د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لومړی ډويژن: افغانستان لومړۍ لوبه له کاناډا څخه په ۶ ويکټو وګټله. کبير خان خوښ دی.

کرکټ څانګه 01.07.2010 12:42

کپتان نوروز منګل په ۵۸ توپونو ۷۰ منډې وکړې او د افغانستان بری یې باوري کړ.

د کاناډا بيټنګ:

کاناډا پچه وګټله او لومړی یې بيټنګ کول غوره کړل. د ۷ کسانو په سوځېدو یې په ۵۰ اورونو کې ۲۵۷ منډې وکړې او افغانستان ته یې د  ۲۵۸ منډو سخت هدف وټاکه.

د افغانستان کمزوری فيلډ نن د دې لامل شو چې کاناډا ۳۴ وړيا منډې ترلاسه کړي. شاهپور ځدراڼ نن  ۶ نوبالونه او یو وايډ ورکړل. نن نن تر هر چا حميد حسن زيات او شاهپور ځدراڼ ډېر وټکېدل، او په ځانګړې ډول په اخري اورونو کې کاناډا وکړای شول چې په حميد حسن ډېرې منډې واخلي.. 

د افغانستان لپاره نن سميع الله شينواري ۳، خالقداد نوري ۲، شاهپور ۲ ويکټې واخيستې.

نن ويکټ ساتنه کريم صادق کوله. مخکې به شهزاد ويکټ کيپر و چې دا په لوبډله کې ستر بدلون و. په ننۍ لوبه کې ميرويس اشرف نه ځکه پر ځای یې خالقداد نوري دپه لوبډله کې شامل کړای شوی و. خالقداد د سکاټلينډ خلاف په تمريني لوبه کې څلور او ننۍ لوبه کې ۲ ويکټې واخيستې.

د افغانستان بيټنګ:

د کاناډا د ۲۵۸ منډو هدف رښتيا هم چې سخت و خو افغان لوبغاړو وکړای شول چې تر ډېره ويکټې وساتي او په پای کې کپتان نوروز منګل له دې فرصت څخه په ګټه تېزې منډې وکړې او لوبه یې په خپله ګټه پای ته وروسوله.

نن نور علي او شبير نوري د افغانستان توپ وهنه پرانيستله، پخوا به نور علي او کريم صادق دا دنده ترسره کوله.- افغانستان ته په ۱۲ توپونو ۱۱ منډې پاتي دي. شبير نوري له ۱۹ منډو  جوړولو وروسته په منډه وسوځېد. محمد شهزاد ورپسې توپ وهنې ته راووت.شهزاد او نور علي دواړو نيمه سليزې پوره کړې او وسوځېدل. نوروز او اصغر یې ځایونه ونيول.

تر پايه خطرناکه جګړه روانه وه. افغانستان ته په ۲۶ توپونو ۳۲ منډې پاتي وې چې کپتان نوروز منګل او محمد نبي ولاړ وو او منډې یې تېزې کړې. په اخري درې اورونو کې د نورزو درې څلوريزو او د محمد نبي یوې شپږيزې دا باوري کړه چې افغانستان لوبه ګټلې ده.

افغانستان کاناډا ته په ۶ ويکټو ماته ورکړه او لا یې ۸ توپونه لرل.

لوبه دومره سخته شوې وه چې له ګټلو وروسته افغان ملاتړي د ډولونو سره لوبغالي ته کوز شول او د بيرغونو په رپولو یې هرې خوا ته منډې وهلې او خوښي یې کوله.

د بشپړ شمېرپاڼې لپاره دلته ټک ورکړئ.

کبيرخان رسنیو ته ويلي دي چې د لوبغاړو له لوبې خوښ دی ځکه له تشويش څخه ډکه لوبه وه خو توپ وهونکو ښه لوبه وکړه او لوبه یې خپله کړه. کبيرخان مني چې د افغانستان په توپ اچونه او فيلډ کې یو شمېر خاميانې وې چې له وجې یې لوبډلې ۳۴ وړيا منډې ورکړې. نوموړی وايي چې سبا ته به تمرين کوي او د تمرين په ترڅ کې به په خاميانو کار کوي.

کبيرخان له لوبغاړو ځکه خوښ و چې سره د دې چې د شل اورونو له نړيوال جام څخه وروسته یې ډېر تياری هم نه لرلو او مجبوره و چې د جلال اباد په ګرمه هوا کې تمرين وکړي بيا يې هم یو داسې لوبډلې ته ماته ورکړه چې یو کال وړاندې یې په همدې لوبو کې افغانستان ته ماته ورکړه. کبيرخان وايي چې د افغان لوبډلې ننی بری په سيالۍ کې نورو لوبډلو ته دا پيغام لري چې افغان لوبډله د یوې موخې (بري) لپاره دې سياليو ته راغلې ده او له پخوا څخه بدله لوبډله ده.

په دوه نورو لوبو کې ايرلينډ کينيا ته په اسانه په ۷ ويکټو ماته ورکړه او سکاټلينډ له هالينډ څخه بايلودې لوبه په اخري دوه توپونو د هالينډ د لوبغاړو د دوه وايډ منډو له کبله په يوه ويکټه وګټله.

د نمرو پاڼه:

لوبډلهبشپړې لوبېګټلېبايللېنمرېد منډو اوسط
ایرلينډ 1 1 0 2 +0.857
افغانستان 1 1 0 2 +0.161
سکاټلينډ 1 1 0 2 +0.036
هالينډ 1 0 1 0 -0.036
کاناډا 1 0 1 0 -0.161
کينيا 1 0 1 0 -0.857

 ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

مخکينی رپوټ:

افغانستان د کرکټ د نړيوالې شورا د لومړي ډويژن په سيالۍ کې خپله لومړۍ لوبه نن د کاناډا سره کوي. لوبه د هالينډ په وخت د سهار په یوولس او د کابل په وخت د ماسپښين په یوه نيمه بجه پيل کېږي.

حميد حسن او محمد نبي په لوبه کې شامل دي ځکه بېګا د شپې د هالينډ په وخت لس بجې امستردام ته ورسېدل او کافي وخت یې لرلو چې ارام وکړي.

کولای شئ په لوبه دلته تبصرې وکړئ او د ژوندۍ شمېرنپاڼې لپاره د کرکټ نړيوالې شورا ويبپاڼې ته ولاړ شئ. د کرکټ نړيوالې شورا پاڼې ته لاندې لينک ټک ورکړئ:

د کرکټ نړيوالې شورا په ويبپاڼه د افغانستان او کاناډا د لوبې ژوندی حال

کرکټ نړيواله شورا ژوندۍ وينا For live commentary on ICC Website

په www.cricinfo.com  هم د لوبې ژوندۍ شمېرنپاڼه ليدلای شئ.

کرکټ يورپ ژوندۍ وينا For live commentary: on CricketEurope 

د تبصرو لپاره دلته ټک ورکړئ.