د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سګريټ د طب او شريعت له نظره

زاهد جلالي 04.07.2010 12:12

زما مسلمانه وروره! پدی وپوهیږه چی اسلام ستا د صحت او سلامتی غوښتونکی دی، ددی لپاره یې ډیر فایده لرونګي څیزونه لکه میوه او داسی نور چی د انسان صحت ته ګټور وي حلال کړي. ټول مضر او خبیث څیزونه لکه شراب، چرس او... چې د انسان عفت ته او یا صحت ته ضرر رسوی منع او حرام کړیدی.
سګریټ د طب له نظره:
۱- د سوري هېواد حلب ښار کې د یوه کلتوری مرکز لخوا د سګریټ په اړه یو سمینار جوړ شوی و چې په دغه سمینار کی ډیر شمیر ډاکټرانو له ټولې نړۍ څخه برخه اخستې وه.
پدغه سمینار کی د هغو ناروغیو چی د سګریټ له امله پیدا کیږي يادونه وشوه چی له هغو څخه د حنجری سرطان، سږو سرطان، چی لدی څخه قلبي سکته هم پیدا کیږي؛ او داسې نوروخطرناکو امراضو یادونه وشوه.
۲- د حلب د سمینار په آخر کی دوکتور کنعان الجابی چی د طب د پوهنځۍ استاذ دی د سګریټ د اضرارو په اړه داسی وویل:
(( زه د ۲۵ کلونو راپدیخوا د سرطان د ناروغۍ معالجوي ډاکټر یم، ماته تردی دمه داسی د حنجری د سرطان داسی ناروغ ندی راغلی چی سګریټ څکونکى نه وی، سګریټ که لږ هم وڅښل شی ضرر لری؛ که دی لږ وڅښل لږ ضرر به وینی او که ډیر، ډیر)).
۳- پدی سمینار کی دوکتور خصائي د زړه د ناروغیو په اړوند خبري وکړي هغه وویل:
(( څوک که د ورځی لس ۱۰ سګریټه وڅښی د سرطان کيدو ډیر امکان یی شته، بیا یې وویل: ۹۰٪ د سرطان ناروغان سګریټ څکونکي وي.
۴- سګریټ ټولو خلکو ته ډیر ضرر رسو خو څوک چی ورزش کوی مستقیمه اغیزه پری لری.
۵- د زراعت یو انجینیر وایی: (( حیوانات هم پر خپلی غریزی پوهیږی چی تنباکو ضرر لری هیڅ یی ونی ته نه نیږدی کیږی)).
۶- دا طب ثابته کړی چی سګریټ د نیکوتین په نامه یوه ماده لری چی دا د انسان سږی پوښی او د انسان د وژلو لامل کیږی)).
د سګریټو په اړه احصائیه:
په نړی کی په کال کی ۱۰۰ میلونه ډالر په سګریټ مصرفیږی.
په پاریس کی د فرانسی د حکومت لخوا یوه احصائیه تر سره شوه چی پدی احصائیه کی دا په اثبات ورسیده چی په نړی کی په هرو ۱۳ دیارلسو ثانیو کی یو کس د سګریټ د څښولو له امله وژل کیږی، چی دا اندازه وخت پر وخت ډیریږی.
احصائیه وایی: هغه ناروغۍ چی د سګریټو سره پیدا کیږی یواځی د امریکې په متحده ایالاتو کې څلورسوه زره کسه د کال وژنی او په جرمنی کی یوسلو څلویښت زره کسه وژنی او په انګلستان کی اویا زره کسه وژنی.
د سګریټی کیسه:
دا کیسه استاذ جمیل زینو په خپل کتاب( سګریټ د دین او طب او په رڼا کی) لیکلې دی وایی:
زه د یو دوکان ترڅنګ ناست وم، ماته مخامخ یو سګریټی ناست وو. دلوګی سره یی ډیر تنګ شوم، کوټه هم تړلی وه، ژمی و هوا هم سړه وه، کوټه یی له لوګی څخه ډکه شوه؛ لږ تکڼي شوم بیا می زړه جگ کړ او سګریټی ته می وویل: کاکا! که خفه کیږی نه دا سګریټ دی دباندی وڅکوه دلته یی مه څښه کوټه هم تړلی ده، اوس یی پریږده بیا چی د باندې ووتی بیا یی وڅښه؛ سګریټی خفه شو او هیڅ ځواب یی رانکړ! بیا می یوځل ښار کی ولید، ورته مې وویل: کاکا ما وبښه! ویی ویل: خو سګریټ به څښم، ما ورته وویل کاکا زه نور څه نه غواړم پدی خبرې مې یواځې ستا د گټې لپاره درته وکړی، بیا تری ولاړم.
څو ورځی وروسته می بیا ولید؛ په شونډو یی وړه غوندې خندا خپره وه راته یی وویل: سګریټ می پریښودل. په حیرانتیا می تری وپوښتل: داڅنګه؟! راته یی خپله کیسه پیل کړه چی څنګه یی سګریټ پری ایښی ویی ویل: ما په سګریټ باندی زړه بایللی و؛ یوه دقیقه می هم بی له سګریټو ګوزاره نشوای کولی؛ تردې چې په ډیرو بلاوو یی اخته کړم؛ حتی تردې چی د شپی لخوا څو، څو ځله په امبولانس کی روغتون ته یوړل شوم. وخت پر وخت می نفس تنګی ډیریده حتی تردی چی د ډوډي خوړلو پرمهال می داسی حس کوله چې څه شی مې په حنجره کۍ دی، ډاکټرانو ته ولاړم؛ هیڅ ګټه یی ونکړه بالاخره یو متخصص ته ورغلم چی زما د سینی انځور یی وویست، کله چی یی انځور ته وکتل ویی پوښتم:
د ورځی څو سګریټه څښي؟
سګریټی: یونیم پاکټ
ډاکټر: که چیری یو سګریټ راواخلی او د یوی سپینی پردی پرمخ یی ووهې پرده به زیړه شې بیابه توره شی بیا که کوم سوری پر پردی وی هغه به هم بند شې، اوته دیارلس سګریټه د ورځی وهی نو ستا د سږو به څه حال وی؟!
سګریټی: اوس څه دوا راکوې؟
ډاکټر: زه تاته دوا نشم درکولی ته باید بیروت( د لبنان پلازمینه) ته ولاړ شی، هلته به ستا علاج کیږی او معینه دوا به درکوی.
سګریټی په ډیره وارخطایی: هیله کوم ماته ووایه چی څه ناروغی لرم؟
ډاکټر: پرتا سرطان نوی پیل شوی.
سګریټی پداسی حال کی چی مخ یی تک زیړ شو او په وارخطایی سره یی وویل:
س..س..سر..سر..سرطان؟؟؟
ډاکټر: ته باید سګریټ پریږدې ترڅو ښه شی.
سګریټی له خپله جیبه د سګریټو پاکټ راوباسې او ماتوی یی بیا یی پر مځکه ولی او ورته وایی : مخکی تردی چی ما لمنځه یوسی؛ ته می لمنځه یوړی.
ډاکټر: ځه اوس بیروت ته ولاړ شه او خپل د سرطان غم وخوره.
سګریټی بیروت ته ځې او له معاینو څخه وروسته ډاکټر ناروِغ ته:
ترڅو چی سګریټ پرینږدی علاج دی نه کوو.
سګریټی: ما د تل لپاره پرې ایښې.
ډاکټر: نور هره ورځ د علاج لپاره راځه چی سرطان دی لمنځه یوسو.
لدی وروسته سګریټي هره ورځ شفاخانی ته ځی ترڅو له سرطانه خلاص شی. د سګریټی سرطان د وړانګو په واسطه لمنځه وړی.
سګریټ د شریعت لنظره:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کی سګریټ نه و، خو په اسلامی شریعت کی داسی نصوص شته چی د سګریټ حرمت ثابتوی؛ مثلا: هرهغه څیز چی جسم ته ضرر رسوی حرام دی، ګاونډې ته ضرر رسوی حرام دی او یا مال تلف کوی حرام دی.
ژباړه: او د لوګی څښول د ځان قتلول دی.
د سګریټو په اړه د فقهاو حکم:
د حنفي فقهاو حکم:
ابن عابدین په تنصیح الحامدیه کی لیکلی:
(( که په سګریټو کې ځنی ضررونه ولیدل شې نو د حرام فتوی پرې ورکولې شو)).
نن ورځ طب دا ثابته کړی چی په سګریټو کی ضرر شته او ځنی اضرار خویی موږ په سترګو وینو لکه د مال ضیاع او د ټولنی فساد.
د شافعی فقهاو حکم:
په بغیه المسترشدین کی لیکل شوی:
(( خلک وایی چی تنباکو له بدو حلالو څخه دی، خو دا خبره سمه نده؛ د تنباکو څښل خو پریږده چی خرڅول یی هم حرام دی؛ ځکه چی پدی کی مال او وخت دواړه ضایع کیږی)).
شیخ قلبوی چی یو لوی عالم دی د سګریټ څښل یی حرام ګړی.
د حنبلی فقهاو حکم:
شیخ عبدالله بن شیخ ویلی:
(( د تنباکو د حرمت په اړه ډیر احادیث شته او علماو هم تنباکو حرام کړی)).
شیخ احمد السنهوری چی لوی حنبلی عالم و سګریټ یی حرام ګرځولی و.
د مالکی فقهاو حکم:
شیخ ابراهیم اللقانی سګریټ څښل حرام ګړی دی.
د نورو فقهاو حکم:
شیخ بدر الدین الحسینی الدمشقی چی لوی محدث دی د سګریټو په اړه د سوریی ډیرو ولایتونو کی ګرځیدلی او دسګریټو حرمت یی بیان کړی.
شیخ احمد کردی د حلب مفتی چې کله وپوهید چی سګریټ اضرار لری سګریټ یی حرام کړل.
د حجاز لویو مفتیانو د سګریټو حرمت بیان کړی؛ د حجاز له هغو علماوو څخه چې د سګریټو د حرمت حکم یی ورکړی دادی: شیخ عبدالعزیز بن عبدالله بن باز، شیخ محمد بن ابراهیم، شیخ عبدالرحمن بن ناصر السعدی، شیخ عبدالله بن علی، شیخ عبدالرزاق.
له شیخ محمد بن صالح العثیمین څخه د سګریټو او چرسو په اړه پوښتنه وشوه؛ هغه په ځواب کی ورته وویل:
سګریټ او همدارنګه چرس څکول حرام دی. دلیل یی د الله تعالی دغه قول دی: ((ولاتقتلوا انفسکم ان الله کان بکم رحیما)) یعنی ځانونه مه وژنی بیشکه الله تعالی وو په تاسی باندی ډیر رحم کونکى دى.
الله فرمایی: (( ولا تلقوا بایدیکم الی التهلکهُ)). او په خپلو لاسونو ځان هلاکت ته مه غورځوی.
د طب علم دا ثابته کړی چی دغه شیان انسان ته زیان رسوې، او هر شی چې زیان رسوونکی وی هماغه شی حرام دي او بل دلیل د الله تعالی دغه قول دی: (( و لاتؤتو السفهاء اموالکم التی جعل الله لکم )). یعنی مه ورکوی تاسی کم عقلانو ته ستاسي هغه مالونه چی الله تعالی تاسی لپاره دغه مالونه ګرځولی دی. الله تعالی کم عقلانو ته له مال ورکولو منع کړی یو، ځکه دوی مالونه بې ځایه لګوی او فاسدوی یې. او په دې کي شک نشته چی د سګریټو او چرسو په اخستلو کي د مال بې ځایه لګول او فاسدول دي. او له همدی کبله د الله تعالی د لږ وړاندي تېر شوي قول پر اساس دغه شیان منع دی.
ګرانه لوستونکیه(سگريت څکونکى)!
پدی وپوهیږه چې اسلام هرکله او په هر حالت کی ستا د روغتیا، خوښی او آرامی غوښتونکی دی او ستا رب لتانه هم پرتا ډیر مهربانه دی، هغه ته ستا د ضعف او قوت ټکی معلوم دی څه چې هغه منع کړی حتما ستا ضرر او تاوان پکې دی، هسی ندی حرام شوی. اوس چی دی د سګریټ زیان د طب له نظره او حرمت یی د دین له نظره درته ښکاره شو؛ دا ناپاک سګریټ له خولی نه لیری کړه او پرځای یی هغه څه په خوله کی ونیسه چی رب دې درڅخه خوښوي، خوله دی پاکوي، معدی ته دی ګټه لري او نوری ډیری ګټی لری. دا مسواک دی؛ د مسواک په اړه ډیر احادیث راغلی چې ننني طب هم ثابت کړي، نو د هغه بیځایه او خبیث عادت پرځای دا پاک مفید او ښه کار ته مخه کړه چی هم دې صحت ته ګټه لری او هم دې د میزان تله درنوي.