو او ولس تر څنګ ولاړ دی. او اوس یې دادی د خپلو خلکو د حقونو د ترلاسه کولو په موخه د ولس استازولي ته ځان نومولی دی.
استاد ازمون د ارزښتونو سړی دی. د استاد ازمون په څېر د یو رښتیني، وړ او ملي استازي لرل به یواځې ننګرهار نه بلکې، د هېواد د ملي شورا او په لویه کې د افغانانو او افغانستان د حیثیت د ساتلو اوپرځای کولو لپاره ډېر ګټور وي، ځکه ازمون داسې څوک نه دی چې د چا د غوړو ژمنو، بې ځایه هڅونو، ، ګواښونو، زر او زور تر اغېز لاندې راشي.
ازمون په خپل تېر ژوند کې له دې ټولو ازمونونو او ازمېښتونو څخه سورمخ او سرلوړی راوتلی دی. ازمون تر هر څه خپل ولس، خپلو ارمانونو او موخو ته ژمن دی، په دې برخه کې د هیڅ شي او هیچا پروا نه کوي، خپلې موخې او ارمانونه ډېر په جرت په ډاګه کوي.
که موږ په راتلونکي ولسي جرګه کې لږ ترلږه اتیا یا سل تنه د ازمون په څېر ملي ، سپېڅلي او وړ استازي ولرو، نو په ډېر باور یې درته ویلی شم چې بیا به دا ډېره سخته وي چې د مخدوم رهین په څېر پردي پالي وزیران دې له ولسي جرګې څخه د باور رایه ترلاسه کړي او یا دې د جنګسالار محقق او قاتل دوستم په څېر په ډېره سپین سترګي یو څوک له ولسمشر سره د ټاکنو پرمهال داسې په ښکاره د افغانستان پر وزارتونو سودا وکړي.دا به ډېره سخته وي چې دغسې پردي پالي، جنګسالاران، نااهله او د ملي ضد افکارو لرونکي کسان دې له ولسي جرګې څخه د وزیر په توګه د باور رایه ترلاسه کړي.
لال پاچا ازمون خپلو تېرو فرهنګي او ادبي هلو ځلو ته په پام سره د دې ډېر ښه مهارت لري چې څنګه ګڼ خلک یوې ګډې موخې ته د رسېدو او یا په ګډه د یوې ارزښتناکې کړنې د ترسره کولو په موخه څنګه سره را جرګه کړي، نو د دغه وړ ناوړه او نا اهله وزیرانو د باور رایو د اخیستلو پرمهال به ازمون کابینې ته د هغوی په ورتګ کې ډېر ښه او اغېزناک رول ولوبوي، ځکه ازمون کولی شي چې د هېواد د ټولو سیمو ملي او سپېڅلي استازي د ملي ګټو او ارزښتونو د پاللو او د نااهلو او پردي پالو د ناسمو موخو د مخنیوي په موخه سره ر ایو ځای کړي.
په ولسي جرګه کې د استاد ازمون او د ده په څېر د نورو ملي او ولسپالو رښتینو استازو د شتون ګټه به دا وي چې نور به مو، نو ولسي او بې ګناه خلک د بهرنیو ړندو بمباریو او ناڅرګندې او بې هدفه جګړو قربانیان نه وي.
ازمون د اوسنیو ټولو وکیلانو برعکس ډېر په مېړانه دا جرت کولی شي چې په بهرنیانو فشار راوړي چې د افغانانو له وژلو لاس واخلي او د دغه فشار لپاره به ګڼې لارې وکاروي، د بېلګې په توګه ازمون کولی شي چې خپل ټول ملي او سپېڅلي استازي او ملګري دېته وهڅوي چې د احتجاج په توګه تر هغه پورې د ولسي جرګې ورونه وتړي او کاري اعتصاب وکړي تر څو چې بهرنیان د ملکي وګړو له وژنو لاس وا نه خلي.
که استاد ازمون د ننګرهار د لوستو او هوښیارو خلکو په ملاتړ ولسي جرګې ته لاره وکړي، نو باور دی چې ټول ولس به د هغه د وکالت او استازولي خواږه وګوري . هغه دا چې استاد ازمون به په اوسمهالو اداري فساد او اختلاس ککړو چارواکو خپلو فشارونو ته تر هغه پورې دوام ورکړي چې تر څو یې د ولس د ستونزو د هواري په موخه عملي ګام نه وي پورته کړی او دا کار به د اوسمهالي دولت په ګټه هم وي.
دولت ته به یې ګټه دا وي چې د ازمون په څېر لوستي ، د ملي فکر او خواخوږي لرونکي وکیلان به په دولت کې د اختلاس ، بډو، غلا او نورو ټولو هغو ناسمو کړنو مخه ونیسي چې له امله یې افغانستان په ټوله نړۍ کې بدنام دی او بهرنیان تل یا په همدې پلمو خپلې مرستې سپموي او یا نورې ډول ډول ننګونې کوي.
د استاد ازمون وکالت به د ایران د اوسمهالو بربنډو او افغان ضد لاسوهنو مخه هم ډب کړي، که چېرې موږ په ولسي جرګه کې د استاد ازمون په څېر استازي ولرو، نو ګومان نه کوم چې د ایران په لمسون او هڅونه دې د کوچیانو او بهسودو د استوګنو تر منځ د څړځایونو په سر شخړه دومره لویه شي چې د ولسمشر مرستیال دې په بهسود کې خېمه ودروي او کوچیانو ته دې د خپلو وینو د بهولو تر بریده د وتلو او د څړځایونو د پرېښودلو ګواښ وکړي.
په ولسي جرګه کې د استاد ازمون د شتون بله ګټه به دا وي چې نور به نو ولسمشر کرزی دې ته اړ نه وي چې همدا څو په ګوتو شمېر کسان دې له یوه ځایه څخه بل ، له یو وزارت څخه بل، له یوې سیمې څخه بلې ته د وزیر او والي په توګه واستوي.‎ لکه ګلاب منګل چې له پکتیکا څخه یې لغمان او له هغه ځایه څخه یې هلمند ته واستوي.
یا حنیف اتمر له کلیو او پراختیا وزارت څخه د پوهنې وزارت اوله هغه ځایه څخه د کورنیو چارو وزارت ته واستوي، همداسې نور په لسګونو او سلګونو چارواکي چې لکه د سطرنج دانې چې له یوه ځایه څخه یې بل ځای ته بدلوي رابدلوي.
د استاد ازمون په څېر د رښتینو استازو له برکته به دغه د چارواکو د ادلون بدلون تکراري او اوږد بهیر اغېزمن او را لنډ شي، داسې چې که یو څوک په پکتیکا کې اغېزمن نه وو، نو فکر نه کوم چې هغه دې په لغمان کې هم اغېزمن واوسي. هغه باید د لغمان پر ځای کورته لاړ شي او ځای یې داسې یو چاته خالي شي چې د هېواد او ولس ته په ګټه وي.
لنډه دا چې د استاد ازمون په څېر د رښتینو استازو په بریا او ولسي جرګې ته په ورتګ سره زه باور لرم چې راتلونکې ولسي جرګه به تر اوسنۍ هغې په کراتو ولسپالې، اغېزمنه، ګټوره او ښه وي، ځکه چې د ولس رښتیني او خواخوږي استازي به په کې ځای پیدا کړي.
که چېرې زموږ هېوادوال په خپلو سیمو او ولایتونو کې د استاد ازمون په څېر رښتیني، وړ ، ملي او سپېڅلي نوماندان تشخیص کړي او بیا د هغوی د بریا لپاره هلې ځلې وکړي، نو زه باور لرم چې دغه وړ او رښتیني کسان به ډېره په اساني د خپل ولس او ملت په ملاتړ ولسي جرګې ته لاره وکړي او د دې ګټه به په ډېر لږ وخت کې ټول هېواد او هېوادوالو ته ورسېږي.
که خدای کول د دغو رښتینو استازو د ملي هڅو او هلو ځلو له برکته به هېوادوال له اوسمهالو ستونزو څخه خوندي شي. دا ځکه چې د استاد ازمون په څېر رښتیني استازي تر بل هر چا خپل ولس ته ژمن دي، نو که چېرې زموږ د ولسي جرګې استازي هغه قوانین، مقررات او پلانونه ومني چې د ولس په ګټه وي، نو باور دی چې د ولس په ژوند کې به یو هر اړخېز او ګټور بدلون راشي. د ولسي جرګې باور او حیثیت به پرځای شي. د افغانستان هغه حیثیت چې د اوسمهالو چارواکو او ولسي جرګې د استازو له لاسه زیانمن شوی دی بېرته پرځای شي.
د همداسې یوې ورځې د راتګ او رښتینو استازو او ولسي جرګې د لرلو په هیله!