د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هر چا چې بی ځایه په افغانستان کې ځان ازمویلی، ناکام شوی دی

رحمت اله روان 05.07.2010 08:57

په افغانستان کې دبهرنیو قواوو نوی قوماندان جنرال ډیویډ پیتریویس تر هغه وروسته چی دامریکا دکانګرس رایی تر لاسه کړه دتیری جمعه په ورځ کابل ته ورسیدی
پیتریویس مخکی دکابل له سفره د ناټو تړون مرکز بروکسل ته لاړ او د تړون غړیو هیوادونو ته یې ډاډ ورکړ چې د طالبانو پرضد روانه جګړه د نړیوالو ځواکونو د تلفاتو د شمیر له زیاتیدو او ځینو نورو ستونزو سره سره ښه پرمخ درومي
ډیویډ پیتریویس وویل چې د جنرال سټنلي مک کرسټل له لوري په جوړه شوې جنګي ستراتیژۍ کې به هیڅ راز بدلون رانه شي خو ده په عین حال کې وویل پر هغو محدودیتونو به بیا کتنه وکړي چې له امله یې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د امریکايي او ناټو ځواکونو د پرمختګ مخه نیول کیږی.
ده وویل :« سخت جنګ او سخت مرګ ژوبله دوام لري خو موږکلکه اراده کړې چې په راتلونکو څو میاشتو کې وضعیت بدل کړو
ده د ناټو ترمشرۍ لاندې د ایساف ځواکونو د قومندانانو او افغان چارواکو غونډې ته وویل چې د ده له ټاکلو سره یوازې د دې ځواکونو قومانده بدله شوې نه ستراتیژي.ده ټینګار وکړ سره له دې چې تیره میاشت(جون)د نړیوالو ځواکونو لپاره خورا خونړۍ وه ، ستراتیژي به بدله نه کړي.
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو نوي عمومي قومندان جنرال ډیوید پیترایوس د نړیوالو ځواکونو د قوماندې له ترلاسه کولو وروسته وویل چې د افغانستان نهه کلنه جګړه حساسې مرحلې ته رسیدلی ده
ده په کابل کې د ناټو ځواکونو په مرکز کې وویل :«موږ په سخته جګړه کې ښکیل شو.له نهه کلنې جګړې وروسته موږحساس پړاو ته رسیدلی یو.موږټول د طالبانو،القاعده او د دوی د نورو ملګروسخت درسیځو ډلو په هغه خطر پوهیږو چې دې هیواد(افغانستان)، سیمې او نړۍ ته یې پیښ کړی دی او موږ د دې لپاره راغلي یو چې د دې خطر په له منځه وړلو کې بریالي شو.»
جنرال بیترایوس وویل چې په افغانستان کې هیڅ کار اسانه نه دی خو له دې سره سره موږبه د وضعیت په بدلولو کې لازم پرمختګ وکړو
دا ځرګندونی په داسی حال کی کیږی چی د امریکا د جمهوریت غوښتونکو د ګوند رییس مایکل سټیل د خپل ګوند له خوا په جمهور رییس اوباما باندې سخت انتقادونه وکړل او ویې ویل، د افغانستان نهه کلنې جګړې ته د عسکرو استولو ژمنه اشتباه وه او دا جګړه د جمهور رییس اوباما انتخاب دی. ده د جمهور رییس اوباما داستعفی غږ وکړ
د ښاغلي سټيل په خبرو باندې سیاست والو سخت انتقادونه وکړل او ده وروسته یوه اعلامیه خپره کړه او د افغانستان له جګړې څخه یې د جمهوریت غوښتونکو د ګوند په ملاتړ ټینګار وکړ
خو خپله دا اشتباه یې اصلاح نه کړه، چې د افغانستان جګړه جمهور رییس اوباما نه، بلکې پخواني جمهورریس جورج ډبلیو بوش په امریکا باندې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د ۱۱ مې تروریستي حملې وروسته پیل کړي وه.
ډموکراټان چې په راتلونکي نومبر میاشت کې د کانګرس د منځنۍ دورې په انتخاباتو کې ورته چاپیریال سخت شوی دی، د جمهوریت غوښتونکو د ګوند د مشر دا خبره ورته ډېره ښه وسیله شوه، چې په خپلو جمهوریت غوښتونکو رقیبانو حمله وکړي او رای ورکوونکو ته وښیې چې د دغه ګوند مشر په دې نه پوهیږي، چې د افغانستان جګړه چا پیل کړې ده
محافظه کار لیکوال “بېل کریسټل” لومړنی کس و، چې د سټنډرډ په نامه اوونینزې کې یې ولیکل، ښاغلی سټیل باید استعفی وکړي.
کرېسټل چې د افغانستان د جګړې ملاتړی دی، په اوونیزې کې یې لیکلي: طبعاً، ځیني خلک شته چې فکر کوي موږ باید له افغانستان څخه ووځو.
دوی، د خپلې دې غوښتنې وړتیا هم لري. خو خبره دا ده چې د دوی په ډله کې باید د جمهوریت غوښتونکو د ګوند مشر نه وي ولاړ
ښاغلی سټیل د پنجشنبې په ورځ، د جمهوریت غوښتونکو ګوند په یوې غونډې کې د وینا په مهال چې خبریالانو ته د ورتلو اجازه نه وه ورکړ شوې، په جمهور رییس بارک اوباما باندې انتقادونه وکړل او ویې ویل، چې د افغانستان جګړه د ګټلو نه ده. د ده خبرې په ویډیو کې ثبت او په انټرنټ کې ایښودل شوي دي
د جمهوریت غوښتونکو د ګوند مشر دا هم وویل، که چیرې جمهور رییس اوبا د تاریخ داسې زده کوونکی وي، چې په خبره یې سر نه خلاصیږي نو غوره به داوي، چې په افغانستان کې دې جګړه نه کوي.
د تاریخ د زرونو کلونو په اوږدو کې هر چا چې په افغانستان کې ځان ازمویلی، ناکام شوی دی. د دې لپاره دلایل موجود دي. په افغانستان کې د دخالت او شاملیدو نورې لارې هم شته
د جمهوریت غوښتونکو د ګوند مشر په وینا کې وویل، د افغانستان جګړه د ښاغلی اوباما انتخاب دی او متحده ایالات یې فعالانه ملاتړ نه کوي
د امریکا د جمهوریت غوښتونکو د ګوند مشر په غونډې کې له وینا وروسته په خپرې کړې اعلامیې کی ویلی، په دې کې هیڅ پوښتنه نشته چې امریکا باید د تروریزم ضد جګړه وګټي
د ازادې نړۍ د امنیت په مقصد، د دې جګړې د ګټلو لپاره امریکا خپل کسان واستول. دا زموږ لپاره یو سخت ازمېښت دی، موږ په افغانستان کې له بري پرته بل هیڅ شی نه شو منلی.
د جمهوریت غوښتونکو د ګوند مشر ښاغلي سټيل دا خبرې په داسې حال کې وکړې چې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو نوی قوماندان جنرال ډېوېډ پټرویس د جمعې په ورځ افغانستان ته لاړ
ښاغلي سټیل، د جنرال مککرېسټل د لیرې کېدو په اړه وویل، د جنرال مککرېسټل لیري کول ډېر خندنی کار دی او له دې څخه معلومیږي، چې پوځیان له جمهور رییس اوباما څخه په تنګ شوي دي
د جمهوریت غوښتونکو د ګوند د مهمې انټرنټ پاڼې سر لیکوال ایرک ایرکسن، چې د ځوانو جمهوریت غوښتونکو نظرونه خپروي، د خپل مشر یعنې ښاغلي سټیل د لیرې کیدو غږ ګړی دی
یوه بل جګپوړي فرانسوي جنرال په یوه تبصره کې چې د تیری پنجشنبې په ورځ خپره شوه ، وویل چې په افغانستان کې د امریکا ستراتیژي نتیجه نه ورکوي او ناکاره یی بللی ده او دافغانستان روان ماموریت یی نا سم بللی دی.ده وویل چې په افغانستان کې حالات اوس تر بل هر وخت ډېر خراب دي. د فرانسې د کورني دفاعي پوهنځي ريیس وینسینت دیسپورتس د پاریس لي موند ورځپاڼې ته وویل چې د افغانستان لپاره د مخکیني امریکايي قومندان جنرال سټنلي مک کرسټل له لوري جوړه شوې ستراتیژي ناکامه ده او نتیجه یې نه ده ورکړې. د افغانستان وضعیت اوس تربل هروخت ناوړه دی. ده وویل د افغانستان لپاره د امريکا ستراتيژي ناکامه شوې او په نږدې راتلونکي کې داسې نه ښکاري چې بریالۍ شي. ښه دا ده چې امريکا پر خپله ستراتیژۍ له سره غور وکړي او امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي. ده زياته کړې مک کرسټل په دې ډېر ستایل شوی چې په افغانستان کې یې د ملکي تلفاتو په کمولو کې د پام وړ هلې ځلې کړي او د کرزي په شمول یې افغانان له ځانه خوشاله کړي دي حال دا چې دا ټول درواغ او له حقيقته ليرې خبرې دي. دیسپورتس همداراز د ولسمشر بارک اوباما پر هغې پرېکړې نیوکه وکړه چې په دسمبر کې یې وکړه او پراساس یې افغانستان ته دېرش زره نور سرتیری واستول. ده وویل :«هرڅوک پوهیږی چې په افغانستان کې د عسکرو په ډېرښت جگړه نه گټل کيږي نوموړی دامریکا دولسمشر په هغه پلان انتقاد وکړ چی ویلی دی افغانستان ته دیرش زره اضافی سر تیری استولی دي ، که دافغانستان جنګ جنګ وی نودغه دیرش زره سرتیری ورته کفایت نه کوی او که چیرته دغه جنګ سم نه وی نوباید دسر تیرو شمیره صفر ته را ټیټه شی))دغه جنرال په جون میاشت کې د سل تنو بهرنیو سرتیرو وژنې ته په اشاره سره ویلي ول چې د سرتیرو مړینه دا ښیې چې جګړه څومره نا سمه پلان شوي او د افغانستان حالت اوس د بل هر وخت په پرتله ډیر پیچلی او خطرناک دی، دغه جنرال یو وخت په افغانستان کی دفرانسوی هغو سرتیرو دقومندان په صفت هم وظیفه اجراکړي ده کوم چی دکاپیسا په ولایت کی ځای پر ځای دي.