د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حميد حسن او محمد نبي لا په کابل کې دي. امکان لري لومړۍ لوبې ته ورسېږي

کرکټ څانګه 29.06.2010 22:13

د افغانستان تېز توپ اچونکی حمید حسن او ال راونډر محمد نبي نن د سکاټلينډ خلاف په لوبه کې نه وو. دوی دواړه برتانيې ته تللي وو چې د ام سي سي په لوبډله کې د پاکستان په خلاف د دې مياشتې په ۲۷مه نېټه لوبه وکړي.

دواړو ونشو کړای چې له برتانيې څخه نېغ په نېغه هالينډ ته ولاړ شي ځکه چې د هالينډ ويزې یې نه لري. په هالينډ کې د افغن لوبډلې مدير سيد نظيم جار ټول افغان ته وويل چې دوی بايد کابل ته ولاړ شي، د خدمت پاسپورتونه چې په کرکټ بورډ کې پراته دي او د هالينډ ويزې پرې لګېدلي له هغه ځایه واخلي او بيا هالينډ ته ولاړ شي.دوی دواړه  برتانيه ته په شخصي پاسپورتونو تللي وو.

جار وايي چې نبي او حميد حسن به سبا د چارشنبې په ورځ د مازديګر په ۵ بجو له کابل څخه راونېږي او د جولای په لومړۍ نېټه د پنجشنبې په ورځ به هالینډ ته د سهار په ۶ بجو رسېږي. لوبه په همدې ورځ د سهار په ۱۱ بجو پيل کېږي. جار وايي چې روزونکی کبيرخان به د دواړو لوبغاړو حالت او وړتيا ته په کتو پرېکړه کوي چې په لوبډله کې یې شامل کړي او که نه.

د هالينډ لپاره لوبډله د می په ۲۹مه نېټه اعلان شوې وه خو دا چې د لوبغاړو یوې ډلې د لوبډلې په غوره کولو نيوکې وکړې او د خپلو یو شمېر ملګرو لپاره یې په کرکټ بورډ کې دندې وغوښتې، د لانجې له امله کرکټ بورډ ونشو کړای غوره شو کسانو ته ويزې واخلي او دا پروسه له یوې اونۍ ډېره وځنډول شوه. په ناراضه لوبغاړو کې په خپله محمد نبي او حميد حسن هم شامل وو. ناراضه لوبغاړو دا دړکه هم کړې وه چې که چېرته یې غوښتنې ونه منل شي نو د هالينډ په سفر به ولاړ نه شي.

کرکټ بورډ په هماغه ورځ ناوخته ويزې ترلاسه کړې چې محمد نبي او حميد حسن برتانيه ته روان شوي وو. په ۲۷م د جون داوړو د ام سي سي سره د پاکستان خلاف لوبه وکړه او نن په ۲۹مه نېټه د کابل په لور روان شول. که دواړه په ۲۸مه نېټه کابل ته تللي وای نو هالينډ ته به په ۳۰مه نېټه رسيدلي وای او د جولای د لومړۍ نېټې لوبې لپاره یې ځانونه چمتو کولای شول.

د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړ ريس احمدزی په دې باور دی چې د لوبډلې مدير بايد د دوی پاسپورتونه له ځانه سره هالينډ ته وړي وای ځکه له هالينډ څخه ورته اسانه و چې انګلستان ته یې د دوی پاسپورتونه ورلېږلي واي. خو د لوبډلې مدير سيد نظيم جار وايي چې هالينډ ته له تګ مخکې یې محمد نبي او حميد حسن سره خبرې وکړې او دواړو ورڅخه وغوښتل چې پاسپورتونه یې په کابل کې د کرکټ بورډ سره پرېږدي. دا هم نه ده روښانه چې محمد نبي او حميد حسن په داسې حال کې چې په یو پاسپورت برتانيه ته ننوتي وي، په بل پاسپورت وتلی شي او که څنګه. له بله پلوه د پوستې شرکتونه د پوستې له لارې د پاسپورت لېږل نه مني.

اوس نو روښانه نه ده چې محمد نبي او حميد حسن به د جولايي په لومړۍ نېټه د کاناډا خلاف لوبه کې شامل وي او که نه.